• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ډله ییز امنیت سازمان د افغانستان له خاورې ګواښونه لا هم لوړ ګڼي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د ډله ییز امنیت سازمان څلور څلویښتمې ناستې د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې له افغان خاورې د احتمالي خطرونو او ګواښونو کچه لا هم لوړه ده.

د ډله ییز امنیت سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په مسکو کې دغه غونډه د غړو هېوادونو د پلاویو، د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر استازو، د شانګهای د همکاریو سازمان دفتر، د سره صلیب کمیټې او نورو اړوندو ادارو په ګډون شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان وضعیت په دې غونډه کې و ارزول شو او پر دې ټینګار وشو چې د افغانستان له خلکو سره بشري او اقتصادي ملاتړ باید دوام ولري.

ګډونوالو همدارنګه پر دې ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت باید وڅارل شي او د دغه هېواد د سولې بهیرونه اسانه او پرمختګ ته یې زمینه برابره شي.

د ډله ییز امنیت سازمان مخکې هم خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې ګڼ شمېر افراطي او نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیت کوي او د دغو ډلو حضور د ګاونډیو هېوادونو لپاره خطر زیاتوي.

طالبانو دغو اندېښنو ته په ځواب کې په وار وار ویلي، چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه کاریږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبانو اعلان وکړ چې له پاکستان سره یې په رغنده فضا کې خبرې پای ته ورسېدې

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوې اعلامیې په په ترڅ کې ویلي، چې په ارومچي کې له پاکستان سره د چین په منځګړتوب خبرې په رغنده فضا کې وشوې او د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي او سیمه‌ییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چارشنبې په ورځ، د وري پر ۱۹مه، پر اېکس ولیکل، چې د چین ولسي جمهوریت په کوربه‌توب او منځګړیتوب له پاکستاني پلاوي سره په ارومچي ښار کې ترسره شوې رسمي خبرې اترې، پای ته ورسېدې.

نوموړې زیاته کړې، چې «یادې خبرې په رغنده فضا کې ترسره شوې، چې پکې د دوه‌ اړخیزو اړیکو، امنیتي موضوعاتو، او د سیمه‌ییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چین له ښه نيت او کوربه‌توب مننه کړې او هیله یې ښودلې، چې دغه بهیر به د باورجوړونې، دوامدارو اړیکو، تفاهم او اغیزناکو همکاریو د لا پیاوړتیا لامل شي.

کمال ناصر اصولي: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د هوکړې ټولې مادې دې له ولس سره شریکې شي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۸ GMT+۱

په ارومچي کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ د خبرو له پای ته رسېدو وروسته، د تېر جمهوري نظام پرمهال د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د هوکړې مادې دې له ولس سره شریکې شي.

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ وویل چې افغانستان او پاکستان د ارومچي د سولې په خبرو کې هوکړه کړې چې د شخړې لپاره یو هر اړخیز حل ولټوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په ورځنۍ خبري غونډه کې وویل چې دواړو هېوادونو په چین کې په ترسره شویو خبرو کې دا هم منلې چې وضعیت خرابوونکي اقدامات به نه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوې اعلامیې په په ترڅ کې ویلي، چې په دغو خبرو اترو کې د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي او سیمه‌ییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

د دواړو خواوو ترمنځ تر دې مهاله ګډه هوکړه یا اعلامیه نه ده خپره شوې.

په تېرو ۱۳ ورځو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۴۷ کسان مړه او ۲۱۶ ټپیان دي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو ۱۳ ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د بارانونو، واورو، سېلابونو، زلزلې، د کورونو د چتونو نړېدو او غره ښوېېدو په پایله کې ۱۴۷ کسان مړه شوي، ۲۱۶ ټپیان او ۸ تنه نور لادرکه دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د چارشنبې په ورځ، د وري پر ۱۹مه وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، بامیان، پنجشیر، دایکندي، پکتیا، میدان وردګ، کندهار، زابل، فراه، غور، بادغیس، بلخ، سرپل، تخار، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې ۱۵ کسان مړه شوي، ۱۸ ټپیان او یو کس هم لادرکه دی.

طالبانو ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۹ کورونه په بشپړ ډول، ۶۳۷ کورونه په نسبي ډول او ۷۸ هټۍ په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د وري میاشتې له ۶مې نیټې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو په پایله کې د ځاني زیانونو ترڅنګ سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او سلګونه کیلومتره سړکونه هم زیانمن شوي دي.

په افغانستان کې د اوبو ناسم مدیریت موسمي بارانونه په ویجاړوونکو سېلابونو بدلوي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د اوبو د ناسم مدیریت له امله موسمي بارانونه په ویجاړوونکو سېلابونو بدلېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کړنې ادارې مسول ډیک ټرېنچارډ ویلي، چې د یادې ادارې تخینکي ټیمونو په بغلان ولایت کې د سېلاب ځپلو اړتیاوې ارزوي تر څو له هغو ټولنو سره مرسته وکړي، چې کورونه، کروندې او څاروي یې له منځه تللي دي.

نوموړي زیاته کړې:«یوازې دوه ورځې وړاندې په دغه دره کې سېېلابونه راله او د دې سیمې ټولې کروندې یې ویجاړي کړې. د مختار او زمري کروندې چې پیاز او نور توکي یې پکې کرلې وو له منځه ولاړې.»

نوموړي ویلي، چې که څه هم موسمي بارانونه د کرنې لپاره حیاتي دي، خو د اوبو د مدریت د سیستمونو د نشتوالي له امله دغه بارانونه په سېلابونو بدلېږي او د خلکو پر عایداتو او معیشت بدې اغېزې اچوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ورستیو څو ورځو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو په پایله کې له سل څخه ډېر کسان مړه، لسګونه نور ټپیان، سلګونه کورو او زرګونه جریبه کرنیزي ځمکې ویجاړي شوې دي.

طالبان وايي په افغانستان کې ۷مېلیونه خلک د ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې مشر ملانورالدین ترابي وايي، چې په افغانستان کې ۷ مېلیونه خلک اوس‌مهال د ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دي. هغه له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو لپاره مرسته وکړي.

دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې د تېرو دوو لسیزو جګړو پرمهال ماین اېښودل د طالبانو د وژونکو جګړه‌‌ییزو لارو څخه یوه وه. طالبانو د سې‌شنبې په ورځ د ماینونو د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت یو پروګرام ترسره کړ. په دغه مراسمو کې د ملګرو ملتونو یوشمېر چارواکو هم ګډون کړی و.

نورالدین ترابي په دغه پروګرام کې وویل: «په تېرو ۴۵ کلونو کې په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک په ځانګړې توګه ماشومان د ځمکنیو ماینونو له امله اغېزمن شوي دي». هغه ماینونه او ناچاوده توکي «د انسانیت پټ دښمنان» وبلل.

نورالدین ترابي همدارنګه زیاته کړه، چې ادارې باید په دې برخه کې په شفاف او چټک ډول کار وکړي. هغه وويل: «ډېرو سازمانونو د سياسي ملحوظاتو له امله په افغانستان کې د ماين پاکولو فعاليتونه درولي دي».

يوناما مخکې ويلي و، چې هره مياشت په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ کسان د ځمکنيو ماينونو په چاودنو کې وژل کېږي. د یوناما د ماین پاکۍ څانګې مشر نېک پانډ په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو له امله رامنځته شویو تلفاتو ته اشاره وکړه او په هېواد کې یې د ماین پاکۍ د عملیاتو د دوام لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.

خو د طالبانو د ادارې د همغږۍ، انسجام او ماین‌پاکۍ برخې مشر نورالدین رستم‌خېل ویلي، چې د ماین‌پاکۍ پروګرام د ۱۵۵ ټیمونو په وسیله د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې روان دی.

د سره صلیب د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو په چاودنو کې لږترلږه ۹۲ کسان وژل شوي او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي. ماین اېښودل د تېرو ۲۰ کلونو په اوږدو کې د طالبانو له جګړه‌ییزو تاکتیکونو څخه یو و او هغه ماینونه چې د شوروي د حضور او د طالبانو او پخواني حکومت ترمنځ د جګړو له وخته پاتې دي، تر اوسه یې د ډېرو خلکو ژوند اخیستی دی.