په داسې حال کې چې په دې وروستیو کلونو کې د ځوانانو له لوري د انترنېټ او ټولنیزو شبکو د کارولو له امله د کتاب لوستنې کلتور پیکه شوی، خو په هرات کې یوه ځوان په یوه نوي نوښت سره غواړي په دغه ولایت کې د کتاب لوستنې دود ته وده ورکړي.
دغه ځوان چې غلام فاروق محمودي نومېږي پر یاد سیار کتابتون ۵۰۰ زره افغانۍ پانګونه کړې او په یوه موټر کې یې په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۲ زره کتابونه د خلکو د مطالعې لپاره ځای پر ځای کړي دي.
دغه ځوان هڅې کوي، چې د کتاب لوستنې دود په راژوندي کولو سره خلکو ته د مطالعې لپاره کتابونو ته د اسانه لاسرسي زمینه برابره کړي.
غلام فاروق محمودي وايي: «زموږ موخه دا ده، چې د کتاب لوستنې کلتور دود شي او خلکو ته په اسانه توګه کتابونه د مطالعې لپاره برابر شي».
د دغه ځوان یاد نوښت د هرات د فرهنګپالو له لوري ستایل شوی او وايي، که له دغه ډول چارو ملاتړ وشي، نو کېدای شي د کتاب لوستنې کلتور بنسټیز شي.
د هرات یو فرهنګپال وليشاه بهره وايي: «پیک کتاب په ډېر لوړ همت سره د مطالعې مینهوالو ته کتابونه او سرچینې برابروي. دا پر ټولنې ډېر اغېز لري او موږ یې ستایو».
له دې سره سم، د هرات ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر امر عبدالمتین عادل د کتاب لوستنې لپاره یاد نوښت ستایلی او زیاته کړې یې ده: «موږ هم د کتاب لوستنې کلتور د دودېدو لپاره هڅې کوو او همداراز موږ له هر هغه بنسټ څخه چې د کتاب لوستنې کلتور د دودېدو په برخو کې فعالیت کوي په بشپړ ډول ملاتړ کوو».
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې نه یوازې په هرات، بلکې په ټول هېواد کې د کتاب لوستنې کلتور پیکه شوی او ډېری فرهنګپال یې لامل د سواد کمښت، اقتصادي ستونزې او په ځانګړې توګه په ټولنیزو شبکو کې د ډېرو ځوانانو بوختیا په ګوته کوي.