محمد باقري، د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز مشر، د سپاه پاسداران له پخوانیو قوماندانانو څخه و چې په دې بنسټ کې یې ۴۴ کاله تجربه درلوده. هغه د دولس ورځنۍ جګړې په بهیر کې، د جګړې په لومړیو شېبو کې د اسراییل له خوا په نښه او ووژل شو.
محمد باقري له خامنهیي وروسته د اسلامي جمهوریت تر ټولو لوړپوړی نظامي مقام بلل کېده او د لوی درستیز په توګه یې د سپاه پاسداران، پوځ، پولیسو او د دفاع وزارت ترمنځ د همغږۍ مسؤلیت پر غاړه درلود. هغه د سپاه پاسداران له مهمو او اغېزناکو قوماندانانو څخه شمېرل کېده.
هغه د ایران او عراق د جګړې پر مهال، د خاتمالانبیا په قرارګاه کې چې د هغه وخت تر ټولو مهمه جګړهییزه اډه وه، د عملیاتو د استخباراتو مسؤل و. همدارنګه، د هغه ورور حسن باقري هم د ایران او عراق په جګړه کې یو پېژندل شوی وژل شوی قوماندان و.
محمد باقري په وروستیو کلونو کې ویلي وو: «زه د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز په توګه اعلان کوم چې په سیمه کې هېڅ هېواد د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د برید توان نه لري او موږ ځان د امریکا پر وړاندې جګړې ته چمتو کړی دی. که پر اسلامي جمهوریت برید وشي، د امریکا پوځي اډې به په سیمه کې وسوځوو.»
محرابي د ایران او عراق د جګړې پر مهال د نظامي استخباراتو له پخوانیو قوماندانانو څخه و او د هغه وخت د لوی درستیز مشر محمد باقري له نږدې ملګرو او همکارانو څخه ګڼل کېده.
هغه د سپاه پاسداران د خوزستاني قوماندانانو له ډلې څخه هم و.
بادفر د سپاه پاسداران او بسیج له پخوانیو قوماندانانو څخه و.
د خاتمالانبیا د جګړهییزې قرارګاه قوماندان، غلام علي رشید
د خاتمالانبیا د جګړهییز قرارګاه قوماندان رشید، د اسلامي جمهوریت له مهمو نظامي څېرو څخه و چې ټاکل شوې وه د امریکا او اسراییل سره د جګړې په صورت کې د جګړې د عملیاتو مشري پر غاړه واخلي. د خاتمالانبیا قرارګاه د اسلامي جمهوریت تر ټولو لوړه جګړهییزه اډه بلل کېږي.
رشید د سپاه پاسداران له پخوانیو قوماندانانو څخه و او د ایران او عراق د جګړې پر مهال د پنځو اصلي پرېکړهکوونکو قوماندانانو له ډلې څخه شمېرل کېده. هغه ۴۴ کاله د سپاه غړیتوب درلود او د ۱۳۵۷ کال له انقلاب مخکې هم د هغه وخت د حکومت پر ضد د وسلهوالې مبارزې په تور نیول شوی و. همدارنګه، هغه د سپاه د خوزستاني قوماندانانو د مهمې کړۍ غړی و چې مشري یې محسن رضایي کوله.
هغه د ایران او عراق له جګړې وروسته په دې باور و چې د اسلامي جمهوریت نیابتي ځواکونه، چې د هغه په وینا شپږ اصلي ډلې وې او د قاسم سلیماني له خوا جوړې شوې وې، د ایران شاوخوا د خندقونو په څېر عمل کوي او امریکا او اسراییل دې ته اړ دي چې ایران ته د رسېدو لپاره له دغو خندقونو تېر شي؛ هغه کار چې د هغه په اند ناشونی و. رشید همدارنګه باور درلود چې که د ځمکنۍ جګړې شرایط برابر شي، سپاه او پوځ کولی شي په ګډو عملیاتو کې اسراییل ته ماتې ورکړي.
خو د دولس ورځنۍ جګړې او ورپسې بدلونونو وښودله چې دا دواړه ارزونې ناسمې وې. غلامعلي رشید د جګړې په لومړیو شېبو کې په نښه او ووژل شو او هېڅکله یې دا بدلونونه ونه لیدل.
د خاتمالانبیا د جګړهییزې قرارګاه قوماندان، علي شادماني
د خاتمالانبیا د جګړهییزې قرارګاه قوماندان، علي شادماني، د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال او د غلامعلي رشید له وژل کېدو وروسته دې مقام ته وټاکل شو. هغه تر دې مخکې د همدې قرارګاه مرستیال و او د خامنهیي له خوا د دې قرارګاه د قوماندان په توګه ټاکل شوی و. د هغه د قوماندانۍ موده ډېره لنډه وه او نږدې نیمه اوونۍ یې دوام وکړ.
شادماني د ایران او عراق د جګړې پر مهال د همدان ولایت کې د سپاه پاسداران له لوړپوړو قومندانانو څخه و او په وروستیو کلونو کې د وسلهوالو ځواکونو په لوی درستیز کې د لوړپوړو قوماندانانو له ډلې شو.
د خاتمالانبیا د قرارګاه د استخباراتو مشر، صالح اسدي
د هغه د وژل کېدو پر مهال، اسدي د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو تر ټولو لوړپوړی نظامي استخباراتي مقام بلل کېده، خو سره له دې، هغه په عامه ډګر کې یو نااشنا شخصیت و.
د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي
د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي، د ۱۳۹۸ څخه تر ۱۴۰۴ کلونو پورې د شپږو کلونو لپاره په دې دنده کې پاتې شوی و. هغه د امریکا او اسراییل پر وړاندې د خپلو پرلهپسې تندو څرګندونو له امله پېژندل کېده.
سلامي د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال، د جګړې په لومړیو شېبو کې په نښه او ووژل شو.
هغه د ایران او عراق د جګړې پر مهال د سپاه له قوماندانانو څخه و او د اصفهاني قوماندانانو د ډلې غړی و، چې مشري یې رحیم صفوي کوله. په هغه وخت کې، هغه د ۱۴ امام حسین لوا له قومندانانو څخه و.
سلامي له جګړې وروسته د سپاه د هوايي ځواک مشري وکړه او له ۱۳۸۸ څخه تر ۱۳۹۸ پورې یې د لسو کلونو لپاره د سپاه د عمومي قوماندان مرستیال په توګه، د محمدعلي جعفري تر قوماندانۍ لاندې کار کړی و.
د سپاه پاسداران عمومي قوماندان محمد پاکپور
د سپاه پاسداران عمومي قوماندان محمد پاکپور، د حسین سلامي له وژل کېدو وروسته د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال دې مقام ته وټاکل شو. خو هغه هم د اسلامي جمهوریت او د امریکا او اسراییل ترمنځ د وروستۍ جګړې په پیل کې، د جګړې په لومړیو شېبو کې په نښه او ووژل شو.
پاکپور د ایران او عراق د جګړې پر مهال د سپاه د ځمکني ځواک له قوماندانانو څخه و او وروسته یې تر یوې لسیزې زیات د همدې ځواک مشري وکړه، تر دې چې د سپاه د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو.
هغه د وروستۍ جګړې له پیل مخکې، د فارس خلیج په څنډو کې د سپاه له نظامي مرکزونو د لیدنې پر مهال ځان د یوه میداني او عملي قوماندان په توګه څرګند کړی و. خو د نورو ډېرو لوړپوړو قوماندانانو په څېر، هغه هم د جګړې په لومړیو شېبو کې ووژل شو او هېڅکله یې د دې جګړې پیل ونه لید.
د هغه رسمي دنده هېڅکله په ښکاره ډول نه وه اعلان شوې، خو ګومان کېږي چې هغه د دې ځواک له حساسو او ستراتیژیکو برخو سره تړاو درلود.
د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان علی رضا تنگسیري
د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان علیرضا تنگسیري، د فارس خلیج کې د سختو سمندري نښتو له پیل مخکې ووژل شو. د هغه وژل کېدل د امریکا او اسراییل سره په جګړه کې د سپاه د قوماندې پر جوړښت یو مهم او دروند ګوزار بلل کېږي.
هغه پنځه کاله د بندرعباس د سمندري لومړۍ حوزې قوماندان و او اته کاله یې د علي فدوي تر قوماندانۍ لاندې د سمندري ځواک د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه. له ۱۳۹۷ کال څخه تر وژل کېدو پورې یې اووه کاله د دې ځواک مشري کوله او په ټولیز ډول د شاوخوا شلو کلونو لپاره په لوړو قوماندانيو کې پاتې شوی و، چې د سپاه د سمندري ځواک یو مهم سمبول ګڼل کېده.
د تنگسیري له وژل کېدو سره، اسراییل د جګړې په بهیر کې د سپاه د درې واړو ځواکونو (ځمکني، هوايي او سمندري) قوماندانان په نښه کړل. له هغه مخکې، د هوافضا ځواک قوماندان حاجيزاده او د ځمکني ځواک پخوانی قوماندان پاکپور هم وژل شوي وو.
د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني
د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني، د دې بنسټ تر ټولو مهم قوماندان و چې تر اوسه د امریکا او اسراییل له خوا په نښه شوی دی. هغه د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د بغداد نړیوال هوايي ډګر کې، د عراق د حشدالشعبي قوماندان ابو مهدي المهندس، سره یو ځای، د امریکا د بېپیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې ووژل شو.
قاسم سلیماني د ایران او عراق د جګړې پر مهال د سپاه پاسداران د ۴۱ ثارالله لوا قوماندان و، چې د کرمان او سیستان او بلوچستان ولایتونو ځواکونه یې په کې شامل وو. هغه همدا راز له ۱۳۷۶ کال څخه تر ۱۳۹۸ کال د ژمي پورې، د وژل کېدو تر وخته، د قدس ځواک مشري پر غاړه درلوده.
قاسم سلیماني د خامنهیي له تر ټولو نږدې او باور وړ قوماندانانو څخه شمېرل کېده او د اسلامي جمهوریت په سیمهییزو سیاستونو کې یې مرکزي رول درلود. هغه د منځني ختیځ په کچه د ایران د نیابتي ځواکونو د شبکې مشري کوله او ځان یې د دې شبکې معمار باله.
هغه د سپاه پاسداران او د حماس، اسلامي جهاد او نورو فلسطیني ډلو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ مسؤل و او د ایران د سیمهییزو سیاستونو په چوکاټ کې یې د دې شبکې په مدیریت کې مهم رول درلود.
ایزدي د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال، د قم ښار کې په خپل کور کې په نښه او ووژل شو.
هغه تر وژل کېدو مخکې په عامه افکارو او رسنیو کې ډېر پېژندل شوی نه و. همدارنګه، د اسماعیل هنیه د ترور پر مهال په تهران کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې هغه وژل شوی، خو هغه مهال دا خبر رد شوی و.
په سوریه او لبنان کې د سپاه د لوژستیک او تدارکاتو مسؤل رضي موسوي
رضي موسوي د سپاه پاسداران له مهمو قوماندانانو څخه و چې په سوریه او لبنان کې یې فعالیت کاوه او د ۱۴۰۲ کال په جدې میاشت کې د اسراییل له خوا په نښه او ووژل شو.
هغه په دې دوو هېوادونو کې د سپاه د ځواکونو او د اسلامي جمهوریت د نیابتي شبکو د لوژستیک او تدارکاتو مسؤل و او د دې ځواکونو د عملیاتي ملاتړ په برخه کې یې مهم رول درلود.
هغه په سوریه کې د قاسم سلیماني له نږدې همکارانو څخه و.
د سپاه پاسداران د قدس په ځواک کې د لبنان د بیارغونې مسؤل حسن شاطري
شاطري د قدس ځواک د انجینری مرستیال او د ۲۰۰۶ کال له جګړې وروسته د لبنان د بیارغونې مسؤل و او له هغو قوماندانانو څخه شمېرل کېده چې له هېواده بهر د تخنیکي او ملاتړ په برخو کې فعال و.
هغه د قاسم سلیماني په امر، د بیروت په جنوبي سیمو کې د حزبالله تر کنټرول لاندې سیمو د بیارغونې مسؤلیت درلود او په لبنان کې یې د اسلامي جمهوریت د نفوذ په ټینګښت کې مهم رول ولوباوه.
په همدې برید کې جهاد مغنیه، چې د لبنان د حزبالله له قوماندانانو او د عماد مغنیه زوی و، هم ووژل شو.
اللهدادي په سوریه کې د قاسم سلیماني تر قوماندې لاندې فعالیت کاوه.
هغه مخکې د ایران او عراق د جګړې پر مهال د ۴۱ ثارالله لوا کې د قاسم سلیماني تر قوماندې لاندې فعالیت کړی و او وروسته د یزد ولایت د سپاه قوماندان وټاکل شو.
په لبنان کې د سپاه پاسداران لوړپوړی قوماندان داوود عليزاده
عليزاده د نیلفروشان او زاهدي له وژل کېدو وروسته په لبنان کې د سپاه پاسداران د لوړپوړي مسؤل په توګه وټاکل شو او په دې هېواد کې یې د دې ځواک د فعالیتونو په رهبرۍ کې مهم رول درلود.
هغه ۴۴ کاله د سپاه پاسداران غړیتوب درلود او د ایران او عراق د جګړې پر مهال د جګړهییزو قطعو له قوماندانانو څخه و. له جګړې وروسته، د ۴۱ ثارالله او ۱۴ امام حسین لواګانو قوماندان وټاکل شو او وروسته یې د اصفهان ولایت د سپاه قومانداني هم پر غاړه درلوده.
یحیی حسیني پنجکي، چې په یحیی حمیدي هم مشهور و، د اطلاعاتو وزارت د اسراییل د چارو مرستیال و او د جګړې په لومړۍ ورځ، د کب په ۹مه، د اسراییل په برید کې ووژل شو.
هغه د اسراییل پورې اړوند عملیاتو د رهبري مسؤل و او د اسراییلو سره تړلو اهدافو پر ضد د عملیاتو په طرحه او اجرا کې یې مهم رول درلود، چې پکې په لوېدیځو هېوادونو کې د یهودانو پر ضد فعالیتونه او د اسلامي جمهوریت د مخالفینو پر ضد اقدامات شامل وو.
پورحسین، د اطلاعاتو وزارت د بهرني جاسوسۍ د څانګې مشر، د دې وزارت له لوړپوړو مدیرانو څخه و چې د امریکا او اسراییل د جګړې په لومړۍ ورځ ووژل شو.
هغه له هغو څلورو لوړپوړو مدیرانو څخه و چې په یوه وخت کې په نښه شول. د هغه د مخکنۍ سابقې او فعالیتونو په اړه ډېر معلومات په عامه توګه نه دي خپاره شوي.
د فراجا د استخباراتو د سازمان مشر غلام رضا رضایيـان
د فراجا د استخباراتو د سازمان مشر غلامرضا رضایيـان، د امریکا او اسراییل د وروستیو عملیاتو په پیل کې په نښه او ووژل شو.
د فراجا د استخباراتو سازمان د اسلامي جمهوریت له درېیو مهمو استخباراتي بنسټونو څخه ګڼل کېږي، چې د اطلاعاتو وزارت او د سپاه د استخباراتو له سازمان سره یو ځای تر ټولو مهم رول لري. دا سازمان په ۱۴۰۰ کال کې د ۱۳۹۸ کال د پراخو اعتراضونو وروسته جوړ شو.
د فراجا د استخباراتو د سازمان مرستیال علی رضا لطفي
د فراجا د استخباراتو د سازمان مرستیال علیرضا لطفي، چې د دې ادارې په جوړښت کې دویم مهم کس بلل کېده، د اسراییل او اسلامي جمهوریت ترمنځ د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال ووژل شو.
هغه مخکې د لوی تهران د جنایي پولیسو مشر و او د پولیسو په منځ کې د یوه جنجالي او بدنام شخصیت په توګه پېژندل کېده. لطفی همدارنګه د یوې مودې لپاره د اطلاعاتي پولیسو د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
د سپاه پاسداران د استخباراتو د سازمان مرستیال حسن محقق
د سپاه پاسداران د استخباراتو د سازمان مرستیال حسن محقق، د دې ادارې له مهمو څېرو څخه و. هغه د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال، له خپل مشر کاظمي سره یو ځای، د اسراییل د استخباراتي دوکې ښکار شو او د سپاه اړوند په یوه خوندي کور کې په نښه او ووژل شو.
محقق د سپاه له پخوانیو قوماندانانو څخه و او د مجتبی خامنهیي (د علي خامنهیي زوی) سره یې نږدې اړیکې لرلې. د ایران او عراق د جګړې پر مهال، مجتبی خامنهیي په هغه واحد کې فعالیت کاوه چې محقق یې قوماندان و.
له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر ویلي وو، چې د امریکا او ایران په اوربند کې لبنان هم شامل دی، خو د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې په لبنان کې به ددوی بریدونه جاري وي.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا په یوه اعلامیه کې د ډونالډ ټرمپ د دوو اوونیو اوربند هوکړه تایید کړې چې د پاکستان په منځګړیتوب ترسره شوې ده. یادې شورا ویلي چې دایمي هوکړې ته د رسېدو لپاره به خبرې اترې په اسلاماباد کې د تهران د لسو مادو د طرحې پر بنسټ ترسره شي.
په همدې حال کې سياېناېن د سپینې ماڼۍ د یوه رسمي چارواکي له قوله لیکلي چې اسراییل هم د ایران د حکومت او امریکا ترمنځ له لنډمهاله اوربند سره هوکړه کړې ده.
د دې طرحې نور شرطونه دا دي: «د مقاومت د محور پر ټولو برخو د جګړې پای ته رسول، له سیمې څخه د امریکا د جګړهییزو ځواکونو وتل له ټولو اډو او ځایونو څخه، په هرمز تنګي کې د خوندي تګ راتګ لپاره داسې کړنلاره جوړول چې د شوې هوکړې له مخې د ایران واکمني تضمین کړي، د ایران ټولو زیانونو بشپړ تاوان ورکول د ارزونو له مخې، د ټولو لومړنیو او ثانوي بندیزونو او د څارونکو شورا او امنیت شورا پرېکړهلیکونو لغوه کول، د ایران ټول کنګل شوي شتمنۍ او پانګې چې په بهر کې دي ازادول، او په پای کې په یوه الزامي پرېکړه لیک کې باید د دا ټول موارد د امنیت شورا له لوری تصویب شي».
په دې اعلامیه کې دا ټینګار هم شوی، چې د ایران اسلامي جمهوریت به د دوو اوونیو لپاره او «یوازې د منل شوو اصولو پر بنسټ» له امریکا سره په اسلاماباد کې خبرې وکړي، خو دا د «جګړې پای ته رسېدل نه دي».
په پای کې ویل شوي: «ایران به د جګړې پای ته رسېدل هغه وخت ومني چې د تهران د لس مادو په طرحه کې د ایران غوښتل شوي اصول ومنل شي او د هغو جزییات هم په وروستیو خبرو اترو کې نهايي شي».