په لغمان او کونړ کې د ورستیو سېلابونو له امله ۵ کسه مړه او ۱۳ نور ټپيان شوي دي

ځايي طالب چارواکي وايي، چې له تېرې شپې راهیسې په کونړ او لغمان کې د سختو بارانونو او ورښتونو له کبله ۵ تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. په دواړو ولایتونو کې نږدې ۶۰۰ کورونه زیانمن شوي او تر ۱۰۰۰ جریبه زیاته ځمکه تخریب شوې ده.
