• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوېلي وزیرستان خلکو په سیمه کې د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له امله محکمې ته عریضه کړې

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۵۶ GMT+۱

د سوېلي وزیرستان قبایلي سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له امله د پېښور سترې محکمې ته مراجعه کړې او هلته یې پر ټولو روغتیایي اسانتیاوو سمبال د یوه مرکزي روغتون د جوړولو غوښتنه کړې ده.

عریضه کوونکو ويلي، چې په سوېلي وزیرستان کې د اړینو روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي ځايي خلک له بنسټیزو حقونو بې‌برخې کړي دي. دوی له محکمې غوښتنه کړې، چې په سوېلي وزیرستان کې د مناسبو روغتیايي اسانتیاوو نه‌ورکړه دې ناقانونه او د خلکو له اساسي حقونو سرغړونه وبولي.
دوی دارنګه غوښتنه کړې، چې د ایالتي حکومت په ګډون دې اړونده ادارو ته لارښوونه وشي؛ ترڅو د ښځینه ډاکټرانو، اړینو درملو او اړینو طبي تجهیزاتو په ګډون د وړو او متخصصو ډاکټرانو حضور ډاډمن کړي.
عریضه کوونکو ویلي، په ولسوالۍ کې د طب عدلي څانګه نه‌شته چې له امله یې اوسېدونکي اړ شوي چې جسدونه د عدلي طب معایناتو لپاره نورو ولسوالیو ته ولېږدوي چې د ځنډ، د عدلي شواهدو خرابېدل او د عدالت پلي کېدو کې یې جدي خنډونه رامنځته کړي.
دوی وایي، په بېړنیو حالاتو کې خلک اړ شوي چې د پنځو څخه تر اوو ساعتونو پورې ډېر مزل وکړي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

ایمل ولي خان: د ترهګرۍ پېښو پړه بېځایه پر افغانستان اچول کېږي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱
ایمل ولي خان: د ترهګرۍ پېښو پړه بېځایه پر افغانستان اچول کېږي
100%

د عوامي نشنل ګوند مشر، اېمل ولي خان، ويلي چې خېبرپښتونخوا کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او د ترهګرۍ پېښې په تکراري ډول ترسره کېږي. هغه زیاته کړي، چې د دغه پېښو پړه بېځایه پر افغانستان ورتپل کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې تېره شپه په سوات کې د دغه ګوند د يو مشر، ايوب خان اشاړي په کور وسله وال بريد وشو.

اېمل ولي خان ويلي، د ایالت دننه د ترهګرو د ازاد تګ راتګ پر وړاندې چوپتیا د اندېښنې وړ ده او له هرې پېښې وروسته یې پړه پر افغانستان اچول بې ځایه ده. هغه د پوښتنې په ډول ویلي چې ولې مرکزي او د خېبرپښتونخوا حکومت او امنیتي ادارې د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدام نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، ولس غواړي پوه شي چې د «ښه» او «بد» وسله والو ترمنځ د توپیر ساتل د امنیت لپاره ستونزمنه پایله لري. هغه په اشارې سره ویلي، په سیمه کې د منځګړیتوب او سولې ادعاوې کوونکي باید لومړی په خپل کور کې اور مړ کړي.

هغه ټینګار کړی چې تر څو دولت د داخلي امنیت لپاره واضح او پرېکنده پالیسۍ ونه لري، د خېبرپښتونخوا امنیت به د دوامداره پرمختګ وړ نه وي.

په خېبرپښتونخوا کې د اوږدې مودې راهیسې ناامني دوام لري، او مرکزي او ایالتي حکومتونه د امنیت ټینګ ساتلو او د ترهګرو پرضد عملیاتو ادعاوې کوي، خو د عوامي نشنل ګوند مشر په وینا، عمل باید د ادعاوو سره سم وي.

محمود خان اڅکزی: د افغانانو پر وړاندې روان سلوک دایمي دښمني رامنځته کوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۱
محمود خان اڅکزی: د افغانانو پر وړاندې روان سلوک دایمي دښمني رامنځته کوي
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي ویلي، هغه سلوک چې پاکستان د افغانانو په وړاندې کوي، دایمي دښمني رامنځته کوي او د بربادۍ لار ده.

هغه د پاکستان په پارلمان کې د وینا پرمهال زیاته کړه، افغانستان تل د پاکستان اتحادی پاتې شوی او په راتلونکي کې به هم وي. هغه څرګنده کړه چې د افغانستان سره د لارو د بندیز له امله د پنجاب بزګرانوسخت تاوانونه ګاللي، خپل فصلونه او څاروي یې له لاسه ورکړي او مالي زیانونه ورته اوښتي دي.

اڅکزي وویل، د لارو د بندیز اغېز یوازې پنجاب پورې محدود نه دی، بلکې خېبرپښتونخوا او بلوچستان هم ډېر اغېزمن شوي دي، او که لارې پرانستې وای، دواړه ایالتونو به ځان په ښه توګه ساتلي وای.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان سره باید روغې اړيکې ټینګې شي، ځکه افغانان دلته زېږېدلي، زده کړې یې کړي، او په ټولنه کې برخه لري. نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې په زرګونو پاکستانيو ښځو د افغانانو سره ودونه کړي، او په لسګونو افغانې مېرمنې د له پاکستاني وګړو سره ودونه کړی دی، او د دې ګډوډۍ د مخنیوي لپاره باید قانون جوړ شي.

اڅکزي پای کې په پارلمان کې غوښتنه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي، کلتوري او بشري اړیکو لپاره باید واضح او مؤثره پالیسي وضع شي.

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند: پاکستاني پوځ د امریکا لپاره د «باګرام نیولو ټېکه» اخیستې ده

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱
د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند: پاکستاني پوځ د امریکا لپاره د «باګرام نیولو ټېکه» اخیستې ده
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شريک مشر مختار خان يوسفزي ويلي، له افغانستان سره د پاکستان جګړه د پنجابي د ګټو لپاره ده. هغه زیاته کړې، « دا د امریکا د ګټو جګړه ده او د پاکستان پوځ سینه ډبولې چې باګرام به د امریکا لپاره نیسي،»

هغه نن د يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په سوات کې یوې غونډې ته په وينا کې ويلي، «امریکا غواړي چې د باګرام هوايي اډه به د چین پر ضد وکاروي او د دغه اډې د نیولو ټېکه یې د پاکستان پوځ ته ورکړې ده، نو ځکه په افغانستان کې جګړه کوي.»

نوموړي د پاکستان له خوا افغانستان سره د جګړې په ترڅ کې ویلي، «د پاکستاني جنرالانو څخه پوښتنه کوم چې په کابل کې یې کوم طالب مشر وژلی دی؟ ته راځې په کونړ کې بې ګناه افغانان وژنې په هغو بمباري کوې.»

هغه ويلي، پاکستان په جلال اباد او پکتيا کې خلک وژني.

پاکستان د فيبرورۍ د مياشتې د وروستيو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې بمبارۍ کړي او ادعا کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان پرضد یې دغه عمليات ترسره کړي او د هغو اهداف یې په نښه کړي دي.

د پاکستان د بمباريو په ځواب کې افغان طالبانو هم د ډېورنډ په کرښه د پاکستاني ځواکونو پر ضد غچ اخیستونکي عملیات او په پاکستان کې د ډرون بريدونه ترسره کړي.

مختار يوسفزي ادعا کړې، چې تحريک طالبان پاکستان د پاکستاني پخوانيو پوځي او استخباراتو مشرانو کونړ ته لېږدولي و، ترڅو د افغان طالبانو سره په شریکه د افغانستان د جمهوري حکومت پرضد جګړه وکړي.

سهیل اپریدی: پښتانه په قصدي ډول د پاکستان د دفاع په نوم د مرګ خولې ته ورکړل شوي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۱
سهیل اپریدی: پښتانه په قصدي ډول د پاکستان د دفاع په نوم د مرګ خولې ته ورکړل شوي
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په باجوړ کې د یوې غونډي پرمهال ویلي، چې د قبایلي سیمو پښتانه په قصدي ډول د پاکستان د دفاع په نوم د مرګ خولې ته ورکړل شوي او سیمې یې ناامنه ساتل شوې دي.

سهیل اپریدي د یکشنبې په ورځ په باجوړ کې د امن جرګې په نامه یوه لویه غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې پښتانه او د قبایلي سیمو اوسېدونکي د پاکستان د دفاع په لومړۍ کرښه کې پاتې شوي، خو نور اجازه نه ورکوي، چې د ډالرو او پردیو ګټو لپاره د جګړې قرباني شي.

نوموړي ویلي، چې له دې ورسته به پښتانه د پاکستان دفاع کوي، خو په هېڅ صورت به د ډالري جګړو لپاره قرباني نه ور کوي.

سهیل اپريدي په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ پالیسیو ته په په اشاره زیاته کړې:« له ۷۸ کلونو راهیسې په دوامداره توګه د دوی همدا مفکوره ده، چې پښتانه او قبایلو ته خوشحالي نه ورکوو، تعلیم نه ورکوو. دوی ته به تل همدا وايو چې پر پاکستان سخته ده، ټوپک راواخله، پر پاکستان سخته ده ځان شهید کړه. ځان قربان کړه. زه نن هم انکار نه کوم، نن هم چې پر پاکستان سخته راشي، زه به ټوپک اوچتوم. زه به قرباني ورکوم، خو زه ستا د ډالرو لپاره نور خپل ځان نه قرباني کوم، نه قرباني کوم...».

نوموړي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د طبیعي کانونو د لټولو په موخه دا سیمې ناامنه شوې او قبایل نور باید په پردیو جګړو کې برخه وا نخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د پاکستان حکومت په باجوړ کې د پوځي عملیاتو په نامه زرګونه کسان کډې کولو ته اړاېستل. ایالتي حکومت د مرکزي حکومت له دغې پریکړې سره مخالفت ښودلی و او ویلي یې وو، چې عملیات د ستونزې حل نه دی.

په خیبر پښتونخوا کې د سختو ورښتونو له امله ۳۰ کسان مړه او ۱۴۰ کورونه ویجاړ شوي دي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۱
په خیبر پښتونخوا کې د سختو ورښتونو له امله ۳۰ کسان مړه او ۱۴۰ کورونه ویجاړ شوي دي
100%

د پاکستان د ناورینونو مدیریت ادارې خبر ورکړی، چې د تېرې مارچ میاشتې له ۲۵مې نېټې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله ۳۰ کسان مړه او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. د یادې ادارې په وینا؛ په مړو شویو کسانو کې ۲۰ ماشومان، ۵ نارینه او ۵ ښځې شاملې دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې د دغه ورښتونو له کبله د کورونو چتونو او دېوالونو نړېدو له کبله ۱۴۰ کورونه زیانمن شوي دي. د راپور له مخې؛ له ۱۴۰ کورونو څخه ۲۵ کورونه په بشپړ ډول او پاتې نور برسېرن زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې؛ دغه زیانونه په بنو، اېبټ‌اباد، کوهاټ، پېښور، نوشهره، باجوړ، لکي مروت، کورمه، هنګو، شانګله، بونیر، مالکنډ، بر دېر، بټګرام، شمالي وزیرستان او ټانک سیمو کې ثبت شوي دي.

یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې دغه بارانونه به د اپریل تر ۴مې نېټې دوام وکړي. دغې ادارې له خلکو غوښتي، چې له اړتیا پرته دې سفرونه نه‌کوي. همداراز، له زیانمنو کورنیو سره د مرستو چارې لاهم روانې دي.