• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فرانسې خبري اژانس: ټرمپ ټینګار کوي چې ۱۵ماده‌ییزه طرحه به له ایران سره د مذاکرې بنسټ وي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۰۵ GMT+۱

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یادې رسنۍ سره په یوه لنډه ټېلیفوني مرکه کې ټینګار کړی چې «د امریکا ۱۵ماده‌ییزه طرحه» به له ایران سره د راتلونکو مذاکراتو بنسټ وي او دغه طرحه «د یوه اوږدمهاله تړون لپاره قوي چوکاټ» دی.

ټرمپ یادې رسنۍ ته ویلي: «موږ یو ۱۵ماده‌ییز تړون لرو، چې په ګڼو مادو یې هوکړه شوې ده. وبه ګورو چې څه پېښېږي. وبه ګورو چې ایا پایله ورکوي که نه». د فرانسې خبري اژانس لیکلي، ټرمپ ټینګار کړی چې د هر ډول سولې په تړون کې به اټومي توکي هم شامل وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا په یوې بیانیه کې ټینګار کړی چې د ایران حکومت د ټرمپ ۱۵ماده‌ییزه طرحه رد کړې او پر ځای یې یوه ۱۰ ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړې. د دوی په وینا؛ هغه مذاکرات چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ پیل شي، د همدې ۱۰ ماده‌ییزې طرحې پر بنسټ به مخته ولاړ شي.

ډېر لیدل شوي

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي
۱

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

۲
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۳

له ترکیې د راګرځېدلي طالب پلاوي په راپور کې د ۸ مړه شویو افغانانو یادونه نه‌ده شوې

۴

د درملو پر سر جنجال؛ طالبانو په کندهار کې ۲۲ کسان نیولي او د نورو د نیولو ګواښ هم شته

۵

د عراق پارلمان افغانستان ته د تېلو د قاچاق موضوع څېړي