• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تهران او واشنګټن اوربند؛ انتونیو ګرترېش له ټولو خواوو وغوښتل چې کړو ژمنو ته ژمن پاتې شي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۵۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د امریکا او ایران ترمنځ د لنډمهالي اوربند د ټینګښت هرکلی وکړ او په منځني ختیځ کې یې د روانې شخړې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي، چې خپلو نړۍوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي.

هغه همداراز له هېوادونو وغوښتل، چې د اوربند د مادو په مراعاتولو سره په سیمه کې «یوې تلپاتې او هر اړخیزې سولې ته د رسېدو» لپاره زمینه برابره کړي. نوموړي ټینګار کړی، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب او د انساني کړاو د کمولو لپاره د جګړې سملاسي پای ته رسول اړین دي.
انتونیو ګوترېش دارنګه د پاکستان او نورو هغو هېوادونو له هڅو مننه کړې، چې د دغه اوربند په اسانتیا کې یې رول لوبولی دی.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د کډوالۍ ادارې په هوايي ډګرونو کې ۸۰۰ بې‌اسناده پناه غوښتونکي نیولي دي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۱
د امریکا د کډوالۍ ادارې په هوايي ډګرونو کې ۸۰۰ بې‌اسناده پناه غوښتونکي نیولي دي
100%

رویټرز راپور ورکړی، د ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل راهیسې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې د هوایي ډګر د امنیتي چارواکو د وړکړل شویو معلوماتو پر بنسټ تر ۸۰۰ ډېر کسان نیولي دي. تر دې مخکې د امریکا د ترانسپورټ امنیت ادارې د څه باندې ۳۱زره مساپرو معلومات د کډوالۍ ادارې ته سپارلي وو.

د امریکا د ترانسپورټ امنیت ادارې له ۲۰۰۷کال راهیسې د «خوندي الوتنې» په نوم یو پروګرام جوړ کړی، چې له مخې یې د هغو مساپرو معلومات د کډوالۍ ادارې ته ورکوي چې ښايي د امریکا د حکومت د څار په نوملړونو کې شامل وي. دغه پروګرام د ترهګرۍ پر وړاندې د اقدام په توګه طرحه شوی دی.

د دې ترڅنګ د کورني امنیت وزارت تر چتر لاندې د کډوالۍ او د ترانسپورټ امنیت ادارو معمولا د ملي امنیت له ګواښونو سره تړلي معلومات شریکوي. خو د ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیل راهیسې د ناقانونه کډوالو پر نیولو ډېر تمرکز شوی دی.

د تېرې فبرورۍ له نیمایي راهیسې د امریکا هوایي ډګرونه او د کډوالۍ سیاستونو پلي کول د دغه هېواد د دوو اصلي ګوندونو ترمنځ د شخړې موضوع ګرځېدلې ده. ډیموکراټانو د کډوالۍ ادارې لپاره د اضافي بودجې له تصویب څخه ملاتړ نه‌دی کړی، ځکه د دوی په وینا دغه بودجه د کډوالو د ځورولو او نیولو لپاره کارول کېږي.

دغه خنډ د دې لامل شوی، چې د کورني امنیت وزارت د بودجې لایحه بنده پاتې شي؛ خو ټرمپ د همدې کال په مارچ میاشت کې د امریکا د کډوالۍ ادارې افسران له دولسو څخه زیاتو هوايي ډګرونو ته د امنیتي څېړنو لپاره ولېږل.

ډیموکراټانو پر دغه اقدام نیوکه کړې او د ټرمپ له حکومت څخه یې غوښتي، چې دغه افسران له هوايي ډګرونو وباسي. د امریکا د استازو جرګې له ۴۰ څخه زیاتو ډیموکراټ غړو تېره اوونۍ په یوه لیک کې د کورني امنیت وزیر مارک وین مولین ته لیکلي، چې د کډوالۍ ادارې افسران به «د مساپرو ترمنځ د ګډوډۍ او وېرې لامل شي».

ایران د امریکا له مشروط اوربند سره هوکړه وکړه

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
ایران د امریکا له مشروط اوربند سره هوکړه وکړه
100%

د ایران د ملي امنیت عالي شورا په یوه اعلامیه کې د ډونالډ ټرمپ د دوو اوونیو اوربند هوکړه تایید کړې چې د پاکستان په منځګړیتوب ترسره شوې ده. یادې شورا ویلي چې دایمي هوکړې ته د رسېدو لپاره به خبرې اترې په اسلام‌اباد کې د تهران د لسو مادو د طرحې پر بنسټ ترسره شي.

په همدې حال کې سي‌اېن‌اېن د سپینې ماڼۍ د یوه رسمي چارواکي له قوله لیکلي چې اسراییل هم د ایران د حکومت او امریکا ترمنځ له لنډمهاله اوربند سره هوکړه کړې ده.

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی و چې د اوربند منل د «هرمز تنګي بشپړ، سمدستي او خوندي پرانیستل کېدو» پورې تړلي دي، په دې اعلامیه کې «د هرمز له تنګي څخه کنټرول شوی تګ راتګ د ایران د وسله‌والو ځواکونو په همغږۍ» د تهران د لس مادو په طرحه کې د یوه شرط په توګه یاد شوی دی.

د دې طرحې نور شرطونه دا دي: «د مقاومت د محور پر ټولو برخو د جګړې پای ته رسول، له سیمې څخه د امریکا د جګړه‌ییزو ځواکونو وتل له ټولو اډو او ځایونو څخه، په هرمز تنګي کې د خوندي تګ راتګ لپاره داسې کړنلاره جوړول چې د شوې هوکړې له مخې د ایران واکمني تضمین کړي، د ایران ټولو زیانونو بشپړ تاوان ورکول د ارزونو له مخې، د ټولو لومړنیو او ثانوي بندیزونو او د څارونکو شورا او امنیت شورا پرېکړه‌لیکونو لغوه کول، د ایران ټول کنګل شوي شتمنۍ او پانګې چې په بهر کې دي ازادول، او په پای کې په یوه الزامي پرېکړه لیک کې باید د دا ټول موارد د امنیت شورا له لوری تصویب شي».

په دې اعلامیه کې دا ټینګار هم شوی، چې د ایران اسلامي جمهوریت به د دوو اوونیو لپاره او «یوازې د منل شوو اصولو پر بنسټ» له امریکا سره په اسلام‌اباد کې خبرې وکړي، خو دا د «جګړې پای ته رسېدل نه دي».

په پای کې ویل شوي: «ایران به د جګړې پای ته رسېدل هغه وخت ومني چې د تهران د لس مادو په طرحه کې د ایران غوښتل شوي اصول ومنل شي او د هغو جزییات هم په وروستیو خبرو اترو کې نهايي شي».

ټرمپ وایي د راتلوکو دوو اونیو لپاره یې پر ایران بریدونه وځنډول

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱
ټرمپ وایي د راتلوکو دوو اونیو لپاره یې پر ایران بریدونه وځنډول
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ماښام د وري ۱۸مه نېټه اعلان وکړ، چې د پاکستان په غوښتنه یې د ایران پر وړاندې بمبارۍ او بریدونه د دوه اوونیو لپاره وځنډول شو. هغه زیاته کړه چې دا ځنډ به پر دې بنسټ مشروط وي چې ایران به د هُرمز تنګی بېرته پرانېزي.

ډونالډ ټرمپ پر تروټ سوشل خواله رسنۍ لیکلي، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او لوی درستیز عاصم منیر سره یې خبرې وکړې. ټرمپ وویل چې پاکستان د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي په توګه عمل کړی او غوښتنه یې کړې چې د اسلامي جمهوریت سره په جګړه کې دوه اوونۍ اوربند رامنځته شي.

هغه څرګنده کړه: «د لومړي وزیر شهباز شریف او فیلډ مارشال عاصم منیر سره د خبرو پر بنسټ چې غوښتنه یې وکړه باید د ایران پر وړاندې ویجاړوونکي بریدونه ودروم، پرېکړه وکړه چې د ایران پر وړاندې بمبارۍ او بریدونه د دوه اوونیو لپاره وځنډول شي، په دې شرط چې ایران په بشپړ، سملاسي او خوندي ډول د هُرمز تنګي پرانېستلو باندې راضي شي».

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې دا اوربند دوه اړخیز دی او دواړه خواوې یې باید مراعت کړي. ټرمپ همدارنګه زیاته کړه چې امریکا د اسلامي جمهوریت له خوا د لسو مادو یو وړاندیز ترلاسه کړی او دا یې د راتلونکو مذاکراتو لپاره د منلو وړ بنسټ ګڼلی دی.

ازبکي رسنۍ: د ازبکستان سرحدي ځواکونه له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱
ازبکي رسنۍ: د ازبکستان سرحدي ځواکونه له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې
100%

ازبکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد سرحدي ځواکونو د افغانستان سره په پوله کې د ۱۰کیلوګرامو نشه‌يي توکو، چې تریاک او چرس په کې شامل و، د قاچاق مخه نیولې ده.

د ازبکستان د امنیتي خدمتونو ادارې په وینا، دا قاچاق شوې محموله د سرخان‌دریا په ولایت کې د غیرقانوني تېرېدو پر مهال د امو سیند څخه کشف او ضبط شوې ده.

راپور زیاتوي، چې په دې قضیه کې درې کسان هم نیول شوي، چې هڅه یې کوله د موټر د تیوبونو په کارولو سره نشه‌يي توکي له افغانستان څخه ازبکستان ته ولېږدوي. د چارواکو په وینا، د دغو کسانو څخه شاوخوا ۲.۷کیلوګرام تریاک او له ۸کیلوګرامو څخه زیات چرس ترلاسه شوي دي. ویل کېږي چې له دغه کسان سره ژمنه شوې وه چې د هر کیلوګرام د لېږد په بدل کې به ۲۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شي.

د ازبکستان امنیتي خدماتو ادارېویلي چې په دې قضیو کې د جنايي دوسیو د پرانیستلو سره، نیول شوي کسان په توقیف کې دي او تحقیقات روان دي.

په تېرو دوه اوونیو کې، ازبکستان د افغانستان څخه د قاچاق شویو موادو لسګونه کیلوګرامه ضبط کړي دي، چې د هېواد پر سرحدي امنیت او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې ټینګښت ښيي.

تر یوې اونۍ لادرکۍ وروسته؛ په عراق کې تښتول شوې امریکایي خبریاله خوشې شوه

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱
تر یوې اونۍ لادرکۍ وروسته؛ په عراق کې تښتول شوې امریکایي خبریاله خوشې شوه
100%

سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی، امریکايۍ خبریاله شېلي کیټلسن چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په عراق کې د ایران پلوه وسله‌والو له خوا تښتول شوې وه، اوس بېرته خوشې شوې ده.

د دوو عراقي دولتي سرچینو او یوې بلې باخبره سرچینې په وینا، د «کتائب حزب‌الله» ډلې وسله‌والو کیټلسن د هغو امریکايي خبریالانو په نوملړ کې شامله کړې وه چې د تښتونې لپاره په نښه شوي وو. نوموړې د مارچ په ۳۱مه، د سې‌شنبې ورځ په بغداد کې تښتول شوې وه.

د کتائب حزب‌الله ډلې ویاند مخکې په خپل ټیلیګرام چینل کې په یوه پیغام کې ویلي وو چې کیټلسن به په دې شرط خوشې شي چې په سملاسي توګه له عراقه ووځي. خو تر اوسه پورې د هغې د اوسېدو کره ځای تر خوشې کېدو وروسته نه دی څرګند شوی.

د دې ډلې دوو چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، اسوشیټیډپرس خبري اژانس ته ویلي چې د دې خبریالې د خوشې کېدو په بدل کې به عراقي چارواکي د دې ډلې یو شمېر نیول شوي غړي ازاد کړي.

دې ډلې مخکې له دې هم د کیټلسن یوه بې‌نېټې ویډیو خپره کړې وه چې په کې هغه نېغ په نېغه له کمرې سره خبرې کوي. د دې ویډیو د ثبت ځای معلوم نه دی. دا ویډیو شاوخوا دوه نیمې دقیقې اوږدوالی لري او نوموړې پکې په ګلابي جمپر او شین کوټ کې ښکاري.

د سي‌اېن‌اېن ټلوېزیوني شبکې د ملي امنیت شنونکي او په امریکا کې د کیټلسن ټاکل شوې اړیکې کس الکس پلېتساس مخکې سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي وو چې د امریکا حکومت دې خبریالې ته د کتائب حزب‌الله له لوري د مشخص ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و. د هغه په وینا، دا د ایران ملاتړې وسله‌واله ډله د ښځینه خبریالانو د تښتولو یا حتی وژلو په لټه کې وه.

همداراز، یوه امریکايي چارواکي سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي وو چې کیټلسن څو ځله، له هغې ډلې د تښتونې څخه یوه شپه مخکې هم، د ځان پر وړاندې د ګواښونو په اړه خبرداری ترلاسه کړی و.

د «په ژورنالېزم کې د ښځو د ایتلاف» بنسټ اېښودونکې او مشره کیران نازش هم تېره اوونۍ سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي وو چې کیټلسن غوښتل عراق ته د خپل سفر پر مهال د یوې کورنۍ سره واوسي چې هغې ته یې ډاډ ورکړی و چې اندېښنه مه کوه او «موږ به دې خوندي وساتو». د نازش په وینا، کیټلسن هغې ته په یو پیغام کې لیکلي وو چې سپارښتنه ورته شوې وه چې دې سفر ته ولاړه نه شي، خو «هغې هماغه کار وکړ چې تل یې کاوه».

نازش زیاته کړه چې کیټلسن مخکې هم څو ځله عراق او سوریې ته سفرونه کړي او «په سختو شرایطو کې د میداني راپور ورکولو تجربه» لري. نوموړې دا مهال په روم کې اوسیږي او یو مهال یې په استانبول کې هم وخت تېر کړی دی.