د بښنې نړیوال سازمان د عمران خان د خویندو نیول د سولهییز اعتراض له حق څخه سرغړونه بللې

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د پاکستان تحریک انصاف د پلویانو او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خویندو نیول د سولهییز اعتراض د حق ښکاره سرغړونه ده.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د پاکستان تحریک انصاف د پلویانو او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خویندو نیول د سولهییز اعتراض د حق ښکاره سرغړونه ده.
د سازمان په وینا، د خان خویندې نورین نیازۍ او عظمیٰ خانم پرون د راولپنډۍ د اډیاله زندان مخې ته د هغو کسانو له ډلې سره نیول شوې چې د محکمې لهخوا د کورنۍ د اونیزو لیدنو د عملي کېدو غوښتنه یې کوله.
د بښنې نړیوال سازمان زیاتوي، پر ځای د دې چې چارواکو قانوني لیدنې اسانه کړې وای، امنیتي ځواکونو د خپلسرو نیونو، اوښلن ګاز او د لرګیو په کارولو سره غبرګون وښود.
د سازمان په څرګندونو کې راغلي چې د عمران خان خویندې او نورې ښځینه مظاهرهکوونکې د ساعتونو لپاره په زور د زندان ترڅنګ په یوه دوکان کې بندې وساتل شوې او لسګونه نور کسان نږدې پنځه ساعته تر سخت باران لاندې په خلاص ميدان کې توقیف ول.
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې دا پېښه د هغه روان بهیر برخه ده چې پکې دپاکستان تحریک انصاف پلویان او د عمران خان کورنۍ په نښه کېږي، سولهییز اعتراض جرم ګرځول کېږي او د جزايي اجرااتو د قانون ۱۴۴ ماده د پراخو او خپلسرو بندیزونو د وسیلې په توګه د اختلاف د چوپولو لپاره کارول کېږي.
سازمان د پاکستان له چارواکو غوښتنه کړې چې د سولهییزو اعتراضونو پر ضد دې خپل ځپونکی سیاست سملاسي پای ته ورسوي.