د افغانستان انټرنشنل راپور ته د طالبانو غبرګون؛پاکستان د کامدېش او برګمټال لارې نهدي تړلې

په نورستان کې د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې پاکستان د کامدېش او برګمټال لارې تړلې دي. هغه د طالبانو تر واک لاندې له «حریت» راډیو سره په تازه مرکه کې ویلي، پاکستاني ځواکونه له ډیورنډ کرښې نهدي اوښتي او هغوی ته د اوښتو اجازه هم نه ورکول کېږي.
