• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لنډي کوتل کې د ستنېدونکو افغان کډوالو فریاد؛ ورښتونو، یخنۍ او بې‌نظمۍ زموږ ژوند تریخ کړی

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۲ GMT+۱

د افغان کډوالو پر مخ د تورخم لارې له پرانېستو راهیسې د بېرته ستنېدو بهیر په چټکۍ سره روان دی او تراوسه تر ۱۰زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. په ورته وخت کې زرګونه نور کسان د ستنېدو لپاره د لنډي کوتل پنډغالي ته رسېدلي؛ څو د نوم‌لیکنې او بېرته ستنېدو پاتې پړاوونه بشپړ کړي.

پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټربیون د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د بنسټیزو اسانتیاوو کمښت، د کارکوونکو کموالی او تخنیکي ستونزو د بېرته ستنېدو بهیر ټکنی کړی، چې هم کډوال او هم سیمه‌ییز اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.
د راپور له‌مخې؛ په سیمه کې د تېرو څو ورځو ورښتونو په لنډي کوتل کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې لا زیاتې کړې دي او دغه باران سلګونه کډوال چې په پرانیستې فضا کې مېشت وو، له سختې یخنۍ او کړاوونو سره مخ کړي.
په راپور کې راغلي، که څه هم ځايي اوسېدونکو روان وضعیت ته په کتو یو شمېر اغېزمنو کورنیو ته په خپلو کورونو کې ځای ورکړی؛ خو ډېری نورې کورنۍ بیا په ډاګونو پاتې شوې او ان لومړنیو اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه‌لري.
ورته مهال، په لنډي کوتل کې د کډوالۍ او نوم‌لیکنې په بهیر کې د کارکوونکو کمښت یوه بله لویه ستونزه بلل شوې؛ افغان کډوال او د سیمې قومي مشران د دغه بهیر د چټکتیا په موخه د کارکوونکو د شمېر زیاتولو غوښتنه کوي.
د دوی په وینا: «پخوا به دغه چارې په تورخم کې هم ترسره کېدې، چې ورسره به په کاري بار کې توازن رامنځته کېده؛ خو اوس چې ټول فعالیتونه یوازې په لنډي کوتل کې راټول شوي، ګڼه ګوڼه په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده».
د یادولو وړ ده، چې د تورخم لاره دا مهال یوازې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره پرانیستې ده او د عامو خلکو د تګ‌راتګ ترڅنګ، سوداګریز فعالیتونه لا هم په بشپړ ډول په ټپه درېدلي دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نورو لارو تړل کېدو هم سیمه‌ییز اقتصاد سخت ځپلی دی، چې له همدې امله په لنډي کوتل کې سوداګرو، موټرچلوونکو، د هوټلونو مالکانو او ورځنیو کارګرو له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د زرګونه خلکو د ژوند د بېرته عادي کېدو په موخه دې لاره د سوداګرۍ پر مخ ژر تر ژره پرانیزي.
سیمه‌ییزو مشرانو بیا په وار-وار اندېښنه ښودلې، چې د لارو اوږدمهاله بندښت په سیمه کې بې‌کاري په چټکۍ سره زیاته کړې او کاروبارونه یې نږدې په ټپه درولي دي. دوی خبرداری ورکوي، چې که وضعیت ژر ښه نه‌شي؛ نو د سیمې اوسېدونکي به له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې د افغانانو لڼدمهاله پندغالي مخې ته ګڼو افغان کډوالو د اسانتیاوو د کمښت او په اداري چارو کې د پراخې ګډوډۍ له امله لاریون وکړ. دغه افغانان چې افغانستان ته د تورخم له لارې د تګ په تمه دي په یاد پنډغالي کې یې بنسټیزو اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له کبله لاریون وکړ. لاریونوالو افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، له دې امله یې لاریون کړی چې په پنډغالي کې بنسټیزې اسانتیاوې نږدې په نشت حساب دي او دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.
د دوی په خبره؛ په دغه پنډغالي کې ښځې او ماشومان له ناوړه حالت سره مخ دي. لاریون کوونکو ادعا کړې، چې دوی د اداري پروسو لپاره په ساعتونو په سړې هوا او باران کې په اوږدو قطارونو کې انتظار باسي؛ خو وار نه ورکول کېږي. د دوی په وینا؛ پولیس هغو ځانګړو کسانو ته لومړیتوب ورکوي، چې واسطه لري یا دوی ته بډې ورکوي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

د کډوالۍ نړیوال سازمان: د افغانستان روغتیايي سیستم له جدي بحران سره مخ دی

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱
د کډوالۍ نړیوال سازمان: د افغانستان روغتیايي سیستم له جدي بحران سره مخ دی
100%

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم) خبرداری ورکړی،چې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو وضعیت بحراني شوی او له سختو ستونزو سره مخ دی. دغه سازمان زیاته کړې، چې د نړیوالو مرستو کمښت او د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونو دا بحران لا غښتلی کړی.

دغه سازمان د روغتیا نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله په یوه راپور کې ویلي، د روغتیايي سکتور کارکوونکي له سختو شرایطو سره مخ دي او د سرچینو کمښت د دې سیستم پر اوږو دروند فشار اچولی دی.

د راپور له مخې، د نړیوالو مرستو کمښت او د ښځو پر زده‌کړو او کار لګېدلي محدودیتونه د روغتیايي سیستم ستونزې لا زیاتې کړې دي. سازمان ویلي: «دا سکتور د نړیوالو مرستو له کمېدو او د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو له امله تر سخت فشار لاندې دی.»

همداراز، په راپور کې راغلي چې ښځې او نجونې د تګ راتګ، کار او طبي زده‌کړو په برخو کې له محدودیتونو سره مخ دي، چې دا چاره د روغتیايي خدماتو وړاندې کول نور هم ستونزمن کوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې که دې وضعیت ته جدي پاملرنه ونه شي، د افغانستان روغتیايي سیستم به له لا زیاتو ننګونو سره مخ شي او د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره به ګواښونه زیات شي.

ازبکي رسنۍ: د ازبکستان سرحدي ځواکونه له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱
ازبکي رسنۍ: د ازبکستان سرحدي ځواکونه له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې
100%

ازبکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد سرحدي ځواکونو د افغانستان سره په پوله کې د ۱۰کیلوګرامو نشه‌يي توکو، چې تریاک او چرس په کې شامل و، د قاچاق مخه نیولې ده.

د ازبکستان د امنیتي خدمتونو ادارې په وینا، دا قاچاق شوې محموله د سرخان‌دریا په ولایت کې د غیرقانوني تېرېدو پر مهال د امو سیند څخه کشف او ضبط شوې ده.

راپور زیاتوي، چې په دې قضیه کې درې کسان هم نیول شوي، چې هڅه یې کوله د موټر د تیوبونو په کارولو سره نشه‌يي توکي له افغانستان څخه ازبکستان ته ولېږدوي. د چارواکو په وینا، د دغو کسانو څخه شاوخوا ۲.۷کیلوګرام تریاک او له ۸کیلوګرامو څخه زیات چرس ترلاسه شوي دي. ویل کېږي چې له دغه کسان سره ژمنه شوې وه چې د هر کیلوګرام د لېږد په بدل کې به ۲۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شي.

د ازبکستان امنیتي خدماتو ادارېویلي چې په دې قضیو کې د جنايي دوسیو د پرانیستلو سره، نیول شوي کسان په توقیف کې دي او تحقیقات روان دي.

په تېرو دوه اوونیو کې، ازبکستان د افغانستان څخه د قاچاق شویو موادو لسګونه کیلوګرامه ضبط کړي دي، چې د هېواد پر سرحدي امنیت او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې ټینګښت ښيي.

ایمل ولي خان: د ترهګرۍ پېښو پړه بېځایه پر افغانستان اچول کېږي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱
ایمل ولي خان: د ترهګرۍ پېښو پړه بېځایه پر افغانستان اچول کېږي
100%

د عوامي نشنل ګوند مشر، اېمل ولي خان، ويلي چې خېبرپښتونخوا کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او د ترهګرۍ پېښې په تکراري ډول ترسره کېږي. هغه زیاته کړي، چې د دغه پېښو پړه بېځایه پر افغانستان ورتپل کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې تېره شپه په سوات کې د دغه ګوند د يو مشر، ايوب خان اشاړي په کور وسله وال بريد وشو.

اېمل ولي خان ويلي، د ایالت دننه د ترهګرو د ازاد تګ راتګ پر وړاندې چوپتیا د اندېښنې وړ ده او له هرې پېښې وروسته یې پړه پر افغانستان اچول بې ځایه ده. هغه د پوښتنې په ډول ویلي چې ولې مرکزي او د خېبرپښتونخوا حکومت او امنیتي ادارې د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدام نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، ولس غواړي پوه شي چې د «ښه» او «بد» وسله والو ترمنځ د توپیر ساتل د امنیت لپاره ستونزمنه پایله لري. هغه په اشارې سره ویلي، په سیمه کې د منځګړیتوب او سولې ادعاوې کوونکي باید لومړی په خپل کور کې اور مړ کړي.

هغه ټینګار کړی چې تر څو دولت د داخلي امنیت لپاره واضح او پرېکنده پالیسۍ ونه لري، د خېبرپښتونخوا امنیت به د دوامداره پرمختګ وړ نه وي.

په خېبرپښتونخوا کې د اوږدې مودې راهیسې ناامني دوام لري، او مرکزي او ایالتي حکومتونه د امنیت ټینګ ساتلو او د ترهګرو پرضد عملیاتو ادعاوې کوي، خو د عوامي نشنل ګوند مشر په وینا، عمل باید د ادعاوو سره سم وي.

طالبان وایي تېره میاشت یې له ۸۵زره راستنو شویو او بې‌ځایه شویو سره مرستې کړي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۱
طالبان وایي تېره میاشت یې له ۸۵زره راستنو شویو او بې‌ځایه شویو سره مرستې کړي
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سه‌شنبه د (وري ۱۸مه) خبر ورکړی چې په تېره میاشت کې له ۸۳زره او ۷۴۷تنو بې‌ځایه شویو، راستنو شویو او کوربه ټولنو سره مرستې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغو مرستو ارزښت څه باندې ۳۴۴میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د طالبانو د یاد وزارت په وینا، په دغو مرستو کې نغدې پیسې، خوراکي توکي، جامې او نور اړین توکي شامل وو چې په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی د اړوند ریاستونو په همغږۍ د همکاریو موسساتو له لوري وېشل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د مرستو دا بهیر د پلازمېنې کابل په ګډون پروان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان، کونړ، خوست، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، کندهار، هلمند، زابل، هرات، فراه، بادغیس، نیمروز، بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب، کندوز او تخار ولایتونو کې ترسره شوی دی.

طالبان داسې مهال د دغو مرستو خبر ورکوي چې افغانستان له سخت طبیعي او بشري ناورین سره مخ دی. د بارانونو، سېلابونو او طبیعي افتونو له کبله هم تازه د هېواد په ګوډ ګوډ کې خلک اغیزمن شوي او ان د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاس‌رسي نه لري. مرستندویه سازمانونو ویلي، چې وروستيو طبیعي افتونو په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې پراخ کړی دی او د خلکو د اړتیاوو مطابق کافي مرستې هم نشته.

د طالبانو په واکمنېدو سره له هېواده ډېری بهرنۍ موسسې ووتې چې ورسره د بشري مرستو کچه هم په بې سارې توګه راکمه شوه. همدا راز د بهرنیو ادارو په وتلو سره د بې‌کارۍ، لوږې او فقر کچه هم خپل اوج ته رسېدلې ده. ملګرو ملتونو د نړۍ پر هېوادونو او مرستندویه سازمانونو غږ کړی چې په دغه سخت وضعیت کې دې د اړمنو افغانانو لاسنېوی وکړي.

محمود خان اڅکزی: د افغانانو پر وړاندې روان سلوک دایمي دښمني رامنځته کوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۱
محمود خان اڅکزی: د افغانانو پر وړاندې روان سلوک دایمي دښمني رامنځته کوي
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي ویلي، هغه سلوک چې پاکستان د افغانانو په وړاندې کوي، دایمي دښمني رامنځته کوي او د بربادۍ لار ده.

هغه د پاکستان په پارلمان کې د وینا پرمهال زیاته کړه، افغانستان تل د پاکستان اتحادی پاتې شوی او په راتلونکي کې به هم وي. هغه څرګنده کړه چې د افغانستان سره د لارو د بندیز له امله د پنجاب بزګرانوسخت تاوانونه ګاللي، خپل فصلونه او څاروي یې له لاسه ورکړي او مالي زیانونه ورته اوښتي دي.

اڅکزي وویل، د لارو د بندیز اغېز یوازې پنجاب پورې محدود نه دی، بلکې خېبرپښتونخوا او بلوچستان هم ډېر اغېزمن شوي دي، او که لارې پرانستې وای، دواړه ایالتونو به ځان په ښه توګه ساتلي وای.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان سره باید روغې اړيکې ټینګې شي، ځکه افغانان دلته زېږېدلي، زده کړې یې کړي، او په ټولنه کې برخه لري. نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې په زرګونو پاکستانيو ښځو د افغانانو سره ودونه کړي، او په لسګونو افغانې مېرمنې د له پاکستاني وګړو سره ودونه کړی دی، او د دې ګډوډۍ د مخنیوي لپاره باید قانون جوړ شي.

اڅکزي پای کې په پارلمان کې غوښتنه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي، کلتوري او بشري اړیکو لپاره باید واضح او مؤثره پالیسي وضع شي.