• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په دوو اونيو کې؛ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د سختو ورښتونو له امله ۶۳ کسان مړه شوي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۷ GMT+۱

په تېرو دوو اونيو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د سختو ورښتونو له امله ۶۳ کسان مړه او ۱۳۳ نور ټپیان شوي دي. له دې سره سم د ناورينونو مدیریت اداره وايي، چې د یادو ورښتونو له کبله په خیبر پښتونخوا کې ۶۵۲ او په بلوچستان کې بیا ۱۶۱ کورونو ته زیان اوښتی دی.

د خیبر پښتونخوا د ناورينونو مدیریت ادارې ويلي، چې د تېرې سې‌شنبې په ورځ په پېښور او مومندو والسوالیو کې ګڼ شمېر خلک چې د سېلاب په اوبو کې بند پاتې وو ژغورل شوي. بل لور ته د خیبر پښتونخوا د اوبو لګولو ادارې ويلي، چې د افغانستان سیندونو کې اوبه زیاتې شوې او د سېلاب بڼه يې خپله کړې او دا مهال د پاکستان شاوخوا سیمو ته نږدې شوې او ښایي چې دغه هېواد ته داخلې شي او د پراخو زیانونو لامل شي.

د پاکستان د ناورینونو مدیریت ادارې تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې د تېرې مارچ میاشتې له ۲۵مې نېټې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله ۳۰ کسان مړه او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. د یادې ادارې په وینا؛ په مړو شویو کسانو کې ۲۰ ماشومان، ۵ نارینه او ۵ ښځې شاملې دي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

ایمل ولي خان: د ترهګرۍ پېښو پړه بېځایه پر افغانستان اچول کېږي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱
ایمل ولي خان: د ترهګرۍ پېښو پړه بېځایه پر افغانستان اچول کېږي
100%

د عوامي نشنل ګوند مشر، اېمل ولي خان، ويلي چې خېبرپښتونخوا کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او د ترهګرۍ پېښې په تکراري ډول ترسره کېږي. هغه زیاته کړي، چې د دغه پېښو پړه بېځایه پر افغانستان ورتپل کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې تېره شپه په سوات کې د دغه ګوند د يو مشر، ايوب خان اشاړي په کور وسله وال بريد وشو.

اېمل ولي خان ويلي، د ایالت دننه د ترهګرو د ازاد تګ راتګ پر وړاندې چوپتیا د اندېښنې وړ ده او له هرې پېښې وروسته یې پړه پر افغانستان اچول بې ځایه ده. هغه د پوښتنې په ډول ویلي چې ولې مرکزي او د خېبرپښتونخوا حکومت او امنیتي ادارې د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدام نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، ولس غواړي پوه شي چې د «ښه» او «بد» وسله والو ترمنځ د توپیر ساتل د امنیت لپاره ستونزمنه پایله لري. هغه په اشارې سره ویلي، په سیمه کې د منځګړیتوب او سولې ادعاوې کوونکي باید لومړی په خپل کور کې اور مړ کړي.

هغه ټینګار کړی چې تر څو دولت د داخلي امنیت لپاره واضح او پرېکنده پالیسۍ ونه لري، د خېبرپښتونخوا امنیت به د دوامداره پرمختګ وړ نه وي.

په خېبرپښتونخوا کې د اوږدې مودې راهیسې ناامني دوام لري، او مرکزي او ایالتي حکومتونه د امنیت ټینګ ساتلو او د ترهګرو پرضد عملیاتو ادعاوې کوي، خو د عوامي نشنل ګوند مشر په وینا، عمل باید د ادعاوو سره سم وي.

محمود خان اڅکزی: د افغانانو پر وړاندې روان سلوک دایمي دښمني رامنځته کوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۱
محمود خان اڅکزی: د افغانانو پر وړاندې روان سلوک دایمي دښمني رامنځته کوي
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي ویلي، هغه سلوک چې پاکستان د افغانانو په وړاندې کوي، دایمي دښمني رامنځته کوي او د بربادۍ لار ده.

هغه د پاکستان په پارلمان کې د وینا پرمهال زیاته کړه، افغانستان تل د پاکستان اتحادی پاتې شوی او په راتلونکي کې به هم وي. هغه څرګنده کړه چې د افغانستان سره د لارو د بندیز له امله د پنجاب بزګرانوسخت تاوانونه ګاللي، خپل فصلونه او څاروي یې له لاسه ورکړي او مالي زیانونه ورته اوښتي دي.

اڅکزي وویل، د لارو د بندیز اغېز یوازې پنجاب پورې محدود نه دی، بلکې خېبرپښتونخوا او بلوچستان هم ډېر اغېزمن شوي دي، او که لارې پرانستې وای، دواړه ایالتونو به ځان په ښه توګه ساتلي وای.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان سره باید روغې اړيکې ټینګې شي، ځکه افغانان دلته زېږېدلي، زده کړې یې کړي، او په ټولنه کې برخه لري. نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې په زرګونو پاکستانيو ښځو د افغانانو سره ودونه کړي، او په لسګونو افغانې مېرمنې د له پاکستاني وګړو سره ودونه کړی دی، او د دې ګډوډۍ د مخنیوي لپاره باید قانون جوړ شي.

اڅکزي پای کې په پارلمان کې غوښتنه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي، کلتوري او بشري اړیکو لپاره باید واضح او مؤثره پالیسي وضع شي.

د پاکستان د پوځ قوماندانانو په افغانستان کې د بریدونو پر غځولو ټینګار کړی

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۲ GMT+۱
د پاکستان د پوځ قوماندانانو په افغانستان کې د بریدونو پر غځولو ټینګار کړی
100%

د پاکستان پوځ وايي، چې په راولپنډۍ کې د قول اردوګانو د قوماندانانو په غونډه کې «په افغانستان کې د وسله والو د پټنځایونو» تر له منځه وړو پورې د بریدونو پر دوام ټینګار شوی. په دې غونډه کې د سعودي عربستان پر پټرولیمي او صنعتي تاسیساتو بریدونه اندېښمنوونکي بلل شوي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ، د وري پر ۱۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ددغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر په مشرۍ د قول اردوګانو د قوماندانانو په غونډه کې د پاکستان او د سیمې د وضعیت ارزونه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې ټینګار شوی، چې «ټولې وسله والې ډلې له استثنا پرته تعقیب او له منځه یووړل شي».

د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر ویلي، په دې غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې، چې د «غضب للحق» په نامه عملیات به تر هغه غځیږي، چې ددوی په وینا، د ترهګرو خوندي پټنځایونه له منځه لاړ شي او د پاکستان پر ضد د افغان خاورې کارېدل پای ته ورسیږي.

د پاکستاني پوځ دا څرګندونې داسې مهال دي، چې له یوې اونۍ راهیسې د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ د چین په ارومچي ښار کې خبرې اترې روانې دي.

پاکستان پر طالبانو تور لګوي، چې د پاکستاني وسله والو ملاتړ کوي، خو افغان طالبان دغه تورونه ردوي او د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو جګړې د پاکستان کورنۍ مساله ګڼي.

د پاکستان د پوځي چارواکو په دې ناسته کې د منځني ختیځ د جګړې په تړاو هم خبرې شوې دي او د سعودي عربستان پر پټرولیمي او صنعتي تاسیساتو د شویو بریدونو په تړاو اندېښنه ښودل شوې او دا یې د کړکېچ غیر ضروري زیاتوالی بللی دی.

پاکستان له سعودي عربستان سره دفاعي او امنیتي تړون لري او پر ریاض د ایران له بریدونو سره هممهاله اسلام اباد هڅه کوي، چې د امریکا او ایران ترمنځ ستونزې له ډیپلوماتیکو چینلونو اوارې شي، خو دې هڅو تر دې دمه پایله نه ده ور کړې.

مولانا فضل الرحمن: د پاکستان د ناسمو پالیسیو له امله له افغانستان او هند سره لارې تړلې دي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۱
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان د ناسمو پالیسیو له امله له افغانستان او هند سره لارې تړلې دي
100%

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ویلي، چې د پاکستان د ناسمو تګلارو له امله له افغانستان او هند سره لارې د سوداګرۍ پرمخ تړل شوې، چې سوداګرۍ ته یې زیان اړولی دی. مولانا فضل‌الرحمان ویلي، چې «د پاکستان واکمنان د امریکا غلامان دي».

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن نن دوشنبه، د وري پر ۱۷مه، په خیبر پښتونخوا کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د روانو پالیسیو په اړه د پارلمان غونډه راغواړي او په دې اړه به معلومات د ولس له استازو شریک شي.

مولانا په پښتونخوا کې پر خراب امنیتي وضعیت نیوکه وکړه او ویې ویل چې حکومت په خیبرپښتونخوا کې کنټرول له لاس ورکړی او واکمني یې نه چلیږي.

نوموړي د پاکستاني پوځ پر نظامي عملیاتو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې روان عملیات د ناامنۍ لامل شوي دي.

مولانا فضل الرحمن ویلي، چې د تېلو کومې لس بیړۍ چې د پاکستان په نامه له هرمز تنګي را تېرې شوې، دوی نه دي لیدلې او نه هم پر بیو اغیز پرېوتی دی.

هغه خبرداری ورکړ، چې ددې ټولو موضوعاتو په اړه د اپریل میاشتې پر ۱۲مه نېټه له خیبر پښتونخوا څخه د حکومت پرضد تحریک پیلوي.

رویټرز: پاکستان د جګړې د ختمېدو لپاره امریکا او ایران ته طرحه سپارلې ده

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۱
رویټرز: پاکستان د جګړې د ختمېدو لپاره امریکا او ایران ته طرحه سپارلې ده
100%

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د امنیتي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې اسلام‌اباد امریکا او ایران ته داسي یوه طرحه سپارلې ده، چې په پلي کولو سره به یې جګړه ختمه او د هرمز تنګی بیا پرانیستل شي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، یاده طرحه دوه پړاوه لري چې لومړی سمدستي اوربند او دویم هر اړخیز تړون دی.

پاکستاني سرچینو ویلي، چې د پوځ لوی درستیز عاصم منیر تېره شپه د امریکا د مرستیال ولسمشر جي‌ډي وینس او د ټرمپ د ځانګړي استازي سټيو وېټکاف او همداراز د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په اړیکه کې وو.

سرچینو ویلي، چې د وړاندیز له مخې به سمدستي اوربند رامنځته او د هرمز تنګی به پرانیستل شي. دوی ویلي، چې له ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې به یو پراخ تړون هم تر سره شي.

د سرچینو په خبره، دې طرحې ته به په لنډمهاله توګه د «اسلام‌اباد تړون» نوم ورکړي او مخامخ خبرې به په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

سرچینو ویلي، چې ایران تر اوسه یادې طرحې ته ځواب نه دی ويلی او امریکا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.