• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار کې د حوزې امر د تخار امنیه قوماندان او د تخار امنیه قوماندان د حوزې امر ټاکل شوی

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې مولوي هبت الله په یوه حکم کې د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې امر د تخار د امنیه قوماندان او د تخار امنیه قوماندان په کندهار کې د څلورمې حوزې د امر په توګه ټاکلي دي.

د طالبانو ویاند پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلی، چې د دغه حکم له مخې، د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې امر موسی کلیم ابو نصر د تخار د امنیه قوماندان په توګه او د تخار امنیه قوماندان ملا عبدالعلي د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې د امر په توګه ټاکل شوي دي.

همدارنګه د ملا هبت الله د حکم له مخې، د زابل د علماوو شورا مخکینی رییس عزیزالله طیب د همدغه ولایت د پوهنتون د رییس په توګه او د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی مرستیال روح الاامین روحاني د یادې ډلې د دفاع وزارت د حمایوي لوا د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

د طالبانو مشر تردې وړاندې هم ورته ټاکني کړې، چې ملایان، قاریان او غیر مسلکي کسان یې پر لوړو پوسټونو په دنده ګومارلي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

امریکا له قطر نه د افغانانو د لېږد لپاره له دوو افریقايي او یوه اسیايي هېواد سره خبرې کړې

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۲۳ GMT+۱

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې امریکا د هغو افغان پناه غوښتونکو د انتقال لپاره چې د قطر په یوه کمپ کې پراته دي، له دوو افریقایي او یوه اسیایي هېواد سره خبرې کړې دي. د دغو هېوادونو نومونه لا روښانه نه دي. عربو او مسلمانو هېوادونو دغه کډوال نه دي منلي.

دغه کمپ چې پناه غوښتونکي پکې استوګن دي، السیلیه نومېږي او د قطر پلازمېنې دوحې ته نږدې پروت دی.

د کمپ لګښت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بودجې له مخې په میاشت کې تر ۱۰ میلیون ډالرو زیات اټکل شوی دی.

قطر په شخصي توګه له امریکا غوښتي چې دغه کمپ ژر تر ژره وتړي، ځکه ددوحې په وینا، دغه کمپ اصلا دایمي نه و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې اعلان کړی و چې یاد کمپ به د وري تر۱۱ مې نېټې وتړل شي. په کمپ کې له ۱۰۰۰ ډېر افغان پناه غوښتونکي استوګن دي.

یو امریکایي چارواکي ویلي، چې عربو او مسلمانو هېوادونو افغانان نه دي منلي او همدا وجه ده چې له نورو هېوادونو سره خبرې پیل شوې دي.

وال‌ سټریټ ژورنال ویلي چې دوی یو سند لیدلی، چې پکې ښودل شوي هر پناه غوښتونکي ته د ۱۲۰۰ تر ۴۵۰۰ ډالرو وړاندیز شوی چې افغانستان ته بېرته ولاړ شي. په سند کې راغلي چې امریکا به یې له بېرته تګ وروسته وضعیت هم څاري.

همدارنګه په فورم کې چې پناه غوښتونکو ته ورکړل شوی، ټینګار شوی چې څوک له بېرته تګ سره هوکړه کوي، پوهېږي چې «افغانستان ته بېرته تګ ممکن له خطرونو سره مل وي» او د امریکا حکومت د هغوی امنیت نه شي تضمینولی.

تر دې دمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو کسانو شمېر نه دی خپور کړی چې دا وړاندیز یې منلی او دا هم روښانه نه ده چې د ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو وروسته به څه پریکړه وشي.

وال‌ سټریټ ژورنال لیکلي چې د پیسو په بدل کې د بېرته تګ وړاندیز ممکن د ځینو پناه غوښتونکو لپاره د تعقیب، زندان او حتا د مرګ خطر ولري.

د ډله ییز امنیت سازمان د افغانستان له خاورې ګواښونه لا هم لوړ ګڼي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د ډله ییز امنیت سازمان څلور څلویښتمې ناستې د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې له افغان خاورې د احتمالي خطرونو او ګواښونو کچه لا هم لوړه ده.

د ډله ییز امنیت سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په مسکو کې دغه غونډه د غړو هېوادونو د پلاویو، د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر استازو، د شانګهای د همکاریو سازمان دفتر، د سره صلیب کمیټې او نورو اړوندو ادارو په ګډون شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان وضعیت په دې غونډه کې و ارزول شو او پر دې ټینګار وشو چې د افغانستان له خلکو سره بشري او اقتصادي ملاتړ باید دوام ولري.

ګډونوالو همدارنګه پر دې ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت باید وڅارل شي او د دغه هېواد د سولې بهیرونه اسانه او پرمختګ ته یې زمینه برابره شي.

د ډله ییز امنیت سازمان مخکې هم خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې ګڼ شمېر افراطي او نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیت کوي او د دغو ډلو حضور د ګاونډیو هېوادونو لپاره خطر زیاتوي.

طالبانو دغو اندېښنو ته په ځواب کې په وار وار ویلي، چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه کاریږي.

طالبانو اعلان وکړ چې له پاکستان سره یې په رغنده فضا کې خبرې پای ته ورسېدې

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوې اعلامیې په په ترڅ کې ویلي، چې په ارومچي کې له پاکستان سره د چین په منځګړتوب خبرې په رغنده فضا کې وشوې او د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي او سیمه‌ییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چارشنبې په ورځ، د وري پر ۱۹مه، پر اېکس ولیکل، چې د چین ولسي جمهوریت په کوربه‌توب او منځګړیتوب له پاکستاني پلاوي سره په ارومچي ښار کې ترسره شوې رسمي خبرې اترې، پای ته ورسېدې.

نوموړې زیاته کړې، چې «یادې خبرې په رغنده فضا کې ترسره شوې، چې پکې د دوه‌ اړخیزو اړیکو، امنیتي موضوعاتو، او د سیمه‌ییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چین له ښه نيت او کوربه‌توب مننه کړې او هیله یې ښودلې، چې دغه بهیر به د باورجوړونې، دوامدارو اړیکو، تفاهم او اغیزناکو همکاریو د لا پیاوړتیا لامل شي.

کمال ناصر اصولي: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د هوکړې ټولې مادې دې له ولس سره شریکې شي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۸ GMT+۱

په ارومچي کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ د خبرو له پای ته رسېدو وروسته، د تېر جمهوري نظام پرمهال د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د هوکړې مادې دې له ولس سره شریکې شي.

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ وویل چې افغانستان او پاکستان د ارومچي د سولې په خبرو کې هوکړه کړې چې د شخړې لپاره یو هر اړخیز حل ولټوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په ورځنۍ خبري غونډه کې وویل چې دواړو هېوادونو په چین کې په ترسره شویو خبرو کې دا هم منلې چې وضعیت خرابوونکي اقدامات به نه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوې اعلامیې په په ترڅ کې ویلي، چې په دغو خبرو اترو کې د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي او سیمه‌ییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

د دواړو خواوو ترمنځ تر دې مهاله ګډه هوکړه یا اعلامیه نه ده خپره شوې.

په تېرو ۱۳ ورځو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۴۷ کسان مړه او ۲۱۶ ټپیان دي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو ۱۳ ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د بارانونو، واورو، سېلابونو، زلزلې، د کورونو د چتونو نړېدو او غره ښوېېدو په پایله کې ۱۴۷ کسان مړه شوي، ۲۱۶ ټپیان او ۸ تنه نور لادرکه دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د چارشنبې په ورځ، د وري پر ۱۹مه وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، بامیان، پنجشیر، دایکندي، پکتیا، میدان وردګ، کندهار، زابل، فراه، غور، بادغیس، بلخ، سرپل، تخار، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې ۱۵ کسان مړه شوي، ۱۸ ټپیان او یو کس هم لادرکه دی.

طالبانو ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۹ کورونه په بشپړ ډول، ۶۳۷ کورونه په نسبي ډول او ۷۸ هټۍ په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د وري میاشتې له ۶مې نیټې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو په پایله کې د ځاني زیانونو ترڅنګ سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او سلګونه کیلومتره سړکونه هم زیانمن شوي دي.