• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له طبیعي پېښو د افغانستان اغیزمنېدل؛ د طبیعي پېښو پر وړاندې څه ډول ګامونه واخېستل شي؟

نجیب اقا فهیم
نجیب اقا فهیم

د کابل پوهنتون پخوانی استاد او له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت پخوانی وزیر

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۲۷ GMT+۱

افغانستان د بېلابېلو طبیعي او غیرطبیعي لاملونو له مخې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د بېلابېلو طبیعي پېښو له ګواښونو سره مخ دی. نه پرمختګ، اوږدو جګړو، ضعیفې حکومتولۍ او د حکومتونو پرځېدلو په څېر عواملو د طبیعي پېښو پر وړاندې زیان‌منتیا نوره هم زیاته کړې ده.

دې زموږ هېواد د نړۍ په کچه د طبیعي پېښو پر وړاندې تر ټولو زیان‌منو هېوادونو څخه ګرځولی دی.

د هغو طبیعي عواملو له ډلې چې په افغانستان کې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو ګواښ زیاتوي، کولی شو د هېواد غرنی جوړښت، د جغرافیایي سیمې په اوږدو کې د فعالو او ګڼو تکتونیکي درزونو (ګسلونو) شته والی، اوږدې او نرۍ درې، په وچ او نیمه وچ اقلیمي سیمه کې موقعیت او د اقلیم بدلون یاد کړو.

همدارنګه، انساني عوامل لکه اوږدې جګړې او بې‌ثباتۍ، د اغېزناکې او ځواب ویونکې حکومتولۍ نشتوالی، د نفوس چټکه وده او په زیان‌منو سیمو کې د خلکو خپرېدل، اقتصادي بېوزلي او د زیربناوو د پراختیا لپاره د پانګونې نشتوالی هم ددې لامل شوي چې له طبیعي ګواښونو سره مخامخ کېدل زیات شي او د هغوی پر وړاندې زیان‌منتیا لوړه شي.

که چېرې د معتبرو څېړنیزو مرکزونو احصایو ته مراجعه وشي، څرګندیږي چې افغانستان په نړیواله درجه‌بندۍ کې د طبیعي پېښو پر وړاندې له تر ټولو لوړ خطر لرونکو هېوادونو څخه دی؛ داسې چې د طبیعي پېښو سره د مخامخ کېدو له پلوه په نړۍ کې لومړی مقام لري او د دې پېښو پر وړاندې د زیان‌منتیا له پلوه په څلورم ځای کې دی.

مهمې طبیعي پېښې چې افغانستان ورسره مخ دی سېلابونه، زلزلې، وچکالي، د ځمکې ښویېدنه، واورې ښویېدنې او بړبوکۍ دي. د نړیوال بانک د راپور له مخې، افغانستان د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو په منځ کې د طبیعي پېښو له امله د تلفاتو او زیانونو له پلوه ترهاییتيوروسته دویم ځای لري.

د ۱۹۸۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ، په افغانستان کې د مړینې کچه په هر یو میلیون کسانو کې ۱۱۵۰ تنه وه، چې له دې څخه نږدې ۵۰ سلنه مړینې د طبیعي پېښو له تلفاتو سره، چې د جغرافیایي او اقلیمي وضعیت پورې تړاو لري، مربوطې بلل شوې دي.

نو له همدې امله، طبیعي پېښې په افغانستان کې له جدي ګواښونو شمېرل کېږي چې تر ډېره ناپېژاندېپاتې شوې دي او د خطر د کمولو لپاره جامع حل‌لارې نه دي طرحه شوې. هغه څه چې دا موضوع لا پېچلې کوي، د اوسنیو حاکمانو هغه لیدلوری دی چې د طبیعي پېښو سره د مقابلې په اړه یې لري؛ په دې ناسم لید کې، د طبیعي پېښو پېښېدل د تقدیر برخه، د انسانانو پر برخلیک واکمن بلل کېږي او د دغو پېښو په رامنځته کېدو او همدارنګه د هغوی پر وړاندې د خطر د کمولو په برخه کې د انساني عواملو رول ترې انکار کېږي.

په دې لیکنه کې هڅه کوو چې د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول سېلابونو د پېژندنې، د رامنځته کېدو لاملونو او د هغوی پر وړاندې د خطر د کمولو او مقابلې لارو چارو په اړه د بحث یو نوې دروازه پرانیزو.

دې ته په پام، چې اوس د سېلابونو د بهېدو موسم دی، دلته به پر همدې موضوع ډېر تمرکز وکړو او د دې پېښې پر وړاندې د خطر کچه او د دې خطر د کمولو ممکنې لارې به په جلا توګه وڅېړو.

سېلاب، د رامنځته کېدو عوامل او پایلې یې:

سېلاب په افغانستان کې له هغو طبیعي پېښو څخه دی چې د ډېر تکرار، لوړو انساني تلفاتو او درنو مالي زیانونو له امله تر ټولو خطرناک بلل کېږي. که څه هم د سېلاب د رامنځته کېدو لاملونه په بېلابېلو سیمو کې توپیر لري، خو په عمومي توګه دا لاملونه د جغرافیایي، ټولنیزو، اقتصادي او اقلیمي عواملو له ګډ اغېز څخه رامنځته کېږي؛ لکه د هېواد غرنی جوړښت، اوږدې او تېرې پېچلې درې، د نفوس چټکه وده او په زیان‌منو سیمو کې د خلکو خپرېدل، د سیندونو او سېلابي لارو په محدوده کې د ښارونو او استوګنیزو سیمو نامنظمه پراختیا، د اوبو او سېلاب مدیریت په زیربنایي پروژو کې کمه پانګونه، د اغېزناکې او ځواب ویونکې حکومتولۍ نشتوالی، د ځنګلونو نه کرل او د نباتي پوښښ او خاورې تخریب، همدارنګه اقتصادي بېوزلي او د عامه پوهاوي ټیټه کچه چې دا ټول په ګډه د سېلاب خطر زیاتوي او زیانونه یې لا پراخوي.

له همدې امله، د نړیوال بانکد راپور له مخې، هر کال په اوسط ډول شاوخوا ۱۰۰ زره کسان د سېلابونو له امله اغېزمن کېږي او اقتصادي زیانونه یې په ځینو کلونو کې تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو هم اوړي. دا په داسې حال کې ده چې د همدې راپور پر بنسټ، د اقلیمي بدلونونو او ټولنیزې-اقتصادي ودې د ګډو عواملو له امله کېدای شي تر ۲۰۵۰ کال پورې د سېلابونو له امله د زیانمنو کسانو شمېر له دوو برابرو څخه هم زیات شي.

همدارنګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر راپور ښيي چې په ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ کلونو کې د سېلابونو له امله ۶۷۰ کسان مړه شوي، ۸۰۵۰ استوګنیز کورونه ویجاړ شوي او مالي زیانونه یې له ۵۰۰ میلیونه ډالرو څخه زیات اټکل شوي دي.

یوه ګډه ارزونه چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتراونړیوال بانک له لوري ترسره شوې، ښيي چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه شاوخوا ۲۱ ولایتونه په جدي ډول د سېلابونو له خطر سره مخ دي. که چېرې دا خطر د هغو ولسوالیو د مساحت او د اصلي سیندونو د مسیرونو پر بنسټ، چې د امو، شمال، هلمند، هریرود او کابل په حوزو کې موقعیت لري، محاسبه شي، نو هغه سیمې چې د سېلاب له ګواښ سره مخ دي د هېواد له ټولې خاورې څخه شاوخوا ۱۲ تر ۱۵ سلنه برخه جوړوي. دا ۱۵ سلنه همغه سیمې دي چې د نفوس تر ټولو لوړه کچه او اقتصادي فعالیتونه پکې متمرکز دي. له همدې امله، سېلاب یو داسې جدي ګواښ دی چې بې‌پامي ورته، په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلونونو او د هغوی د اغېزو په پام کې نیولو سره، کولی شي افغانستان او افغانان له خورا سختو ننګونو سره مخامخ کړي.

که تر دې ځایه پورې د سېلابونو عمومي خطر او د هغوی ځاني او مالي پایلې پېژندل شوې وي، نو اوس اصلي پوښتنې ته را رسېږو: د سېلابونو پر وړاندې د خطر د کمولو لپاره څه کولای شو؟

د دې پوښتنې ځواب ته په کتلو سره، کولای شو پر دوو لارو، لنډمهاله او اوږدمهاله حل‌لاروتمرکز وکړو. په لنډمهاله توګه، حل‌لار له دې ځایه پیلېږي چې د سېلاب په اړه خبرې وکړو. دا خبرې باید زموږ د ورځني ټولنیز ژوند برخه وګرځي؛ یعنې په سیمه‌ییزو شوراګانو کې، د جوماتونو د جمعې او ورځنیو لمونځونو پر مهال، د خلکو د ناستو پر وخت، په کورنۍ، ښوونځي او هر هغه ځای کې چې څو کسان سره راټولېږي، باید د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول د احتمالي سېلابونو په اړه بحث وشي. موږ باید خپلې پخوانۍ تجربې او د ګاونډیانو مشاهدې راوسپړو او له سېلاب سره خپله اړیکه او خطر وپېژنو. زموږ په ولسي متلونو کې راغلي چې: « پر کومه لار چې اوبه تللې بیا هم راځي»؛ دا متل باید د سېلابونو په اړه جدي ونیسو، ځکه هر هغه ځای چې پخوا سېلابي نښې لري یا د سېلاب لاره وه، بیا هم پکې سېلاب راځي. هر سېلاب د بېرته راتګ دورې لريلکه درې کلنې، پنځه کلنې، شل کلنې او حتا سل کلنې دورې.

د دې نښو په پام کې نیولو سره، کله چې زموږ له سېلاب سره اړیکه روښانه شي او دې پایلې ته ورسېږو چې موږ په یوه خطرناکه سیمه کې ژوند کوو، نو باید غفلت پرېږدو او د خطر او د هغه د مقابلې په اړه خبرې د خپل ورځني ژوند یوه برخه وګرځوو. د خطر د کمولو او ورسره د مقابلې لپاره کولای شو د سیمې له خلکو سره په ګډه د یو بېړني پلان طرحه او ترتیب کړو، چې په جوړولو کې یې د سیمې د مشرانو او سپین‌ږیرو تجربې ډېرې ګټورې لارښوونې وړاندې کولای شي. په دغه بېړني پلان کې کولای شو د سېلاب له رامنځته کېدو مخکې او وروسته دواړو پړاوونو لپاره مشخص اقدامات له مخکې څخه په پام کې ونیسو.

په هغه پړاو کې چې لا سېلاب نه دی راغلی، اړینه ده چې لاندې فعالیتونو ته ځانګړې پاملرنه وشي:

  • -د طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د سیمې د خلکو په ګډون محلي کمېټې جوړې شي. دا کمېټې باید په ټاکلو وختونو کې غونډې وکړي، د پخوانیو پېښو او د خلکو د تجربو په اړه خبرې وکړي او له همدې تجربو څخه په ګټې اخیستنې د راتلونکو پېښو لپاره د خطر د کمولو لارې چارې مشخصې کړي؛
  • -د ژر خبرتیا (Early Warning) محلي ټیمونه جوړ شي. هغه خلک چې د یوه ګډ سیند، تنګې او اوږدې درې یا د سېلابي لارو ترڅنګ ژوند کوي، باید له یو بل سره نږدې اړیکه ټینګه کړي او د خبرتیا ټیمونه جوړ کړي. دا ټیمونه دې یو بل وپېژني، د ټیلیفون شمېرې دې سره تبادله کړي او د شدیدو ورښتونو او د سېلاب د لومړنیو نښو پر مهال دې ژر تر ژره ښکته سیمو ته خبر ورکړي، څو خلک ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي. که څه هم د ځمکې شیب، د اوبو حوزې بڼه، نباتي پوښښ، د خاورې ډول او د باران شدت د سېلاب په جوړېدو کې مهم رول لري، خو تجربه ښيي چې سېلاب ناڅاپه نه راځي؛ حتا په کوچنیو حوزو کې (شاوخوا ۵۰ کیلومتره مربع) د شدید باران او د سېلاب د رامنځته کېدو ترمنځ ۱ تر ۳ ساعتونو پورې وخت وي، چې که خبرتیا پر وخت ورکړل شي، خلک کولای شي خپل ځان او لږ تر لږه خپل اساسي مالونه خوندي کړي؛
  • -د خبرتیا ټیمونو لپاره د غونډو او څارنې مشخص ځایونه وټاکل شي او ۲۴ ساعته نوبتي سیستم (نوکریوالي) تنظیم شي. په ځانګړي ډول د ورښتونو په موسم کې، چې معمولاً د ژمي په پای او د پسرلي په پیل کې وي، باید یو ټاکلی ځای د څارنې لپاره وټاکل شي تر څو له هغه ځایه شاوخوا سیمه تر نظر لاندې ونیول شي او د هر ډول احتمالي خطر په اړه ژر اقدام وشي.

د خطر نښې څرګندې دي؛ د تورو ورېځو زیاتوالی له برېښنا او تندر سره یو ځای د شدیدو بارانونو او د سېلاب د راتلو احتمال زیاتوي. موږ کولای شو د موبایل ټیلیفونونو له لارې هم د خپل استوګن ځای د هوا پېژندنې معلومات ترلاسه کړو، هغه له محلي وضعیت سره برابر کړو او د همدې پر بنسټ خلکو ته د وختي خبرتیا پیغامونه ورکړو، څو د خطر له سیمو څخه د وتلو او تخلیې لپاره چمتو شي.

  • -په سیمه کې دې داسې لوړې سیمې وټاکل شي چې د سېلاب پر مهال خلک وکولای شي له هغو څخه د خوندي ځایونو په توګه استفاده وکړي؛
  • -دې ټاکل شوو لوړو سیمو ته د رسېدو خوندي لارې دې مشخصې شي؛
  • -د ځوانانو له منځه دې د لټون او ژغورنې محلي ټیمونه جوړ شي؛
  • -د ژغورنې لومړني وسایل لکه بیل، کلنګ، سطل، بیلچه، لاس‌کراچۍ، رسۍ او نور، چې د پېښې پر ورځو کې حیاتي ارزښت لري، له مخکې دې مشخص او په هغو لوړو سیمو کې کېښودل شي چې ټاکل شوې دي، تر څو د اړتیا په وخت کې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې ترې ګټه واخیستل شي. باید پوه شو چې تجربې ښيي همدغه ساده وسایل د خطر په وخت کې د انسانانو ژوند ژغورلای شي؛ د یوې ساده رسۍ په وسیله کولای شو په سېلاب کې بند پاتې کسان وژغورو؛
  • -تجربه ښيي چې د طبیعي پېښو پر مهال لومړني مرستندویان د پېښې د سیمې خلک وي؛ نو که دا اخلاقي او انساني دنده له پوهاوي سره مل شي، اغېز یې ډېرېږي؛
  • -د خلکو د ژوند او مال ساتنه زموږ له اساسي ټولنیزو دندو څخه ده چې شریعت هم ورته ځانګړی هدف ټاکلی او په بېلابېلو احکامو کې یې ټینګار کړی دی؛ نو د جوماتونو امامان باید خلکو ته د طبیعي پېښو او د خطر د کمولو لارو په اړه پوهاوی ورکړي او د محلي کمېټو د فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي.

له دې ټولیزو دندو پرته، هره کورنۍ په ځانګړي ډول مسؤلیت لري چې په خطرناکو سیمو کې لاندې اقدامات په دوو پړاوونو کې ترسره کړي:

  • -د سېلاب له راتلو مخکې، موږ کولای شو د خپلې سیمې د ژوند له تجربو څخه په ګټې اخیستنې، لکه د بې‌ساري باران په لیدلو سره خطر احساس وکړو او ځان چمتو کړو. د مشاهدې، له نورو سره د اړیکو او د رسنیو له لارې د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ له ځانه وپوښتئ چې آیا ستاسو کور، کارځای یا د ماشومانو ښوونځی د سېلاب له خطر سره مخ دی؟ که ځواب هو وي، نو باید ژر اقدام وشي؛
  • -د سېلاب له راتلو مخکې باید ځان د احتمالي خطر پر وړاندې چمتو کړو. دا چمتووالی کېدای شي د اړینو توکو برابرول وي لکه پاکې اوبه، وچ خواړه او کنسرو، اړین درمل، ټیلیفون، چارجر، د کورنۍ او ملګرو د اړیکو شمېرې او پته. همدارنګه باید له مخکې فکر وشي چې که اړتیا پېښه شي، کوم خوندي ځای ته ځئ؟ کومه لاره ده چې د بندېدو امکان یې شته؟
  • -د قیمتي توکو لکه سرو زرو، ګاڼو او مهمو اسنادو د انتقال په اړه فکر وکړئ. که یې له ځان سره وړلای نه شئ، نو خوندي ځای ورته پیدا کړئ چې هم له لاسرسي لرې وي او هم وچ پاتې شي. مثلاً مهم اسناد په پلاستیکي کڅوړو کې واچوئ تر څو لمده نه شي، او که امکان وي، ارزښتناک توکي د ودانۍ لوړو پوړونو ته انتقال کړئ.
  • -په یاد ولرئ چې باید هوښیار اوسئ او راتلونکی وسنجوئ؛ که د خطر احساس کوئ، ځنډ مه کوئ او خپل اړین توکي راټول کړئ، ځکه کله چې سېلاب راورسیږي او وضعیت بحراني شي، سم فکر او پرېکړه کول سختېږي.
  • -که د سېلاب په منځ کې یا د سېلاب ځپلې سیمې ته نږدې یاست، باید ژر پرېکړه وکړئ. که په کور کې یاست، ژر تر ژره برېښنا، ګاز او اوبه بندې کړئ او هڅه وکړئ لوړو سیمو ته وخېژئ.
  • -له سېلابه فاصله ونیسئ؛ هېڅکله په پلي توګه یا په موټر کې د سېلاب اوبو ته مه ننوزئ، ځکه تاسو نه شئ پوهېدای چې د اوبو ژوروالی څومره دی. ښايي اوبه لږې ښکاره شي، خو کېدای شي ځمکه ترې لاندې پرېمنځل شوې وي او ژورې کندې جوړې شوې وي.
  • -د سېلاب ځواک کم مه ګڼئ؛ تجربه ښيي چې د ۱۵سانتي‌متره ژور سېلاب انسان له ځان سره وړي، ۳۰سانتي‌متره سېلاب یو سپک موټر وړي، او ۴۰تر ۶۰سانتي‌متره سېلاب نیمه دروند موټر هم وړي. هغه ویډیوګانې چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې خپرېږي، همدا حقیقت ثابتوي.
  • -د موټر چلولو پر مهال، که له سېلاب سره مخ شوئ، بېرته وګرځئ او اوبو ته مه داخلېږئ؛ ځینې راپورونه ښيي چې نیمایي قربانیان ځکه مړه شوي چې سېلاب ته ننوتي دي.

د سېلاب له تېرېدو وروسته هم لاندې احتیاطي تدابیر مهم دي:

  • -ښايي د برېښنا مزي له ماتو ستنو راځوړند شوي او اوبو ته لوېدلي وي؛ اوبو ته ننوتل، که څه هم لېرې وي، خطرناک او وژونکی کېدای شي.
  • -سېلاب هر څه له ځان سره وړي؛ خطرناک کیمیاوي مواد، فاضلاب او نور ککړتیاوې کولای شي وژونکې وي.
  • -سېلاب کولای شي موږکان، ماران او نور زیان‌رسوونکي ژوي د خپلو ځایونو څخه وباسي؛ موږکان په ځانګړي ډول ماشومانو ته خطرناکې ناروغۍ لېږدولای شي.
  • -د څښاک او خوړو په اړه احتیاط وکړئ؛ ښايي د برېښنا د پرې کېدو له امله خواړه خراب شوي وي، حتا د دوکانونو دننه توکي هم. هغه خوراکي توکي چې له سېلاب سره تماس کې شوي وي، وغورځوئ، ځکه کېدای شي په فاضلاب یا نورو ککړو موادو ککړ وي.
  • -تر هغه چې محلي چارواکي او مرستندویان اجازه نه وي ورکړې، سېلاب ځپلو سیمو ته مه ننوځئ، ځکه ښايي د کورونو او سړکونو لاندې خاوره پرېمنځل شوې وي او د نړېدو خطر ولري.

په اوږدمهاله توګه، د سېلاب د خطر د کمولو لپاره اساسي اقدامات دا دي: د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول سېلابونو، پر وړاندې د افغانستان د خطرپذیرۍ اطلس جوړول؛ د خطر د کمولو موضوع د ښاري او کلیوالي پراختیا په ملي پلانونو کې شاملول؛ د اړتیاوو سره سم اغېزمن، مسؤل او ځواب ویونکې ادارې جوړول؛ د مسؤلیتونو د ټاکلو او د ادارو ترمنځ د همغږۍ لپاره قوانین او پالیسۍ جوړول؛ د نوې ټېکنالوژۍ په کارولو سره د وختي خبرتیا سیستمونه رامنځته کول؛ د اوبو او سېلاب مدیریت په زیربناوو کې پانګونه کول؛ او د ښوونیزو بنسټونو په نصاب کې د طبیعي پېښو پېژندنه او د خطر کمول شاملول او خلکو ته عامه پوهاوی ورکول. دا ټول هغه اساسي دندې دي چې په معاصره نړۍ کې د دولتونو له مهمو مسؤلیتونو څخه ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

متحده عربي اماراتو ۹۶ ټنه طبي مرسته افغانستان ته ولېږله
۱

متحده عربي اماراتو ۹۶ ټنه طبي مرسته افغانستان ته ولېږله

۲

راحله دوستم: ازبک محصل د ازبکي خولۍ په سر کولو له امله د ندا محمد ندیم له لوري توهین شوی

۳

د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تیز باران او سیلابونو وړاندوینه شوې

۴

طالبانو په هرات کې د مانتو اغوستونکو ښځو ځورونه زیاته کړې ده

۵
ځانګړی راپور

د امریکا، اسراییل او ایران جګړه؛ د ایران ۵۲ وژل شوي چارواکي څوک دي؟

•
•
•

نور کیسې

د کنټرول شوې ناامنۍ هیله؛ ایا د اورمچي مذاکرات کومه عملي نتیجه لرلی شي؟

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې، چې په وروستیو کې د خونړیو بریدونو، سرحدي نښتو او سیاسي تورونو له امله سختې ترینګلې شوې وې، یو ځل بیا د خبرو مېز ته راګرځېدلې دي؛ مګر ښکاري چې دا مذاکرات به عملي نتیجه ونه لري.

دا ځل د چین په منځګړیتوب ترسره شوې خبرې د یو بشپړ او بنسټیز توافق پر ځای د “احتیاطي تفاهم” هیله څرګنده شوې، یو داسې تفاهم چې د کړکېچ د کمولو هڅه کوي، خو د حل ژمنه نه کوي.

دا پرمختګ په لومړي نظر مثبت ښکاري، خو ژور تحلیل ښيي چې د دې اړیکو ستونزې لا هم بنسټیزې، پېچلې او تر ډېره حل‌ناشونې پاتې دي.

د ډېپلوماتیکو سرچینو په وینا، دا خبرې پر درې مهمو محورونو راڅرخېدلې: امنیت، سیاست او اقتصاد.

د ټي ټي پي لانجه

امنیتي بحث د خبرو اصلي محور و. پاکستان پر دې ټینګار کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) فعالیتونه چې اسلام‌اباد یې له افغانستان سره تړي، باید مهار شي. د پاکستان دریځ دا دی چې د افغانستان خاوره د دې ډلې لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول کېږي.

په مقابل کې طالبانو یو نسبتاً محتاط خو مهم دریځ خپل کړی. دوی چمتووالی ښودلی چې په لیکلې بڼه به ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د ټي ټي پي پر ضد نه کارول کېږي؛ خو په عین حال کې یې یو مهم شرط ایښی:
طالبان وايي چې د پاکستان دننه د ټي ټي پي کنټرول د دوی له واکه بهر دی او دا د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده.

همدا ټکی د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف اصلي ریښه بلل کېږي، پاکستان د ډېورنډ هاخوا د ګواښ خبره کوي او طالبان یې دننه ستونزه ګڼي.

سیاسي باور، مشروعیت او فشارونه

سیاسي اړخ د دې خبرو بل مهم بعد و. طالبان هڅه کوي ځان د یو مسوول حکومت په توګه وښيي، چې له ګاونډیو سره د تعامل وړتیا لري. د پاکستان لپاره هم دا خبرې د دې فرصت برابروي چې د سیمه‌ییزو فشارونو تر سیوري لاندې خپله امنیتي اندېښنه مطرح کړي؛ خو اصلي ستونزه دلته د باور نشتوالی دی.

پاکستان پر طالبانو شک لري چې د ټي ټي پي پر وړاندې کافي اقدام نه کوي او طالبان باور لري چې پاکستان د فشار د وسیلې په توګه دا موضوع کاروي.

دا بې‌باوري یوازې سیاسي نه ده؛ بلکې تاریخي، استخباراتي او حتا ایدیولوژیک اړخونه هم لري.

پرانیستې لارې، تړلې محاسبې

اقتصادي موضوع هم د خبرو مهمه برخه وه. پاکستان موافقه ښودلې چې د سوداګرۍ لپاره به د ډېورنډ کرښې لارې پرانیستې وساتي، څو د سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي ثبات لړۍ ونه درېږي.

خو دا ژمنه مطلقه نه ده. پاکستان دا شرط ایښی چې که امنیتي وضعیت خراب شي، نو دا لارې بیا تړل کېدای شي.

په بل عبارت، اقتصاد دلته د فشار او امتیاز دواړو وسیله ده.

ایا دا خبرې عملي نتیجه لري؟

په دې خبرو کې د چین حضور یوازې یو ساده منځګړیتوب نه دی. چین د تضمین کوونکي رول منلی، څو د دواړو خواوو ژمنې وڅاري او د باور فضا رامنځته کړي.

خو تر دې شا یوه لویه ستراتیژي هم پرته ده.

چین غواړي په سیمه کې ثبات وساتي، ځکه چې د دغه هېواد اقتصادي پروژې لکه د سیمې اتصال او سوداګریز دهلېزونه له امنیتي وضعیت سره مستقیم تړاو لري.

له همدې امله، چین هڅه کوي د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر یوې اندازې کنټرول کړي، څو کړکېچ په بشپړ بحران بدل نه شي؛ مګر بیا هم احتیاط کوي او ژور فشار نه واردوي.

د دې مذاکراتو د محتاط ماهیت څو مهم لاملونه لري؛ تر هیڅ واضح میکانیزم نشته چې څنګه به د ټي ټي پي مهار عملي کېږي، بحث موارد تر ډېره عمومي دي، نه مشخص، باور نشته چې دواړه خواوې به پر خپلو ژمنو عمل وکړي، ټولې ژمنې مشروطې دي؛ نو ځکه دا تفاهم د حل پر ځای د “وخت اخیستلو” هڅه ښکاري.

دا مذاکرات یوازې د پیغام رسولو په موخه دي، ځکه ډېر ټیټ پوړي استازي پکې ګډون کوي. په دې مذاکراتو کې لوړپوړي وزیران یا اصلي تصمیم نیوونکي شامل نه دي. د طالبانو پلاوی یوازې تخنیکي استازي لري — د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع، او استخباراتو ټیټ رتبه چارواکي پکې د مذاکراتو استازیتوب کوي..

دوی نه شي کولی وروستۍ پرېکړه وکړي. یوازې د خبرو اورېدنه، یادښت اخیستل، او د خپلو مشرانو د پیغامونو رسولو واک لري. حتا دوی کندهار ته هم په مستقیم ډول پیغام نه شي رسولی مجبور دي چې لومړی کابل او بیا د کابل له خوا لوړپوړي طالبان کندهار ته پیغام ورکړي.

کټ مټ دا مساله د پاکستان پر پلاوي هم د تطبیق وړ ده، هلته هم د پاکستاني لوري استازیتوب ټیټ رتبه چارواکي کوي چې د پرېکړې صلاحیت نه لري.

له دې امله، د ژر توافق او عملي پایلې تمه، واقع‌بینانه نه ده.

د دواړو ترمنځ تر ټولو ستر خنډ د تحریک طالبان پاکستان مساله ده.

پاکستان غواړي چې طالبان دا ډله کنټرول کړي یا یې ختمه کړي، خو طالبان وایي چېټي ټي پيد دوی تر بشپړ واک لاندې نه ده.

دا تضاد څرګندوي چې اصلي امنیتي مسایل د سیاسي مذاکراتو له ځواک نه لوړ دي.

پاکستان له یوې خوا په خبرو کې ښکاروي چې سوله غواړي، خو له بلې خوا یې ستراتیژي د فشار، کنټرول شوې ناامنۍ، او د طالبانو د ګامونو مدیریت دی.

یعنې: اسلام‌اباد غواړي چې د افغانستان له خاورې د ګواښ کچه راکمې شي، خو په داسې توګه چې خپل امنیتي او سیمه‌ییز اهداف یې خوندي پاتې شي.

دا “کنټرول شوې ناامني” — یعنې جګړه یا ناامني بشپړه نه وي، خو د خپلواکې پرېکړې او فشار له لارې مدیریت کېږي — د پاکستان اوږدمهاله ستراتیژي ده.

په عمل کې د پاکستاني طالبانو تحریک بشپړ له منځه وړل تقریباً ناممکن دي؛ مګر د پاکستان اساسي غوښتنه همدغه ده.
ټي ټي پي یوازې یو نظامي جوړښت نه دی، بلکې یوه ایډیالوژیکه شبکه ده چې په قبایلي سیمو کې ریښې لري، پټنځایونه یې خوندي دي، او د فشار په وړاندې بېلابېلې فرعي څانګې راپورته کېدای شي.

حتا که طالبان پرې فشار راوړي، دا ډله به هم ووېشل شي یا نورې سخت‌دریځې ډلې به راپورته شي، نه دا چې په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي.

خو پاکستان غواړي:امنیتي تضمین موجود وي او هېڅ برید ونه شي.

طالبان غواړي:
پر نورو جهادي ډلو ښکاره جګړه ونه کړي او خپل داخلي مشروعیت وساتي.

که طالبان د پاکستان غوښتنې ومني، خپل مشروعیت له خطر سره مخ کوي. که یې ونه مني، له اسلام‌اباد سره یې اړیکې خرابېږي.

یعنې دواړه خواوې د داسې څه غوښتنه کوي چې عملي کول یې د مقابل لوري لپاره سیاسي زیان دی.
بلخوا چین یوازې منځګړیتوب کوي او ژور سیاسي فشار نه راوړي؛ یوازې هڅه کوي چې خبرې روانې وساتي او سیمه‌ییز بحران کنټرول شي.

په ټوله کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ خبرې د یو بنسټیز بدلون نښه نه ده، بلکې د کړکېچ د مدیریت هڅه ده.

دا خبرې ښيي چې دواړه خواوې نه غواړي اړیکې بشپړې پرې کړي، خو په عین حال کې نه شي کولی خپلې بنسټیزې ستونزې حل کړي.

تر هغه چې د ټي ټي پي مساله حل نه شي، د باور فضا رامنځته نه شي او دواړه خواوې پر یو ګډ تعریف سره سلا نه شي؛ نو دا ډول “احتیاطي او ټیټ رتبه مذاکرات” به دوام وکړي، خو پایلې به یې محدودې، موقتي او ناپایداره وي.

په بل عبارت، دا یوه داسې معادله ده چې تر اوسه یې حل نه دی موندل شوی او ښايي په نږدې راتلونکې کې هم حل نه شي.

له بن لادن نه تر محمد رحیم پورې؛ د طالبانو « د یرغمل نیونې» د ډیپلوماسۍ زوال

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۰ GMT+۱
•
رضا فرزام

طالبانو داسې مهال ډنیس کوییل خوشې کړ، چې د امریکا متحده ایالاتو سیاسي، رسنیز او ډیپلوماټیک فشارونه په څرګند ډول زیات شوي وو. واشنګټن دا اقدام «د سمې لار پر لور یو ګام» وباله، خو په ورته وخت کې یې ټینګار وکړ چې دا بدلون هېڅکله هم د کړکېچ د پای معنا نه لري.

حقیقت دا دی چې د دې ازادۍ سره سره، لږ تر لږه درې امریکايي وګړي، له هغې ډلې یې محمود شاه حبیبي او پل اوربي، لا هم د طالبانو په بند کې دي یا یې برخلیک نامعلوم دی. همدا موضوع ښيي چې د یرغمل شوو کسانو مسئله یوه لنډمهاله پېښه نه ده، بلکې د طالبانو او د امریکا ترمنځ د اړیکو د یوې ژورې او جوړښتي ستونزې برخه ده.

په دې چوکاټ کې، محدودې ازادۍ زیاتره د یوې مدیریت شوې او پړاو په پړاو پروسې د برخې په توګه درک کېدای شي، نه د وروستي حل نښه. په ځانګړي ډول د محمود حبیبي په قضیه کې، چې طالبان یې نیونه ردوي، دا دوسیه لا پېچلې شوې او د رسمي روایتونو او میداني واقعیتونو ترمنځ واټن یې لا روښانه کړی دی.

له اسامه بن‌لادن څخه تر محمد رحیم پورې

وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بېرته واک ته ورسېدل، د بهرنیو اتباعو نیونه په تدریجي ډول په ځانګړي توګه د لویدیځ او په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې له یوې محدودې امنیتي کړنې څخه د دې ډلې په سیاسي کړنلاره کې یوه هدفمنده وسیله شوه.

طالبان دا نیونې د کورني قضایي بهیر په چوکاټ کې توجیه کوي، خو د تېرو څو کلونو تجربه ښيي چې دا اقدام په زیاتېدونکې توګه سیاسي کارکردګۍ پیدا کړې او د خبرو اترو یوه وسیله ګرځېدلې ده.

روښانه بېلګې یې د بشیر نورزي په بدل کې د مارک فریکس ازادياو نورې تړون شوې د بندیانو تبادلې، ښيي چې طالبان په ځینو مواردو کې له دې وسیلې د ملموسو امتیازاتو د ترلاسه کولو توان لري. همدغه تجربه د دې سیاست د دوام لپاره د طالبانو هڅونه لا پیاوړې کړې ده.

په دې منځ کې، د القاعده مهم غړی او د اسامه بن لادن نږدې کس محمد رحیم نوم د بندیانو د تبادلې په بحث کې بیا بیا راپورته کېدل ښيي چې طالبان غواړي دا وسیله په ستراتیژیکه کچه لوړه کړي. د هغه ساتنه په ګوانتانامو زندان کې له ۲۰۰۸ کال راهیسې، دا دوسیه د طالبانو او امریکا د غیرمستقیمو تعاملاتو یوه له مهمو کارتونو څخه ګرځولې ده.

دا تاریخي تړاو د طالبانو او القاعدې ترمنځ لا هم د نن ورځې په محاسباتو کې حضور لري او ښيي چې د یرغمل شوو کسانو قضیه یوازې انساني یا حقوقي مسئله نه ده، بلکې د سیمه‌ییز او نړیوالځواک یوه پیچلې لوبه ده.

طالبان او د برمته‌کوونکو له کارت سره ګران‌بیه لوبه

په هر حال، څرګندې نښې لیدل کېږي چې د دې وسیلې کارکردګي بدلېږي. په تېرو څو میاشتو کې، د امریکا متحده ایالاتو هڅه کړې چې د څو اړخیزې تګلارې په کارولو سره د طالبانو لپاره د یرغمل نیولو لګښت لوړ کړي.

د ډونالد ټرمپ په اداره کې امریکایي چارواکو طالبانو ته په څرګنده خبرداری ورکړی چې دا سیاست ودروي، که نه نو له جدي پایلو سره به مخ شي.

کابل کې د امریکا سفارت پخوانۍ مرستیاله انی فورزایمر، افغانستان انترنشنل سره په خبرو کې ویلي: د امریکا د جدي فشارونو په پام کې نیولو سره، طالبان به د نویو یرغمل نیولو لپاره هڅه ونکړي؛ خو کېدای شي لاهم پرېکړه ونه کړي چې پاتې یرغمل شوي کسان آزاد کړي، که دوی داسې وګڼي چې له دې کسانو کار اخیستلای شي څو د اړیکو د ښه کولو لپاره تړون ترلاسه کړي.

دا ارزونه ښيي چې که څه هم د دې وسیلې کارکردګي کمه شوې، خو لا هم د طالبانو له محاسباتو حذف شوې نه ده.

ډیپلوماټیک فشار او زیاتېدونکې انزوا

د امریکا یو له مهمو فشار محورونو څخه د نړیوالې کچې ډیپلوماټیک وسایل کارول دي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی په څو غونډو کې د افغانستان په اړه د طالبانو د یرغمل نیولو سیاست او د دوی کورني سیاستونه، په ځانګړي ډول د ښځو په وړاندې، په کلکه نیوکه کړې ده.

په یوه تازه مورد کې، امریکا افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ ماموریت د یو کلن تمدید مخه ونیوله او غوښتنه یې وکړه چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې د څرنګوالي بیاکتنه دېوشي؛ په پایله کې د یوناما ماموریت یوازې د درې میاشتو لپاره تمدید شو. دا اقدام د طالبانو سیاسي انزوا ډېروي او د افغانستان د تر ټولو لویې مرستندویه شبکې لپاره هم فشار رامنځته کوي.

همدارنګه، واشنګټن هڅه کړې چې د یرغمل شویو کسانو ازادي د طالبانو سره د هر ډول پراخ تعامل لپاره مخکې شرط وګرځوي. دغه سیاست په عملي توګه د اړیکو د عادي کولو لار یې بنده کړې او او طالبان یې له یوه سخت انتخاب سره مخامخ کړي دي: د یرغمل نیولو دوام او د لا انزوا منل، یا د لږ لګښت په بدل کې تعامل ته مخه کول.

اقتصادي فشار

د ډیپلوماټیکو فشارونو ترڅنګ، اقتصادي اهرم هم مهم رول لري. د بندیزونو دوام، د شتمنیو بندول او نړیوال مالي نظام ته د طالبانو لاسرسی محدودول، دا ډله له دوامداره فشار سره مخ کړې ده.

که څه هم د امریکا د مالیې وزارت د افغانستان د اقتصادي بشپړ سقوط د مخنیوي لپاره ځینې معافیتونه ساتلي، لکه د بشردوستانه مرستو برخه او د سویفټ مالي سیستم ته لاسرسی، خو دا معافیتونه ماتیدونکي دي او که د یرغمل نیولو سیاست دوام وکړي، بیا کتنه پرې کېدای شي. دغو معافیتونو په عملي توګه د تېرو شاوخوا پنځو کلونو په جریان کې د اقتصادي بشپړ سقوط مخه نیولې ده.

د دې مرستو بندیدل یا محدودېدل کولی شي د افغانستان بشري بحران په جدي توګه زیات کړي، په ځانګړي توګه دا چې امریکا په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان تر ټولو لوی مالي ملاتړی و او له ۲۰۲۱ وروسته هم د بشردوستانه مرستو او د اقتصادي سقوط مخنیوي کې یې مهم رول درلود. د دې ملاتړ کمول د میلیونونو افغانانو د بنسټیزو خدماتو لاسرسی محدودوي او د بې وزلۍ او خوړو ناامني خطر زیاتوي. په پایله کې، دا اقتصادي اهرم د طالبانو پر وړاندې یوه غیر مستقیمه، خو اغیزمنه وسیله ګرځي.

د دې فشارونو ترڅنګ، امنیتي انتخابونه که څه هم څنډه کې دي، خو لاهم د امریکا په محاسباتو کې شتون لري. د افغانستان انټرنشنل راپور پراساس، کابل ته د امریکایي پلاوي له سفر مخکې، د جورج ګلزمن د آزادۍ لپاره ټول ممکنه انتخابونه څېړل شوي و چې پکې د امریکا د ځانګړو ځواکونو، چې «ډیلټا فورس» نومېږي، د عملیاتو احتمال هم شامل و.

که څه هم دغه انتخابونه لږ عملي کېږي، خو د دغه پلان ښيي چې د یرغمل نیولو سیاست کولای شي له ډیپلوماسۍ او اقتصاد څخه بهر هم پایلې ولري او د امنیتي برخې سره هم اړیکه پیدا کړي. همدې علت د مخنیوي کچه لوړه کړې ده.

انی فورزایمر باور لري چې امریکا به په لنډمهاله کې د ډیپلوماټیکو فشارونو څخه وړاندې، د طالبانو پر ضد بېړني او شدید اقدامات نه ترسره کوي. د هغه په وینا، واشنګټن په دې پړاو کې د دې ډلې پر وړاندې د انتقادونو زیاتولو او د ډیپلوماټیکو فشارونو په سختولو تمرکز کوي.

د یرغمل نیونې ډیپلوماسي؛ د یوه سیاست زوال

په ټوله کې، که څه هم طالبان په تېرو کلونو کې د یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ له لارې ځینې موخې ترلاسه کړې، لکه د خپلو مهمو کسانو ازادي، خو اوسني شرایط ښيي چې د دې وسیلې کارکردګي کمه شوې ده.

د سیاسي او اقتصادي لګښتونو زیاتوالی، د امتیاز اخیستلو محدودوالی او د نړیوالې انزوا ټینګښت، ټول ښيي چې دا سیاست نور لکه پخوا ګټور نه دی.

په دې چوکاټ کې، د دنیس کوییل ازادي باید د دې تګلارې د بریالیتوب پر ځای د امریکا د متحده ایالاتو د زیاتېدونکي فشار نتیجه وبلل شي.

ښايي طالبان په داسې حالت کې وي چې د دې سیاست دوام نه یوازې د پام وړ ګټه نه ورکوي، بلکې د فشار زیاتوالی، د ډیپلوماټیکو انتخابونو محدودیدل او د نړیوالې انزوا ژوروالی هم رامنځته کوي.

په دې شرایطو کې، «د یرغمل نیونې ډیپلوماسي» له یوې وسیلې د امتیاز اخیستلو څخه یوه ستراتیژیک لګښت ته بدلېږي، چې کولی شي د طالبانو راتلونکی تعامل له نړۍ سره هم اغېزمن کړي.

همدارنګه، د امریکا متحده ایالاتو یو بل مهم ګام هم اخیستی او د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړی چې په کې د بهرنیو اتباعوپه ځانګړي ډول امریکايي اتباعو «ناقانونه او خپل سري نیونې» په سیستماتیک ډول ترسره کېږي. دا اقدام یوازې سیاسي موقف نه دی، بلکې پراخې حقوقي او ډیپلوماټیکې پایلې لري.

په داسې یوه لېست کې شاملیدل د طالبانو نړیوال مشروعیت نور هم کمزوری کوي او د نورو محدودیتونو لپاره زمینه برابروي، لکه هدفمند بندیزونه، د سفر محدودیتونهاو دملګرو ملتونو سازمان په څېر سازمانونو کې څو اړخیزه فشارونه راوړل.

سربېره پر دې، دا طبقه‌بندي له افغانستان سره د شرکتونو، بشردوستانه بنسټونو او بهرنیو پانګه‌والو تعامل هم خورا محدودوي، ځکه د داسې نظام سره د همکارۍ حقوقي او اعتباري خطرونه زیاتوي.

په پایله کې، د امریکا دا اقدام د طالبانو د برمته‌کولو دیپلماسي د چڼې وهلو وسیلې څخه په هغه عامل بدلوي چې د هغوی انزوا او بنسټیز لګښتونه لا پسې زیاتوي.

ریاض د ایران تر سختو بریدونو لاندې؛ اسلام‌اباد ولې د سعودي دفاع ته زړه نه ښه کوي؟

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

پر ایران د امریکا او اسراییل د هوايي او توغندیزو بریدونو له پیل څخه نږدې یوه میاشت تېره شوې ده او جګړه ورځ تر بلې سیمه ییز او نړیوال ابعاد خپلوي. سعودي عربستان چې د ایران تر بریدونو لاندې دی، له پاکستان سره دفاعي تړون لري، خو تر اوسه پاکستان د سعودي دفاع ته زړه نه دی ښه کړی.

د راپورونو له مخې، ایران نه یوازې د اسراییل پر هدفونو بریدونه کړي، بلکې په خلیجي هېوادونو، په ځانګړي ډول په سعودي عربستان باندې یې د ډرونونو او توغندیو بې‌ساري بریدونه هم کړي دي.

د مارچ میاشتې په لړ کې پر سعودي ګڼ بریدونه ثبت شوي چې په ځینو کې لسګونه ډرونونه او توغندي شامل وو، لکه د شاهبه، ریاض او نورو سیمو پر اساسي تاسیساتو د ایران بریدونه چې ډېر ځله یې د سعودي د دفاعي سیستم له لوري مخه نیول شوې ده.

په همدې حال کې پاکستان د سعودي، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه دی او ځان د منځګړیتوب رول لوبوونکی معرفي کوي. اسلام‌اباد اعلان کړی چې د ایران او امریکا د خبرو کوربه توب ته تیار دی، خو ځینې اسراییلي چارواکي دا د پاکستان هڅه بولي چې غواړي ځان مهم وښيي.

ایا پاکستان د سعودي د دفاع تړون مات کړی؟

پاکستان او سعودي عربستان د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر پر ۱۷مه د ستراتیژیک دفاعي تړون لاسلیک کړی و، چې په هغه کې واضح راغلي: «پر یو هېواد برید پر دواړو برید ګڼل کېږي.»

دغه تړون د ګډ امنیتي چوکاټ په توګه تعریف شوی، خو د ناټو د پنځم اصل په څېر بېړنۍ پوځي مداخله نه تضمینوي.

په قانوني لحاظ، د تړون متن پاکستان ته دا امکان ورکوي چې د مستقیمو پوځي عملیاتو پر ځای سیاسي او استخباراتي همکاري وړاندې کړي؛ نو ځکه پاکستان په حقوقي معنا د تړون سرغړونه نه ده کړې؛ ځکه تړون «فوري پوځي اقدام» شرط نه پر ځای کوي؛ خو که غوښتنه وشي پاکستان د تړون له مخې مکلف دی چې همکاري وکړي.

مګر بیا هم اساسي بحث دا دی چې سعودي تر سختو بریدونو لاندې دی، نو ولې پاکستان پوځي مرسته نه ده کړې؟

پاکستان ولې جګړې ته نه داخلېږي؟

پاکستان له ایران سره ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، چې د بلوچستان ناامني پکې اصلي ستونزه ده. جګړې ته داخلېدل به په کور دننه امنیتي بحران نوره هم سخت کړي. دا موضوع په سیمه‌ییزو شنل شویو راپورونو کې هم تکرار شوې چې پاکستان په هر قیمت هڅه کوي د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي.

دویمه مساله په پاکستان کې د شیعه وګړو د پام وړ نفوس موجودیت د دې سبب ګرځي چې د ایران پر ضد ښکاره پوځي جګړه له کورني مذهبي ټکر سره مل شي. له همدې امله اسلام‌اباد هر ګام په ډېر احتیاط اخلي.

درېیم اړخ اقتصادي کړکېچ دی او پاکستان دا مهال له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. جګړه، په ځانګړي ډول له ایران سره مخامخ ښکېلېدل د پاکستان د اقتصادي چوکاټ له وسه پورته ده، که مخامخ جګړې ته داخلیږي نو د پاکستان اقتصاد دړې وړې کېدی شي.

په سیمه کې د پاکستان بوختیاوې، په ځانګړي ډول له افغان طالبانو سره کړکېچ، اسلام‌اباد ته دا جواز ورکوي چې سعودي ته ووايي: «موږ په خپله هم په یوه شخړه کې ښکېل یو.»

او پاکستان له یوې خوا د سعودي، امریکا او چین مهم ملګری دی او له بلې خوا نه غواړي د ایران له سخت غبرګون سره مخ شي. د همدې لپاره اسلام‌اباد هڅه کوي متوازن دریځ وساتي.

نو ولې پاکستان د سولې منځګړیتوب کوي؟

که څه هم د منځګړیتوب هڅې د اسراییل له خوا د خندا وړ بلل شوي او ویلي یې دي چې پاکستان غواړي ځان مهم وښيي، خو پاکستان د منځګړیتوب درې اساسي هدفونه لري:

۱. ځان د جګړې له تاوتریخوالي څخه ژغورل: اسلام‌اباد غواړي د جګړې پر ځای د سولې سیمه ییزه څېره ولري او که په جګړه کې ښکېل شي نو تاوانونه یې درانه دي.

۲. د سعودي د توقعاتو پر وړاندې نرم دریځ: پاکستان چې د مستقیم پوځي ملاتړ توان نه لري، غواړي سعودي ته دا بدیل وړاندې کړي: «موږ جګړې ته نه ځو، خو په سوله کې مرسته کوو.»

۳. د سیمه‌یز دیپلوماتیک وزن لوړول: د امریکا او ایران له خوا د خبرو اترو د کوربه توب وړاندیز پاکستان ته د سیمه‌یز اهمیت احساس ورکوي؛ خو اسراییلي چارواکي دا د پاکستان د ځان مهم ښودلو هڅه بولي. همدا لامل دی چې ښايي د پاکستان د منځګړیتوب هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ شي.

پاکستان په داسې تاریخي پړاو کې ولاړ دی چې هر ګام یې ستر ستراتيژیک عواقب لري. که جګړې ته داخل شي، د ایران غبرګون یې پوله او اقتصاد ویجاړولی شي. که سعودي عربستان ته شا کړي، ریاض به یې د پراخو مالي او سیاسي فشارونو لاندې راولي او که بې‌طرف پاتې شي، د دواړو هېوادونو په نظر د تړون وزن کمېږي او په اینده کې پر پاکستان نړۍواله بې باوري زیاتیږي.

خو وروستۍ نتیجه لا هم بشپړه معلومه نه ده، دا به په راتلونکو اونیو کې څرګنده شي چې دغه تګلاره به اسلام‌اباد د یوې خطرناکې سیمې له اوره وباسي که نه؟ او که امریکا له پاکستان نه په جګړه کې ښکېلېدل غواړي د پاکستان دریځ به څه وي؟

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اختر د اوربند پای

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۲ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

د مارچ پر اتلسمه پاکستان او افغانستان د وړوکي اختر په تړاو موقتي اوربند اعلان کړ. که څه هم دا اوربند د پاکستان هوايي بمباریو درولو پورې محدود و، په ډېرو ځایونو کې ځمکنۍ جګړې روانې وې. کونړ او نورستان کې پاکستان د خپلو مرموزو اهدافو لپاره د سیمو نیولو په موخه جګړو ته ادامه ورکړې.

له کورمې سره هم په کرښه باندې شخړې روانې وې، خو دې سره سره اوربند هم وشو، وړومبی پاکستان د افغانستان په ضد د خپلو جګړه‌ییزو عملیاتو د اتلسم او نولسم مارچ د نیمې شپې نه تر د درویشتم او څلیرویشتم مارچ تر نیمې شپې پورې د درولو اعلان کړی و چې ورپسې د طالبانو امارت هم دغه اوربند منلی و، خو بیا هم پاکستان د اوربند د پای ته د رسېدو او د جګړه‌ییزو عملیاتو د بیا پیلولو اعلان د مارچ په پنځویشتمه نېټه په ځای د مارچ په شپږویشتمه نېټه وکړ.

په اسلام‌اباد کې ځینې سیاسي شنونکي په دې نظر دي چې چون د اختر په ورځو کې دا احتمال پیدا شوی و چې د امریکا او ایران د حکومتونو استازي به اسلام‌اباد ته د خپل منځني ختیځ جګړې د پای ته د رسولو په موخه د خبرو اترو لپاره درومي نو پاکستان بغیر د کوم رسمي اعلان نه له افغانستان سره جګړه کې خپل اوربند لږ څه غځول غوښتل، خو اوس چې دا خبره معلومه شوه چې د امریکا او د ایران د حکومتونو استازي پاکستان ته د مخامخ خبرو لپاره نه راځي او د امریکا او ایران تر منځ غیر مستقیمې خبرې اترې به د پاکستان، ترکیې او مصر په استازولۍ په مخ ځي نو د پاکستان د خارجه چارو د وزارت ویاند طاهر اندرابي د مارچ په شپږویشتمه نېټه د پاکستان د حکومت له خوا له افغانستان سره د اختر د ورځو لپاره اعلان شوي اوربند د پای ته رسولو او «غضب للحق» په نوم خپل جګړه‌ییز عملیات یو ځل بیا د پیلولو اعلان وکړ.

البته اندرابي دا هم وویل چې دا عملیات به په افغانستان کې د ترهګرو د پټځایونو په ضد هدفي عملیات وي، داسې ښکاري چې د کابل په یوه روغتون باندې په هوايي برید کې د سلګونو مریضانو د وژلو نه د پام اړولو لپاره یې لنډ اوربند وکړ او دا دی زر یې بیا خپل کار پیل کړ.

جالبه خبره دا ده چې د پاکستان پوځ د تېرې یوې لسیزې نه زیات وخت کې په پښتونخوا کې د تروریزم په ضد د استخباراتي اطلاع په اساس په اصطلاح هدفي عملیات تر سره کوي، علت یې دا دی چې د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو پنځلس کلونو کې د پښتونخوا د ولس اکثریت د ترهګرۍ په ضد د تش په نوم عام و تام پوځي عملیاتو کې دومره مرګ او تباهي لیدلې وه چې اوس هغوی د عام و تام پوځي عملیاتو په کلکه مخالف شوي دي.

په بلوچستان کې هم دغه مسئله ده او دوی عین کار د ډېرو کلونو راهیسې په بلوچستان کې هم کوي، چې دا پالیسي اوس تقریباً په دایمي پوځي عملیاتو بدله شوې ده او هېڅ پای نه لري، خو سوال دا پیدا کېږي چې ایا پاکستان همدغه د دوامدار جنګ پالیسي د ډیورنډ کرښې وراخوا په افغانستان کې هم پلی کول غواړي؟

یعنې په افغانستان باندې د طالبانو ورتپل د دوی د پلان لومړۍ مرحله وه، په دغه مرحله کې د طالبانو په وسیله د افغانستان اساسي قانون، دولتي نظام، اقتصاد او فرهنګي چوکاټ له منځه یوړل شو، د هېواد د نیم نفوس یعنې د ښځو نقش د ژوند د ټولو اړخونو څخه محوه کړای شو، د نجونو معارف وتړل شو او د هغې نه وروسته اوس په دویمه مرحله کې د دغه غیر مشروع او منزوي واکمنۍ د ضعف نه په استفادې سره پاکستان د پوځي یرغل له لارې د افغانستان د اداره کولو کار په خپل لاس کې اخستلو په لټه کې دی او غواړي چې په افغانستان کې هم هغوی حکومتونه داسې په خپله خوښه ردوبدل کړي لکه څنګه چې دوی پاکستان کې ملکي حکومتونه کېنوي او بیا یې لرې کوي، تر څو هر یو حکومت د دوی لاسپوڅی وي.

له یوې خوا پاکستان په افغانانو باندې د ډیورنډ د کرښې د نه پېژندلو ځان په قهر ښيي او له بلې خوا د پنځه څلوېښت کاله راهیسې پاکستان په دې کرښه بغیر د ویزې او پاسپورټ نه اوړي او افغانستان کې یو نا اعلان شوی جنګ کوي.

جالبه خبره دا ده چې پاکستان په افغانستان کې بمباردونه په دې نوم کوي چې ګواکې هلته د ټي ټي پي پټ ځایونه په نښه کوي، خو په عمل کې یې تر اوسه زیاتره د ماشومانو او د ښځو په ګډون په سلګونو ملکي خلک وژلي دي، او بلې خوا ته یې هسې خو ټي ټي پي په ټوله پښتونخوا کې پرې ایښې ده خو ۱۳/۱۲ ضلعې خو یې بیخي د ټي ټي پي واکدارۍ ته پرېښې دي. په دې کې زیاتره د پښتونخوا جنوبي ضلعې لکه خیبر، اورکزۍ، کورمه، کرک، لکي مروت، ټانک، ډېره اسماعیل خان، شمالي او جنوبي وزیرستان شامل دي.

د پاکستان واکدارانو تل د نړۍ د ابر قدرتونو د شخړو نه د خپلو ګټو لپاره استفاده کړې ده.

پخوا پاکستان د شوروي اتحاد په ضد د غربي ځواکونو سره ولاړ و او د افغانانو/پښتنو په وینه اټومي ځواک شو او ملیاردونه ډالر یې وګټل خو اوس هغه دواړه غاړې وهي، یعنې امریکا او چین دواړو ته بچي په غیږ کې ورکوي، په افغانستان کې د اوسنیو پوځي عملیاتو په لړ کې امریکا ته وایي چې دغه بریدونه په طالبانو باندې د امریکا په ګټه د فشار اچولو لپاره کوي خو بلې خوا ته چین ته سینه ډبوي چې ګواکې هغه په افغانستان کې اوسني عملیات د تروریزم د له منځه وړلو لپاره کوي څو په پاکستان او په سیمه کې د چین د تجارتي کورېدورونو د جوړولو لپاره مساعده وضع منځ ته راولي.

د طالبانو او چین تر منځ ارتباط پاکستان د ډېر پخوا نه هغه وخت جوړ کړی و چې طالبان د پاکستان په پټو ځایونو کې اوسېدل. اوس یو مهم سوال دا هم دی چې پاکستان په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې مصارف له کومه کوي ځکه چې خپله د پاکستان د دیوالي کېدو په غاړه ولاړ اقتصاد خو د دغو مصارفو توان نه لري.

پر زده کړو د طالبانو بندیزونه او د افغانستان تیاره راتلونکی

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT
•
محبوب‌ شاه محبوب

که د طالبانو له لوري پر نجونو او ښځو د زده کړو بندیزونه نه وای لګول شوي، نن به افغانستان د یو بل واقعیت شاهد و. یوازې په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې به شاوخوا ۱۱۳ زره او ۹۰۸ نوې ښځینه ډاکترانې، انجینرانې، ښوونکې، روانپوهانې او د نورو علومو فارغانې د کار بازار ته داخلې شوې وای.

همدارنګه، که د نجونو پر مخ د منځنیو زده کړو دروازې نه وای تړل شوې، نن به افغانستان نږدې یو میلیون له دولسم ټولګي فارغې نجونې لرلی.

د نړۍوالو ادارو لکه یونسکو، یونېسف او ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو محرومې شوې دي، چې له دې ډلې نږدې یو میلیون یې هغه وې چې کولی شول په همدې موده کې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

د افغانستان پرون

تر ۲۰۲۱ کال پورې، افغانستان د زده کړو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی و. د رسمي شمېرو له مخې، شاوخوا ۸.۷ میلیونه زده کوونکي، نجونې او هلکان، په ښوونځیو کې شامل وو.

په دې موده کې د ابتدايي زده کړو په کچه د نجونو ګډون په چټکۍ سره لوړ شوی و. تر ۲۰۲۱ پورې، نجونو د ابتدايي زده کوونکو شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوله. د ۲۰۲۱ کال احصایې ښيي چې په لوړو زده کړو کې له ۱۱۰ زرو ډېرې ښځینه محصلینې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې شاملې وې، د وروستیو دوو کلونو احصایې ته په پام سره هر کال په اوسط ډول له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ پوررې نجونې د بورسونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره تللې.

دا هر څه د یوه داسې افغانستان نښې وې چې ورو - ورو د علم، مهارت او تخصص پر لور روان و.

د زده کړو دغه بهیر دا تضمین ایجاد کړی و، چې افغانستان به تر ۲۰۲۴ کال پورې نېږدې باسواده ټولنه ولري.

د نن تیاره کړی شوی سبا

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، د زده کړو دا بهیر په ناڅاپي ډول ودرېد. افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې پکې د نجونو پر مخ د ثانوي او لوړو زده کړو دروازې په رسمي ډول تړل شوې دي. دا هېښوونکی خبر دی چې واکمن درته ووايي ته نه شې کولی پوه شې او د زده کړو حق نه لرې.

د یونېسف د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي. شاوخوا ۲.۵ میلیونه د ښوونځي‌عمر نجونې (نږدې ۸۰ سلنه) له زده کړو محرومې دي. د ابتدايي زده کړو شمولیت هم راټیټ شوی، ځکه نجونې نور دوام نه شي ورکولی. د زده کړو کیفیت خراب شوی، یونسکو وایي، چې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د ارزونو له مخې، له ۹۰٪ ډېر لس کلن ماشومان ساده متن په سمه توګه نه شي لوستلای.

تعلیمي که ټولنیز بحران

د نجونو له زده کړو محرومول یوازې د تعلیم موضوع نه ده؛ دا د ټولنې پر جوړښت مستقیمه اغېزه لري.

نړۍوال راپورونه ښيي، چې دا مهال په افغانستان کې د ماشومانو کار او شاقه مزدوري زیاته شوې. د کم عمر ودونو خطر لوړ شوی. کورنۍ د اقتصادي فشار له امله خپلې لوڼې له زده کړو باسي او په راتلونکي کې به افغانستان د متخصصو کادرو له شدید کمښت سره مخ شي—په ځانګړي ډول د طب، انجینرۍ او ټېکنالوژۍ په برخو کې چې اوس هم د حس کېدو وړ ده.

خو اساسي مساله دا ده، چې زده کړه یوازې د کتاب او ټولګي نوم نه دی؛ دا د یوه نسل د فکر، اقتصاد او راتلونکي بنسټ دی؛ خو کله چې دا بنسټ قصداً ونړول شي، پایله به یې یوه داسې ټولنه وي چې بې سواده، محتاجه او له نړۍ پاتې وي.

نو پوښتنه دا ده:
څوک د یو باسواده افغانستان مخه نیسي؟ او ولې د افغانانو د سبا ساه تنګوي؟