• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په شیخ ابونصر فراهي بندر کې پراخه اورلګېدنه د ایران په مرسته کابو شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱

طالبانو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د فراه د شیخ ابونصر فراهي په بندر کې پراخه اورلګېدنه د ایران په همکارۍ کابو شوه. افغانستان انټرنشنل ته د سیمه‌ییزو سرچینو له لوري په رالېږل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې په یاد بندر کې د اور لمبې او لوګي پورته کېږي.

دا اورلګېدنه د چهارشنبې په مازدیګر (د وري ۱۹مه) رامنځته شوه. طالبانو لا تر اوسه د دغې اورلګېدنې د لامل، د اوښتو زیانونو او د احتمالي ځاني تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې د یوه کس غږ اورېدل کېږي، چې د پېښې ځای ته څېرمه وسایطو ته د اور د غځېدو په اړه اندېښمن دی.

په فراه ولایت کې ابونصر فراهي بندر د افغانستان او ایران په پوله کې یو له سترو سوداګریزو بندرونو څخه دی. د هېواد په بندرونه کې د اور وژنې عصري سیسټمونه نه‌شته.

د ۱۳۹۹ کال په سلواغې میاشت کې د هرات په اسلام‌کلا بندر کې هم یوه ستره اور لګېدنه رامنځته شوې وه او هغه هم د ایران د اور وژنې ادارې په مرسته راکابو شوه. په یاده پېښه کې سلګونه موټر سوځېدلي وو او سوداګرو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي وو.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

یوه ځوان په هرات کې د مطالعې کلتور د ودې لپاره ګرځنده کتابتون جوړ کړی دی

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۱

په هرات کې یوه ځوان د ۵۰۰ زره افغانیو په پانګونې سره د «پیک کتاب» په نوم یو ګرځنده کتابتون جوړ کړی دی. دغه ځوان له دغې چارې موخه د کتاب لوستنې کلتور وده بولي. د دغه ولایت ډېریو فرهنګپالو د یاد ځوان دغه نوښت ستایلی دی.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کلونو کې د ځوانانو له لوري د انترنېټ او ټولنیزو شبکو د کارولو له امله د کتاب لوستنې کلتور پیکه شوی، خو په هرات کې یوه ځوان په یوه نوي نوښت سره غواړي په دغه ولایت کې د کتاب لوستنې دود ته وده ورکړي.

دغه ځوان چې غلام فاروق محمودي نومېږي پر یاد سیار کتابتون ۵۰۰ زره افغانۍ پانګونه کړې او په یوه موټر کې یې په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۲ زره کتابونه د خلکو د مطالعې لپاره ځای پر ځای کړي دي.

دغه ځوان هڅې کوي، چې د کتاب لوستنې دود په راژوندي کولو سره خلکو ته د مطالعې لپاره کتابونو ته د اسانه لاسرسي زمینه برابره کړي.

غلام فاروق محمودي وايي: «زموږ موخه دا ده، چې د کتاب لوستنې کلتور دود شي او خلکو ته په اسانه توګه کتابونه د مطالعې لپاره برابر شي».

د دغه ځوان یاد نوښت د هرات د فرهنګپالو له لوري ستایل شوی او وايي، که له دغه ډول چارو ملاتړ وشي، نو کېدای شي د کتاب لوستنې کلتور بنسټیز شي.

د هرات یو فرهنګپال ولي‌شاه بهره وايي: «پیک کتاب په ډېر لوړ همت سره د مطالعې مینه‌والو ته کتابونه او سرچینې برابروي. دا پر ټولنې ډېر اغېز لري او موږ یې ستایو».

له دې سره سم، د هرات ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر امر عبدالمتین عادل د کتاب لوستنې لپاره یاد نوښت ستایلی او زیاته کړې یې ده: «موږ هم د کتاب لوستنې کلتور د دودېدو لپاره هڅې کوو او همداراز موږ له هر هغه بنسټ څخه چې د کتاب لوستنې کلتور د دودېدو په برخو کې فعالیت کوي په بشپړ ډول ملاتړ کوو».

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې نه یوازې په هرات، بلکې په ټول هېواد کې د کتاب لوستنې کلتور پیکه شوی او ډېری فرهنګپال یې لامل د سواد کمښت، اقتصادي ستونزې او په ځانګړې توګه په ټولنیزو شبکو کې د ډېرو ځوانانو بوختیا په ګوته کوي.

د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تیز باران او سیلابونو وړاندوینه شوې

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې وايي، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبي ډېرو بارانونو، توپانونو، قوي بادونو او ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو احتمال شته.

یادې ادارې زیاته کړې، جوزجان، فاریاب، سرپل، بادغیس، هرات، غور، دایکندي، بامیان، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، نورستان او کونړ اغیزمن ولایتونه دي.

په یادو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰څخه تر ۳۰ملي‌مترو پورې اټکل شوې ده، چې په ځینو ځایونو کې ښايي د سېلابونو لامل شي.

همدا راز، په مرکزي او شمال لوېدیځو ولایتونو کې د ۵۰څخه تر ۷۵کیلومترو په ساعت پورې د تیزو بادونو د لګېدو امکان شته، چې د ونو د نړېدو او د زیانونو د پېښېدو خطر ورسره مل دی او په لوړو ارتفاعاتو او سړو سیمو کې د واورې د ورېدو احتمال هم شته.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو ۱۳ ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د بارانونو، واورو، سېلابونو، زلزلې، د کورونو د چتونو نړېدو او غره ښوېېدو په پایله کې ۱۴۷ کسان مړه شوي، ۲۱۶ ټپیان او ۸ تنه نور لادرکه دي.

طالبانو ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۹ کورونه په بشپړ ډول، ۶۳۷ کورونه په نسبي ډول او ۷۸ هټۍ په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د وري میاشتې له ۶مې نیټې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو په پایله کې د ځاني زیانونو ترڅنګ سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او سلګونه کیلومتره سړکونه هم زیانمن شوي دي.

محقق د ایران او امریکا ترمنځ په اوربند کې د رول لوبونې له امله عاصم منیر ستایلی

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر محمد محقق د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په برخه کې د هڅو له امله د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر ستاینه کړې ده.

محمد محقق د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته په یوه لیک کې د ورور خطاب کړی او د اسلام‌اباد په منځګړیتوب یې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند هڅې ستایلې دي.

نوموړي ویلي، پاکستان په دې اقدام سره ثابته کړه، چې په سیمه کې د سولې او ثبات مدافع دی.

په لیک کې راغلي:« په دغه تاریخي ګام سره چې تاسو اخیستی دی، تاسې نه یوازې د پاکستان د ملت سر لوړ کړی، بلکې تاسې سیمه او نړۍ له لوی انساني ناورین څخه هم ژغورله».

نوموړي په دغه لیک کې د افغانستان وضعیت ته هم اشاره کړې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت او لا نږدېوالي د ټینګار ترڅنګ یې هیله ښودلې چې افغانستان د ترهګرو ډلو له شر څخه خلاص او په انساني ارزښتونو ولاړ یو نظام رامنځته شي.

په کندهار کې د حوزې امر د تخار امنیه قوماندان او د تخار امنیه قوماندان د حوزې امر ټاکل شوی

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې مولوي هبت الله په یوه حکم کې د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې امر د تخار د امنیه قوماندان او د تخار امنیه قوماندان په کندهار کې د څلورمې حوزې د امر په توګه ټاکلي دي.

د طالبانو ویاند پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلی، چې د دغه حکم له مخې، د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې امر موسی کلیم ابو نصر د تخار د امنیه قوماندان په توګه او د تخار امنیه قوماندان ملا عبدالعلي د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې د امر په توګه ټاکل شوي دي.

همدارنګه د ملا هبت الله د حکم له مخې، د زابل د علماوو شورا مخکینی رییس عزیزالله طیب د همدغه ولایت د پوهنتون د رییس په توګه او د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی مرستیال روح الاامین روحاني د یادې ډلې د دفاع وزارت د حمایوي لوا د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

د طالبانو مشر تردې وړاندې هم ورته ټاکني کړې، چې ملایان، قاریان او غیر مسلکي کسان یې پر لوړو پوسټونو په دنده ګومارلي دي.

امریکا له قطر نه د افغانانو د لېږد لپاره له دوو افریقايي او یوه اسیايي هېواد سره خبرې کړې

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۲۳ GMT+۱

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې امریکا د هغو افغان پناه غوښتونکو د انتقال لپاره چې د قطر په یوه کمپ کې پراته دي، له دوو افریقایي او یوه اسیایي هېواد سره خبرې کړې دي. د دغو هېوادونو نومونه لا روښانه نه دي. عربو او مسلمانو هېوادونو دغه کډوال نه دي منلي.

دغه کمپ چې پناه غوښتونکي پکې استوګن دي، السیلیه نومېږي او د قطر پلازمېنې دوحې ته نږدې پروت دی.

د کمپ لګښت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بودجې له مخې په میاشت کې تر ۱۰ میلیون ډالرو زیات اټکل شوی دی.

قطر په شخصي توګه له امریکا غوښتي چې دغه کمپ ژر تر ژره وتړي، ځکه ددوحې په وینا، دغه کمپ اصلا دایمي نه و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې اعلان کړی و چې یاد کمپ به د وري تر۱۱ مې نېټې وتړل شي. په کمپ کې له ۱۰۰۰ ډېر افغان پناه غوښتونکي استوګن دي.

یو امریکایي چارواکي ویلي، چې عربو او مسلمانو هېوادونو افغانان نه دي منلي او همدا وجه ده چې له نورو هېوادونو سره خبرې پیل شوې دي.

وال‌ سټریټ ژورنال ویلي چې دوی یو سند لیدلی، چې پکې ښودل شوي هر پناه غوښتونکي ته د ۱۲۰۰ تر ۴۵۰۰ ډالرو وړاندیز شوی چې افغانستان ته بېرته ولاړ شي. په سند کې راغلي چې امریکا به یې له بېرته تګ وروسته وضعیت هم څاري.

همدارنګه په فورم کې چې پناه غوښتونکو ته ورکړل شوی، ټینګار شوی چې څوک له بېرته تګ سره هوکړه کوي، پوهېږي چې «افغانستان ته بېرته تګ ممکن له خطرونو سره مل وي» او د امریکا حکومت د هغوی امنیت نه شي تضمینولی.

تر دې دمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو کسانو شمېر نه دی خپور کړی چې دا وړاندیز یې منلی او دا هم روښانه نه ده چې د ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو وروسته به څه پریکړه وشي.

وال‌ سټریټ ژورنال لیکلي چې د پیسو په بدل کې د بېرته تګ وړاندیز ممکن د ځینو پناه غوښتونکو لپاره د تعقیب، زندان او حتا د مرګ خطر ولري.