د دوو اوونیو اوربند له اعلان وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې

د سيبياېس خبري شبکې راپور ورکړی، چې د مالي بازارونو وضعیت له یوې میاشتې جګړې وروسته چې د تېلو نړۍوالې سوداګرۍ ته یې زیان رسولی و، د چهارشنبې په سهار د متحده ایالاتو، اسراییل او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند د خبر له اعلان وروسته د ښه والي نښې وښودې.
