• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په افغانستان کې ۷مېلیونه خلک د ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې مشر ملانورالدین ترابي وايي، چې په افغانستان کې ۷ مېلیونه خلک اوس‌مهال د ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دي. هغه له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو لپاره مرسته وکړي.

دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې د تېرو دوو لسیزو جګړو پرمهال ماین اېښودل د طالبانو د وژونکو جګړه‌‌ییزو لارو څخه یوه وه. طالبانو د سې‌شنبې په ورځ د ماینونو د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت یو پروګرام ترسره کړ. په دغه مراسمو کې د ملګرو ملتونو یوشمېر چارواکو هم ګډون کړی و.

نورالدین ترابي په دغه پروګرام کې وویل: «په تېرو ۴۵ کلونو کې په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک په ځانګړې توګه ماشومان د ځمکنیو ماینونو له امله اغېزمن شوي دي». هغه ماینونه او ناچاوده توکي «د انسانیت پټ دښمنان» وبلل.

نورالدین ترابي همدارنګه زیاته کړه، چې ادارې باید په دې برخه کې په شفاف او چټک ډول کار وکړي. هغه وويل: «ډېرو سازمانونو د سياسي ملحوظاتو له امله په افغانستان کې د ماين پاکولو فعاليتونه درولي دي».

يوناما مخکې ويلي و، چې هره مياشت په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ کسان د ځمکنيو ماينونو په چاودنو کې وژل کېږي. د یوناما د ماین پاکۍ څانګې مشر نېک پانډ په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو له امله رامنځته شویو تلفاتو ته اشاره وکړه او په هېواد کې یې د ماین پاکۍ د عملیاتو د دوام لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.

خو د طالبانو د ادارې د همغږۍ، انسجام او ماین‌پاکۍ برخې مشر نورالدین رستم‌خېل ویلي، چې د ماین‌پاکۍ پروګرام د ۱۵۵ ټیمونو په وسیله د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې روان دی.

د سره صلیب د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو په چاودنو کې لږترلږه ۹۲ کسان وژل شوي او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي. ماین اېښودل د تېرو ۲۰ کلونو په اوږدو کې د طالبانو له جګړه‌ییزو تاکتیکونو څخه یو و او هغه ماینونه چې د شوروي د حضور او د طالبانو او پخواني حکومت ترمنځ د جګړو له وخته پاتې دي، تر اوسه یې د ډېرو خلکو ژوند اخیستی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په ننګرهار کې له تېرو دوو ورځو راهیسې سېلابونو ۲۴ کسان مړه کړي

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۱۹ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په تېرو دوو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله ۲۴ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي. یاد دفتر ویلي، چې سلګونه کسان یې له سېلابونو او نورو ګواښونو ژغورلي دي.

د طالبانو یاد رسنیز دفتر د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره شپه هم په کامې ولسوالۍ کې ۱۵۰ کسان چې په کورنو کې د سېلابونو له امله له ګواښ سره مخ وو ژغورلي او خوندي ځای ته یې لېږدولي دي.

وړمه ورځ د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي و، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د روانې میاشتې له شپږمې تر ۱۵مې نېټې پورې د سختو بارانونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو په پایله کې ۷۷ کسان مړه او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.

سېلابونو په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او د اوسېدو کورونه ویجاړ کړي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان: د افغانستان روغتیايي سیستم له جدي بحران سره مخ دی

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم) خبرداری ورکړی،چې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو وضعیت بحراني شوی او له سختو ستونزو سره مخ دی. دغه سازمان زیاته کړې، چې د نړیوالو مرستو کمښت او د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونو دا بحران لا غښتلی کړی.

دغه سازمان د روغتیا نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله په یوه راپور کې ویلي، د روغتیايي سکتور کارکوونکي له سختو شرایطو سره مخ دي او د سرچینو کمښت د دې سیستم پر اوږو دروند فشار اچولی دی.

د راپور له مخې، د نړیوالو مرستو کمښت او د ښځو پر زده‌کړو او کار لګېدلي محدودیتونه د روغتیايي سیستم ستونزې لا زیاتې کړې دي. سازمان ویلي: «دا سکتور د نړیوالو مرستو له کمېدو او د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو له امله تر سخت فشار لاندې دی.»

همداراز، په راپور کې راغلي چې ښځې او نجونې د تګ راتګ، کار او طبي زده‌کړو په برخو کې له محدودیتونو سره مخ دي، چې دا چاره د روغتیايي خدماتو وړاندې کول نور هم ستونزمن کوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې که دې وضعیت ته جدي پاملرنه ونه شي، د افغانستان روغتیايي سیستم به له لا زیاتو ننګونو سره مخ شي او د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره به ګواښونه زیات شي.

ازبکي رسنۍ: د ازبکستان سرحدي ځواکونه له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱

ازبکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد سرحدي ځواکونو د افغانستان سره په پوله کې د ۱۰کیلوګرامو نشه‌يي توکو، چې تریاک او چرس په کې شامل و، د قاچاق مخه نیولې ده.

د ازبکستان د امنیتي خدمتونو ادارې په وینا، دا قاچاق شوې محموله د سرخان‌دریا په ولایت کې د غیرقانوني تېرېدو پر مهال د امو سیند څخه کشف او ضبط شوې ده.

راپور زیاتوي، چې په دې قضیه کې درې کسان هم نیول شوي، چې هڅه یې کوله د موټر د تیوبونو په کارولو سره نشه‌يي توکي له افغانستان څخه ازبکستان ته ولېږدوي. د چارواکو په وینا، د دغو کسانو څخه شاوخوا ۲.۷کیلوګرام تریاک او له ۸کیلوګرامو څخه زیات چرس ترلاسه شوي دي. ویل کېږي چې له دغه کسان سره ژمنه شوې وه چې د هر کیلوګرام د لېږد په بدل کې به ۲۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شي.

د ازبکستان امنیتي خدماتو ادارېویلي چې په دې قضیو کې د جنايي دوسیو د پرانیستلو سره، نیول شوي کسان په توقیف کې دي او تحقیقات روان دي.

په تېرو دوه اوونیو کې، ازبکستان د افغانستان څخه د قاچاق شویو موادو لسګونه کیلوګرامه ضبط کړي دي، چې د هېواد پر سرحدي امنیت او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې ټینګښت ښيي.

ایمل ولي خان: د ترهګرۍ پېښو پړه بېځایه پر افغانستان اچول کېږي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مشر، اېمل ولي خان، ويلي چې خېبرپښتونخوا کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او د ترهګرۍ پېښې په تکراري ډول ترسره کېږي. هغه زیاته کړي، چې د دغه پېښو پړه بېځایه پر افغانستان ورتپل کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې تېره شپه په سوات کې د دغه ګوند د يو مشر، ايوب خان اشاړي په کور وسله وال بريد وشو.

اېمل ولي خان ويلي، د ایالت دننه د ترهګرو د ازاد تګ راتګ پر وړاندې چوپتیا د اندېښنې وړ ده او له هرې پېښې وروسته یې پړه پر افغانستان اچول بې ځایه ده. هغه د پوښتنې په ډول ویلي چې ولې مرکزي او د خېبرپښتونخوا حکومت او امنیتي ادارې د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدام نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، ولس غواړي پوه شي چې د «ښه» او «بد» وسله والو ترمنځ د توپیر ساتل د امنیت لپاره ستونزمنه پایله لري. هغه په اشارې سره ویلي، په سیمه کې د منځګړیتوب او سولې ادعاوې کوونکي باید لومړی په خپل کور کې اور مړ کړي.

هغه ټینګار کړی چې تر څو دولت د داخلي امنیت لپاره واضح او پرېکنده پالیسۍ ونه لري، د خېبرپښتونخوا امنیت به د دوامداره پرمختګ وړ نه وي.

په خېبرپښتونخوا کې د اوږدې مودې راهیسې ناامني دوام لري، او مرکزي او ایالتي حکومتونه د امنیت ټینګ ساتلو او د ترهګرو پرضد عملیاتو ادعاوې کوي، خو د عوامي نشنل ګوند مشر په وینا، عمل باید د ادعاوو سره سم وي.

طالبان وایي تېره میاشت یې له ۸۵زره راستنو شویو او بې‌ځایه شویو سره مرستې کړي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سه‌شنبه د (وري ۱۸مه) خبر ورکړی چې په تېره میاشت کې له ۸۳زره او ۷۴۷تنو بې‌ځایه شویو، راستنو شویو او کوربه ټولنو سره مرستې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغو مرستو ارزښت څه باندې ۳۴۴میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د طالبانو د یاد وزارت په وینا، په دغو مرستو کې نغدې پیسې، خوراکي توکي، جامې او نور اړین توکي شامل وو چې په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی د اړوند ریاستونو په همغږۍ د همکاریو موسساتو له لوري وېشل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د مرستو دا بهیر د پلازمېنې کابل په ګډون پروان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان، کونړ، خوست، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، کندهار، هلمند، زابل، هرات، فراه، بادغیس، نیمروز، بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب، کندوز او تخار ولایتونو کې ترسره شوی دی.

طالبان داسې مهال د دغو مرستو خبر ورکوي چې افغانستان له سخت طبیعي او بشري ناورین سره مخ دی. د بارانونو، سېلابونو او طبیعي افتونو له کبله هم تازه د هېواد په ګوډ ګوډ کې خلک اغیزمن شوي او ان د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاس‌رسي نه لري. مرستندویه سازمانونو ویلي، چې وروستيو طبیعي افتونو په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې پراخ کړی دی او د خلکو د اړتیاوو مطابق کافي مرستې هم نشته.

د طالبانو په واکمنېدو سره له هېواده ډېری بهرنۍ موسسې ووتې چې ورسره د بشري مرستو کچه هم په بې سارې توګه راکمه شوه. همدا راز د بهرنیو ادارو په وتلو سره د بې‌کارۍ، لوږې او فقر کچه هم خپل اوج ته رسېدلې ده. ملګرو ملتونو د نړۍ پر هېوادونو او مرستندویه سازمانونو غږ کړی چې په دغه سخت وضعیت کې دې د اړمنو افغانانو لاسنېوی وکړي.