په تخار کې د ۲۰۰ چاپاندازانو په ګډون د وزلوبې درې ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې

په تخار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه د ۲۰۰ چاپاندازانو په ګډون د وزلوبې درې ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې. دغه سیالۍ د خلکو او د وزلوبې مینهوالو له تود هرکلي سره مل وې.


