• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان حکومت د پاکستان د تابعیت په قانون کې بدلون راوستی

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۲۲ GMT+۱

د پاکستان حکومت د تابعیت قانون ۱۹۵۱ کې بدلون راوستی او د یاد بدلون د پلی کېدو لړۍ د روان ۲۰۲۶کال له مارچ میاشتې راهیسې پیل شوې. د پاکستان د تابعیت قانون له مخې؛ وړاندې به یوازې هغه کسانو ته تابعیت ورکول کېده، چې پلار یې د دغه هېواد تابعیت لاره.

په دغه قانون کې تر بدلون وروسته اوس د پلار ترڅنګ د مور کلېمه هم کارول شوې، چې دې سره هغه کسان چې پلار یې د پاکستان تابعیت نه‌لري او مور یې د دغه هېواد تابعیت لري؛ کولای شي د پاکستان تابعیت ترلاسه کړي. د یاد قانونو له مخې؛ د دغه کسانو لپاره د تابعیت ورکولو پرمهال د زېږېدنې ځای هم په پام کې نه نیول کېږي.
د یاد قانون پلي کېدو سره به په پاکستان کې مېشتو هغو افغانانو ته هم د پاسپورټ او پاکستانۍ پېژندپاڼو د ورکړې پر وړاندې شته خنډونه لرې شي، چې مېندو یې له افغانانو سره ودونه کړي دي.
تر دې وړاندې داسې کورنیو به د‌ محکمو له لارې پېژندپاڼې او پاسپورټ ترلاسه کاوه؛ خو اوس د خیبر پښتونخوا او سند ايالت محکمو د پرېکړو له مخې د تابعیت په قانون کې بدلون راغلی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان حکومت د پاکستان د تابعیت په قانون کې بدلون راوستی
۱

د پاکستان حکومت د پاکستان د تابعیت په قانون کې بدلون راوستی

۲

د امریکا د کډوالۍ ادارې په هوايي ډګرونو کې ۸۰۰ بې‌اسناده پناه غوښتونکي نیولي دي

۳

ټرمپ: امریکا به د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ‌راتګ په مدیریت کې مرسته وکړي

۴

د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تیز باران او سیلابونو وړاندوینه شوې

۵

په تېرو ۱۳ ورځو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۴۷ کسان مړه او ۲۱۶ ټپیان دي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د پوځ قوماندانانو په افغانستان کې د بریدونو پر غځولو ټینګار کړی

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۲ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، چې په راولپنډۍ کې د قول اردوګانو د قوماندانانو په غونډه کې «په افغانستان کې د وسله والو د پټنځایونو» تر له منځه وړو پورې د بریدونو پر دوام ټینګار شوی. په دې غونډه کې د سعودي عربستان پر پټرولیمي او صنعتي تاسیساتو بریدونه اندېښمنوونکي بلل شوي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ، د وري پر ۱۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ددغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر په مشرۍ د قول اردوګانو د قوماندانانو په غونډه کې د پاکستان او د سیمې د وضعیت ارزونه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې ټینګار شوی، چې «ټولې وسله والې ډلې له استثنا پرته تعقیب او له منځه یووړل شي».

د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر ویلي، په دې غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې، چې د «غضب للحق» په نامه عملیات به تر هغه غځیږي، چې ددوی په وینا، د ترهګرو خوندي پټنځایونه له منځه لاړ شي او د پاکستان پر ضد د افغان خاورې کارېدل پای ته ورسیږي.

د پاکستاني پوځ دا څرګندونې داسې مهال دي، چې له یوې اونۍ راهیسې د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ د چین په ارومچي ښار کې خبرې اترې روانې دي.

پاکستان پر طالبانو تور لګوي، چې د پاکستاني وسله والو ملاتړ کوي، خو افغان طالبان دغه تورونه ردوي او د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو جګړې د پاکستان کورنۍ مساله ګڼي.

د پاکستان د پوځي چارواکو په دې ناسته کې د منځني ختیځ د جګړې په تړاو هم خبرې شوې دي او د سعودي عربستان پر پټرولیمي او صنعتي تاسیساتو د شویو بریدونو په تړاو اندېښنه ښودل شوې او دا یې د کړکېچ غیر ضروري زیاتوالی بللی دی.

پاکستان له سعودي عربستان سره دفاعي او امنیتي تړون لري او پر ریاض د ایران له بریدونو سره هممهاله اسلام اباد هڅه کوي، چې د امریکا او ایران ترمنځ ستونزې له ډیپلوماتیکو چینلونو اوارې شي، خو دې هڅو تر دې دمه پایله نه ده ور کړې.

مولانا فضل الرحمن: د پاکستان د ناسمو پالیسیو له امله له افغانستان او هند سره لارې تړلې دي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ویلي، چې د پاکستان د ناسمو تګلارو له امله له افغانستان او هند سره لارې د سوداګرۍ پرمخ تړل شوې، چې سوداګرۍ ته یې زیان اړولی دی. مولانا فضل‌الرحمان ویلي، چې «د پاکستان واکمنان د امریکا غلامان دي».

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن نن دوشنبه، د وري پر ۱۷مه، په خیبر پښتونخوا کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د روانو پالیسیو په اړه د پارلمان غونډه راغواړي او په دې اړه به معلومات د ولس له استازو شریک شي.

مولانا په پښتونخوا کې پر خراب امنیتي وضعیت نیوکه وکړه او ویې ویل چې حکومت په خیبرپښتونخوا کې کنټرول له لاس ورکړی او واکمني یې نه چلیږي.

نوموړي د پاکستاني پوځ پر نظامي عملیاتو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې روان عملیات د ناامنۍ لامل شوي دي.

مولانا فضل الرحمن ویلي، چې د تېلو کومې لس بیړۍ چې د پاکستان په نامه له هرمز تنګي را تېرې شوې، دوی نه دي لیدلې او نه هم پر بیو اغیز پرېوتی دی.

هغه خبرداری ورکړ، چې ددې ټولو موضوعاتو په اړه د اپریل میاشتې پر ۱۲مه نېټه له خیبر پښتونخوا څخه د حکومت پرضد تحریک پیلوي.

رویټرز: پاکستان د جګړې د ختمېدو لپاره امریکا او ایران ته طرحه سپارلې ده

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د امنیتي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې اسلام‌اباد امریکا او ایران ته داسي یوه طرحه سپارلې ده، چې په پلي کولو سره به یې جګړه ختمه او د هرمز تنګی بیا پرانیستل شي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، یاده طرحه دوه پړاوه لري چې لومړی سمدستي اوربند او دویم هر اړخیز تړون دی.

پاکستاني سرچینو ویلي، چې د پوځ لوی درستیز عاصم منیر تېره شپه د امریکا د مرستیال ولسمشر جي‌ډي وینس او د ټرمپ د ځانګړي استازي سټيو وېټکاف او همداراز د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په اړیکه کې وو.

سرچینو ویلي، چې د وړاندیز له مخې به سمدستي اوربند رامنځته او د هرمز تنګی به پرانیستل شي. دوی ویلي، چې له ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې به یو پراخ تړون هم تر سره شي.

د سرچینو په خبره، دې طرحې ته به په لنډمهاله توګه د «اسلام‌اباد تړون» نوم ورکړي او مخامخ خبرې به په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

سرچینو ویلي، چې ایران تر اوسه یادې طرحې ته ځواب نه دی ويلی او امریکا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

په بلوچستان کې د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۵۳ GMT+۱

د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ د مرستیال دفتر افغانستان انټنرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د یادي ولسوالۍ په ګردګاپ سیمه کې د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده. نوموړي زیاته کړې، چې سیمې ته نور ځواکونه هم رسېدلي‌ دي.

د مستونګ ولسوالۍ مرستیال کمېشنر زیاته کړې، چې جګړه له نن سهاره پیل شوې او لا هم روانه ده. د یاد دفتر د معلوماتو له‌مخې، وسله‌وال سړکونو ته راوتلي‌ او لارې یې هم د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

د پاکستان امنیتي ادارو تر اوسه په دې جګړه کې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو وایي چې سیمې ته یې نور ځواکونه لېږلي.

مستونګ ولسوالۍ د بلوچستان له ناامنو سیمو یادېږي او زیات مهال له دې ولسوالۍ څخه د جګړې راپورونه ورکول کېږي.

د افغان کډوالو د جبري ستنولو دوام؛ په کوهاټ کمپ کې افغانانو ته ۲۴ ساعته ضرب‌الاجل ټاکل شوی

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۳۳ GMT+۱

د افغان کډوالو د جبري اېستلو د لړۍ پر دوام، د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې ځايي چارواکو په «غومګول» کمپ کې مېشتو افغانانو ته خبرداری ورکړی، چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو خپل کورونه ړنګ او سیمه پرېږدي.

د کوهاټ د سیمه‌ییزې ادارې په وینا، دغو کډوالو ته یوازې یوه ورځ وخت ورکړل شوی او که دا امر ونه‌مني، کورونه به یې د چارواکو له لوري ونړول شي او دوی به په جبري توګه وشړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه نړۍوالو بنسټونو په وار وار نیوکې کړې دي او د انساني کرامت او نړۍوالو قوانینو په پام کې نیولو سره یې غوښتنه کړې، چې افغان کډوال باید په سمه توګه خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

له بلې خوا، ډېری هغه افغانان چې شاوخوا ۳۰ تر ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت دي او کاروبارونه لري، وايي چې دوی په لنډ وخت کې نه‌شي کولای خپل ټول مالي او سوداګریز معاملات تصفیه کړي، چې په دې صورت کې د دوی ځینې مالونه او پیسې له‌منځه تللی شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې ده، چې تر دې وړاندې هم له پاکستان څخه په ډلییزه توګه افغان کډوال اېستل شوي دي.

د راپورونو پربنسټ، په تېرو څلورو کلونو کې د پاکستان په ګډون د سیمې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.