• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نیویارک ټایمز څېړنه: طالبانو د روږدو کسانو د درملنې ځینې مرکزونه په پوځي ساحو کې جوړ کړي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویل شوي، د ۲۰۲۳کال له پیل راهیسې طالبانو په نشه‌يي توکو زرګونه روږدي کسان راټول کړي او په داسې مرکزونو کې یې ځای پر ځای کړي دي چې ځینې یې په پوځي سیمو کې موقعیت لري.

د نیویارک ټایمز د راپور لیکوالانو لیکلي، روږدي کسان د جبري پرېښودو او له درملو پرته له داسې شرایطو سره مخ دي چې بهرني چارواکي یې خپلسرې نیونې بولي. پاکستاني جنګي الوتکو (د کب په ۲۵مه) په کابل او ننګرهار کې په لږترلږه نهو هدفونو هوایي بریدونه وکړل. په دغه بریدونو کې پاکستاني بمونه د کابل په ختیځ کې د «امید» د درملنې پر مرکز هم لګېدلي، چې هلته سلګونه روږدي کسان تر درملنې لاندې وو.
د نیویارک ټایمز د راپور له‌مخې؛ تېره میاشت په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان هوايي بریدونه په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر ملکیانو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۶۹ ملکیانو د وژل کېدو او ۱۲۲ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي. بل‌خوا طالبان وایي، چې په دغه برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي، پاکستاني پوځي چارواکي ادعا کوي چې په کابل کې روږدي کسان د ځانمرګو بریدونو لپاره روزل کېږي؛ خو دوی د دغه ادعا د ثابتولو لپاره هېڅ ډول ثبوت نه‌دی وړاندې کړی.
نیویارک ټایمز لیکلي: «زموږ راپورونه او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما)، د بشري حقونو د څار سازمان او نورو نړۍوالو بنسټونو لومړنۍ څېړنې دې پایلې ته رسېدلې، چې پاکستان ناسم هدف په نښه کړی او پر هغه مرکز یې برید کړی، چې ملکیان په‌کې اوسېدل او د یوه پوځي کمپلېکس په احاطه کې موقعیت لاره».
ویل شوي، چې د روږدو کسانو د درملنې دغه مرکز شاوخوا یوه لسیزه د ناټو په پخوانۍ اډه کې فعال و. طالبانو هم د یادې سیمې په ځینو برخو کې پوځي فعالیتونه کول، چې د ځینو هغو واټن د روږدو کسانو د درملنې له مرکز سره یوازې ۱۰۰ متره (۳۰۰ فوټه) و. یوازینی څه چې د دغه مرکز ساتنه یې کوله، د چاودنو ضد یو دېوال و.
نیویارک ټایمز لیکلي، پاکستاني چارواکو ادعا کړې ده چې دغه مرکز د بل هدف لپاره کارېده. د پاکستان د پوځ ویاند ویلي: «که هغوی هلته روږدي کسان ساتل؛ نو ښايي هغه د ځانمرګو بریدګرو د روزنې مرکز و. ټول روږدي کسان ځانمرګي بریدګر نه‌دي؛ خو ټول ځانمرګي بریدګر روږدي وي».
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو تر اوسه د یادې ادعا د ثابتولو لپاره هېڅ ډول شواهد نه‌دي وړاندې کړي. د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې جګپوړې مدیرې پاټریشیا ګاسمن وړاندې ویلي و: «پاکستاني چارواکي باید بې‌پرې څېړنې ترسره کړي؛ څو روښانه شي چې ولې د ملکیانو له ګڼې ګوڼې ډک د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز برید شوی او څوک باید ځواب ویونکي وي».
نیویارک ټایمز لیکلي: «د پاکستان بریدونو د طالبانو له‌خوا د ملکیانو د مېشتولو لپاره له پوځي مرکزونو څخه د ګټې اخیستنې د نوي حقیقت پرده پورته کړه». پر کابل له برید دوه ورځې وړاندې پاکستان په کندهار کې هم د روږدو کسانو د درملنې یو مرکز ته څېرمه بله تشه پوځي ودانۍ په نښه کړې وه. په هغه پېښه کې د ملکي تلفاتو راپور نه و ورکړل شوی.
نیویارک ټایمز د شپږو چارواکو له قوله د هغوی د نومونو نه اخیستلو په شرط لیکلي، چې طالبانو په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې له مرکز څخه په سل مترۍ فاصله کې پوځي فعالیتونه لرل. د دغه چارواکو له ډلې دوو تنو ویلي، چې په همدې ځای کې د بې‌پیلوټه الوتکو پرزې ساتل کېدې او یو ځای کېدې.
طالبانو په تېرو څو اوونیو کې نږدې ۱۰۰ قربانیان په ډله‌ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارلي دي، چې په هغو کې ډېری داسې کسان هم وو چې هویت یې نه و څرګند او یا یې کورنیو ته مړي نه وو سپارل شوي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې د اوبو ناسم مدیریت موسمي بارانونه په ویجاړوونکو سېلابونو بدلوي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱
په افغانستان کې د اوبو ناسم مدیریت موسمي بارانونه په ویجاړوونکو سېلابونو بدلوي
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د اوبو د ناسم مدیریت له امله موسمي بارانونه په ویجاړوونکو سېلابونو بدلېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کړنې ادارې مسول ډیک ټرېنچارډ ویلي، چې د یادې ادارې تخینکي ټیمونو په بغلان ولایت کې د سېلاب ځپلو اړتیاوې ارزوي تر څو له هغو ټولنو سره مرسته وکړي، چې کورونه، کروندې او څاروي یې له منځه تللي دي.

نوموړي زیاته کړې:«یوازې دوه ورځې وړاندې په دغه دره کې سېېلابونه راله او د دې سیمې ټولې کروندې یې ویجاړي کړې. د مختار او زمري کروندې چې پیاز او نور توکي یې پکې کرلې وو له منځه ولاړې.»

نوموړي ویلي، چې که څه هم موسمي بارانونه د کرنې لپاره حیاتي دي، خو د اوبو د مدریت د سیستمونو د نشتوالي له امله دغه بارانونه په سېلابونو بدلېږي او د خلکو پر عایداتو او معیشت بدې اغېزې اچوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ورستیو څو ورځو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو په پایله کې له سل څخه ډېر کسان مړه، لسګونه نور ټپیان، سلګونه کورو او زرګونه جریبه کرنیزي ځمکې ویجاړي شوې دي.

طالبان وايي په افغانستان کې ۷مېلیونه خلک د ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۶ GMT+۱
طالبان وايي په افغانستان کې ۷مېلیونه خلک د ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دي
100%

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې مشر ملانورالدین ترابي وايي، چې په افغانستان کې ۷ مېلیونه خلک اوس‌مهال د ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دي. هغه له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو لپاره مرسته وکړي.

دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې د تېرو دوو لسیزو جګړو پرمهال ماین اېښودل د طالبانو د وژونکو جګړه‌‌ییزو لارو څخه یوه وه. طالبانو د سې‌شنبې په ورځ د ماینونو د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت یو پروګرام ترسره کړ. په دغه مراسمو کې د ملګرو ملتونو یوشمېر چارواکو هم ګډون کړی و.

نورالدین ترابي په دغه پروګرام کې وویل: «په تېرو ۴۵ کلونو کې په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک په ځانګړې توګه ماشومان د ځمکنیو ماینونو له امله اغېزمن شوي دي». هغه ماینونه او ناچاوده توکي «د انسانیت پټ دښمنان» وبلل.

نورالدین ترابي همدارنګه زیاته کړه، چې ادارې باید په دې برخه کې په شفاف او چټک ډول کار وکړي. هغه وويل: «ډېرو سازمانونو د سياسي ملحوظاتو له امله په افغانستان کې د ماين پاکولو فعاليتونه درولي دي».

يوناما مخکې ويلي و، چې هره مياشت په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ کسان د ځمکنيو ماينونو په چاودنو کې وژل کېږي. د یوناما د ماین پاکۍ څانګې مشر نېک پانډ په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو له امله رامنځته شویو تلفاتو ته اشاره وکړه او په هېواد کې یې د ماین پاکۍ د عملیاتو د دوام لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.

خو د طالبانو د ادارې د همغږۍ، انسجام او ماین‌پاکۍ برخې مشر نورالدین رستم‌خېل ویلي، چې د ماین‌پاکۍ پروګرام د ۱۵۵ ټیمونو په وسیله د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې روان دی.

د سره صلیب د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو په چاودنو کې لږترلږه ۹۲ کسان وژل شوي او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي. ماین اېښودل د تېرو ۲۰ کلونو په اوږدو کې د طالبانو له جګړه‌ییزو تاکتیکونو څخه یو و او هغه ماینونه چې د شوروي د حضور او د طالبانو او پخواني حکومت ترمنځ د جګړو له وخته پاتې دي، تر اوسه یې د ډېرو خلکو ژوند اخیستی دی.

په ننګرهار کې له تېرو دوو ورځو راهیسې سېلابونو ۲۴ کسان مړه کړي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۱۹ GMT+۱
په ننګرهار کې له تېرو دوو ورځو راهیسې سېلابونو ۲۴ کسان مړه کړي
100%

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په تېرو دوو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله ۲۴ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي. یاد دفتر ویلي، چې سلګونه کسان یې له سېلابونو او نورو ګواښونو ژغورلي دي.

د طالبانو یاد رسنیز دفتر د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره شپه هم په کامې ولسوالۍ کې ۱۵۰ کسان چې په کورنو کې د سېلابونو له امله له ګواښ سره مخ وو ژغورلي او خوندي ځای ته یې لېږدولي دي.

وړمه ورځ د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي و، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د روانې میاشتې له شپږمې تر ۱۵مې نېټې پورې د سختو بارانونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو په پایله کې ۷۷ کسان مړه او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.

سېلابونو په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او د اوسېدو کورونه ویجاړ کړي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان: د افغانستان روغتیايي سیستم له جدي بحران سره مخ دی

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱
د کډوالۍ نړیوال سازمان: د افغانستان روغتیايي سیستم له جدي بحران سره مخ دی
100%

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم) خبرداری ورکړی،چې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو وضعیت بحراني شوی او له سختو ستونزو سره مخ دی. دغه سازمان زیاته کړې، چې د نړیوالو مرستو کمښت او د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونو دا بحران لا غښتلی کړی.

دغه سازمان د روغتیا نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله په یوه راپور کې ویلي، د روغتیايي سکتور کارکوونکي له سختو شرایطو سره مخ دي او د سرچینو کمښت د دې سیستم پر اوږو دروند فشار اچولی دی.

د راپور له مخې، د نړیوالو مرستو کمښت او د ښځو پر زده‌کړو او کار لګېدلي محدودیتونه د روغتیايي سیستم ستونزې لا زیاتې کړې دي. سازمان ویلي: «دا سکتور د نړیوالو مرستو له کمېدو او د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو له امله تر سخت فشار لاندې دی.»

همداراز، په راپور کې راغلي چې ښځې او نجونې د تګ راتګ، کار او طبي زده‌کړو په برخو کې له محدودیتونو سره مخ دي، چې دا چاره د روغتیايي خدماتو وړاندې کول نور هم ستونزمن کوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې که دې وضعیت ته جدي پاملرنه ونه شي، د افغانستان روغتیايي سیستم به له لا زیاتو ننګونو سره مخ شي او د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره به ګواښونه زیات شي.

ازبکي رسنۍ: د ازبکستان سرحدي ځواکونه له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱
ازبکي رسنۍ: د ازبکستان سرحدي ځواکونه له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې
100%

ازبکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد سرحدي ځواکونو د افغانستان سره په پوله کې د ۱۰کیلوګرامو نشه‌يي توکو، چې تریاک او چرس په کې شامل و، د قاچاق مخه نیولې ده.

د ازبکستان د امنیتي خدمتونو ادارې په وینا، دا قاچاق شوې محموله د سرخان‌دریا په ولایت کې د غیرقانوني تېرېدو پر مهال د امو سیند څخه کشف او ضبط شوې ده.

راپور زیاتوي، چې په دې قضیه کې درې کسان هم نیول شوي، چې هڅه یې کوله د موټر د تیوبونو په کارولو سره نشه‌يي توکي له افغانستان څخه ازبکستان ته ولېږدوي. د چارواکو په وینا، د دغو کسانو څخه شاوخوا ۲.۷کیلوګرام تریاک او له ۸کیلوګرامو څخه زیات چرس ترلاسه شوي دي. ویل کېږي چې له دغه کسان سره ژمنه شوې وه چې د هر کیلوګرام د لېږد په بدل کې به ۲۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شي.

د ازبکستان امنیتي خدماتو ادارېویلي چې په دې قضیو کې د جنايي دوسیو د پرانیستلو سره، نیول شوي کسان په توقیف کې دي او تحقیقات روان دي.

په تېرو دوه اوونیو کې، ازبکستان د افغانستان څخه د قاچاق شویو موادو لسګونه کیلوګرامه ضبط کړي دي، چې د هېواد پر سرحدي امنیت او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې ټینګښت ښيي.