په پروان کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۳ تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي

په پروان کې د طالبانو د والي ویاند حکمت الله شمیم وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
