• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پولیسو د عمران خان درې خویندې نیولې دي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۲۳ GMT+۱

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړو له‌ زندانه د یاد ګوند د بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون په موخه د اډیاله زندان مخته احتجاج وکړ؛ خو دغه احتجاح هغه مهال پای ته ورسېد، چې پولیسو د یاد ګوند د ځینو مشرانو او نورو غړو په ګډون د عمران خان درې خویندې ونیولې.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند له وړاندې د دغه احتجاح اعلان کړی و؛ خو د پاکستان حکومت پر احتجاجونو بندیز او د یاد هېواد د قانون ۱۴۴مې مادې د تطبیق اعلان وکړ. له بل پلوه د تحریک انصاف ګوند د پاکستان حکومت له‌خوا د یاد ګوند د مشرانو او غړو پر ضد عملیات غندلي او ويلي یې دي، چې د دوی پر ضد له زوره کار اخیستل شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان تر دې وړاندې له زندانه د نوموړي او د هغه د مېرمنې بشرا بي‌بي د خلاصون لپاره د یاد ګوند پر غړو او پلویانو غږ کړی و، چې د احتجاج لپاره سړکونو ته راووځي.
عليمه خان د تېرې سې‌شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، عمران خان له روغتیايي ستونزو سره مخ دی چې دې مسلې دوی سخت اندېښمن کړي دي. نوموړې ټينګار کړی و، چې د عمران خان درملنه دې په شفا نړۍوال روغتون کې ترسره شي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

ایران د امریکا له مشروط اوربند سره هوکړه وکړه

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
ایران د امریکا له مشروط اوربند سره هوکړه وکړه
100%

د ایران د ملي امنیت عالي شورا په یوه اعلامیه کې د ډونالډ ټرمپ د دوو اوونیو اوربند هوکړه تایید کړې چې د پاکستان په منځګړیتوب ترسره شوې ده. یادې شورا ویلي چې دایمي هوکړې ته د رسېدو لپاره به خبرې اترې په اسلام‌اباد کې د تهران د لسو مادو د طرحې پر بنسټ ترسره شي.

په همدې حال کې سي‌اېن‌اېن د سپینې ماڼۍ د یوه رسمي چارواکي له قوله لیکلي چې اسراییل هم د ایران د حکومت او امریکا ترمنځ له لنډمهاله اوربند سره هوکړه کړې ده.

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی و چې د اوربند منل د «هرمز تنګي بشپړ، سمدستي او خوندي پرانیستل کېدو» پورې تړلي دي، په دې اعلامیه کې «د هرمز له تنګي څخه کنټرول شوی تګ راتګ د ایران د وسله‌والو ځواکونو په همغږۍ» د تهران د لس مادو په طرحه کې د یوه شرط په توګه یاد شوی دی.

د دې طرحې نور شرطونه دا دي: «د مقاومت د محور پر ټولو برخو د جګړې پای ته رسول، له سیمې څخه د امریکا د جګړه‌ییزو ځواکونو وتل له ټولو اډو او ځایونو څخه، په هرمز تنګي کې د خوندي تګ راتګ لپاره داسې کړنلاره جوړول چې د شوې هوکړې له مخې د ایران واکمني تضمین کړي، د ایران ټولو زیانونو بشپړ تاوان ورکول د ارزونو له مخې، د ټولو لومړنیو او ثانوي بندیزونو او د څارونکو شورا او امنیت شورا پرېکړه‌لیکونو لغوه کول، د ایران ټول کنګل شوي شتمنۍ او پانګې چې په بهر کې دي ازادول، او په پای کې په یوه الزامي پرېکړه لیک کې باید د دا ټول موارد د امنیت شورا له لوری تصویب شي».

په دې اعلامیه کې دا ټینګار هم شوی، چې د ایران اسلامي جمهوریت به د دوو اوونیو لپاره او «یوازې د منل شوو اصولو پر بنسټ» له امریکا سره په اسلام‌اباد کې خبرې وکړي، خو دا د «جګړې پای ته رسېدل نه دي».

په پای کې ویل شوي: «ایران به د جګړې پای ته رسېدل هغه وخت ومني چې د تهران د لس مادو په طرحه کې د ایران غوښتل شوي اصول ومنل شي او د هغو جزییات هم په وروستیو خبرو اترو کې نهايي شي».

ټرمپ وایي د راتلوکو دوو اونیو لپاره یې پر ایران بریدونه وځنډول

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱
ټرمپ وایي د راتلوکو دوو اونیو لپاره یې پر ایران بریدونه وځنډول
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ماښام د وري ۱۸مه نېټه اعلان وکړ، چې د پاکستان په غوښتنه یې د ایران پر وړاندې بمبارۍ او بریدونه د دوه اوونیو لپاره وځنډول شو. هغه زیاته کړه چې دا ځنډ به پر دې بنسټ مشروط وي چې ایران به د هُرمز تنګی بېرته پرانېزي.

ډونالډ ټرمپ پر تروټ سوشل خواله رسنۍ لیکلي، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او لوی درستیز عاصم منیر سره یې خبرې وکړې. ټرمپ وویل چې پاکستان د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي په توګه عمل کړی او غوښتنه یې کړې چې د اسلامي جمهوریت سره په جګړه کې دوه اوونۍ اوربند رامنځته شي.

هغه څرګنده کړه: «د لومړي وزیر شهباز شریف او فیلډ مارشال عاصم منیر سره د خبرو پر بنسټ چې غوښتنه یې وکړه باید د ایران پر وړاندې ویجاړوونکي بریدونه ودروم، پرېکړه وکړه چې د ایران پر وړاندې بمبارۍ او بریدونه د دوه اوونیو لپاره وځنډول شي، په دې شرط چې ایران په بشپړ، سملاسي او خوندي ډول د هُرمز تنګي پرانېستلو باندې راضي شي».

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې دا اوربند دوه اړخیز دی او دواړه خواوې یې باید مراعت کړي. ټرمپ همدارنګه زیاته کړه چې امریکا د اسلامي جمهوریت له خوا د لسو مادو یو وړاندیز ترلاسه کړی او دا یې د راتلونکو مذاکراتو لپاره د منلو وړ بنسټ ګڼلی دی.

ازبکي رسنۍ: د ازبکستان سرحدي ځواکونه له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱
ازبکي رسنۍ: د ازبکستان سرحدي ځواکونه له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې
100%

ازبکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد سرحدي ځواکونو د افغانستان سره په پوله کې د ۱۰کیلوګرامو نشه‌يي توکو، چې تریاک او چرس په کې شامل و، د قاچاق مخه نیولې ده.

د ازبکستان د امنیتي خدمتونو ادارې په وینا، دا قاچاق شوې محموله د سرخان‌دریا په ولایت کې د غیرقانوني تېرېدو پر مهال د امو سیند څخه کشف او ضبط شوې ده.

راپور زیاتوي، چې په دې قضیه کې درې کسان هم نیول شوي، چې هڅه یې کوله د موټر د تیوبونو په کارولو سره نشه‌يي توکي له افغانستان څخه ازبکستان ته ولېږدوي. د چارواکو په وینا، د دغو کسانو څخه شاوخوا ۲.۷کیلوګرام تریاک او له ۸کیلوګرامو څخه زیات چرس ترلاسه شوي دي. ویل کېږي چې له دغه کسان سره ژمنه شوې وه چې د هر کیلوګرام د لېږد په بدل کې به ۲۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شي.

د ازبکستان امنیتي خدماتو ادارېویلي چې په دې قضیو کې د جنايي دوسیو د پرانیستلو سره، نیول شوي کسان په توقیف کې دي او تحقیقات روان دي.

په تېرو دوه اوونیو کې، ازبکستان د افغانستان څخه د قاچاق شویو موادو لسګونه کیلوګرامه ضبط کړي دي، چې د هېواد پر سرحدي امنیت او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې ټینګښت ښيي.

تر یوې اونۍ لادرکۍ وروسته؛ په عراق کې تښتول شوې امریکایي خبریاله خوشې شوه

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱
تر یوې اونۍ لادرکۍ وروسته؛ په عراق کې تښتول شوې امریکایي خبریاله خوشې شوه
100%

سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی، امریکايۍ خبریاله شېلي کیټلسن چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په عراق کې د ایران پلوه وسله‌والو له خوا تښتول شوې وه، اوس بېرته خوشې شوې ده.

د دوو عراقي دولتي سرچینو او یوې بلې باخبره سرچینې په وینا، د «کتائب حزب‌الله» ډلې وسله‌والو کیټلسن د هغو امریکايي خبریالانو په نوملړ کې شامله کړې وه چې د تښتونې لپاره په نښه شوي وو. نوموړې د مارچ په ۳۱مه، د سې‌شنبې ورځ په بغداد کې تښتول شوې وه.

د کتائب حزب‌الله ډلې ویاند مخکې په خپل ټیلیګرام چینل کې په یوه پیغام کې ویلي وو چې کیټلسن به په دې شرط خوشې شي چې په سملاسي توګه له عراقه ووځي. خو تر اوسه پورې د هغې د اوسېدو کره ځای تر خوشې کېدو وروسته نه دی څرګند شوی.

د دې ډلې دوو چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، اسوشیټیډپرس خبري اژانس ته ویلي چې د دې خبریالې د خوشې کېدو په بدل کې به عراقي چارواکي د دې ډلې یو شمېر نیول شوي غړي ازاد کړي.

دې ډلې مخکې له دې هم د کیټلسن یوه بې‌نېټې ویډیو خپره کړې وه چې په کې هغه نېغ په نېغه له کمرې سره خبرې کوي. د دې ویډیو د ثبت ځای معلوم نه دی. دا ویډیو شاوخوا دوه نیمې دقیقې اوږدوالی لري او نوموړې پکې په ګلابي جمپر او شین کوټ کې ښکاري.

د سي‌اېن‌اېن ټلوېزیوني شبکې د ملي امنیت شنونکي او په امریکا کې د کیټلسن ټاکل شوې اړیکې کس الکس پلېتساس مخکې سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي وو چې د امریکا حکومت دې خبریالې ته د کتائب حزب‌الله له لوري د مشخص ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و. د هغه په وینا، دا د ایران ملاتړې وسله‌واله ډله د ښځینه خبریالانو د تښتولو یا حتی وژلو په لټه کې وه.

همداراز، یوه امریکايي چارواکي سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي وو چې کیټلسن څو ځله، له هغې ډلې د تښتونې څخه یوه شپه مخکې هم، د ځان پر وړاندې د ګواښونو په اړه خبرداری ترلاسه کړی و.

د «په ژورنالېزم کې د ښځو د ایتلاف» بنسټ اېښودونکې او مشره کیران نازش هم تېره اوونۍ سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي وو چې کیټلسن غوښتل عراق ته د خپل سفر پر مهال د یوې کورنۍ سره واوسي چې هغې ته یې ډاډ ورکړی و چې اندېښنه مه کوه او «موږ به دې خوندي وساتو». د نازش په وینا، کیټلسن هغې ته په یو پیغام کې لیکلي وو چې سپارښتنه ورته شوې وه چې دې سفر ته ولاړه نه شي، خو «هغې هماغه کار وکړ چې تل یې کاوه».

نازش زیاته کړه چې کیټلسن مخکې هم څو ځله عراق او سوریې ته سفرونه کړي او «په سختو شرایطو کې د میداني راپور ورکولو تجربه» لري. نوموړې دا مهال په روم کې اوسیږي او یو مهال یې په استانبول کې هم وخت تېر کړی دی.

د پاکستان د پوځ قوماندانانو په افغانستان کې د بریدونو پر غځولو ټینګار کړی

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۲ GMT+۱
د پاکستان د پوځ قوماندانانو په افغانستان کې د بریدونو پر غځولو ټینګار کړی
100%

د پاکستان پوځ وايي، چې په راولپنډۍ کې د قول اردوګانو د قوماندانانو په غونډه کې «په افغانستان کې د وسله والو د پټنځایونو» تر له منځه وړو پورې د بریدونو پر دوام ټینګار شوی. په دې غونډه کې د سعودي عربستان پر پټرولیمي او صنعتي تاسیساتو بریدونه اندېښمنوونکي بلل شوي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ، د وري پر ۱۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ددغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر په مشرۍ د قول اردوګانو د قوماندانانو په غونډه کې د پاکستان او د سیمې د وضعیت ارزونه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې ټینګار شوی، چې «ټولې وسله والې ډلې له استثنا پرته تعقیب او له منځه یووړل شي».

د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر ویلي، په دې غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې، چې د «غضب للحق» په نامه عملیات به تر هغه غځیږي، چې ددوی په وینا، د ترهګرو خوندي پټنځایونه له منځه لاړ شي او د پاکستان پر ضد د افغان خاورې کارېدل پای ته ورسیږي.

د پاکستاني پوځ دا څرګندونې داسې مهال دي، چې له یوې اونۍ راهیسې د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ د چین په ارومچي ښار کې خبرې اترې روانې دي.

پاکستان پر طالبانو تور لګوي، چې د پاکستاني وسله والو ملاتړ کوي، خو افغان طالبان دغه تورونه ردوي او د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو جګړې د پاکستان کورنۍ مساله ګڼي.

د پاکستان د پوځي چارواکو په دې ناسته کې د منځني ختیځ د جګړې په تړاو هم خبرې شوې دي او د سعودي عربستان پر پټرولیمي او صنعتي تاسیساتو د شویو بریدونو په تړاو اندېښنه ښودل شوې او دا یې د کړکېچ غیر ضروري زیاتوالی بللی دی.

پاکستان له سعودي عربستان سره دفاعي او امنیتي تړون لري او پر ریاض د ایران له بریدونو سره هممهاله اسلام اباد هڅه کوي، چې د امریکا او ایران ترمنځ ستونزې له ډیپلوماتیکو چینلونو اوارې شي، خو دې هڅو تر دې دمه پایله نه ده ور کړې.