کډوالو ته د سرپناه جوړولو لپاره؛ د ناروې کډوالو شورا د یو مېلیون ډالرو همکارۍ هوکړه کړې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په شپږو ولایتونو کې یې کډوالو ته د سرپناه جوړولو په موخه د ناروې کډوالو شورا سره د یو مېلیون، ۵۲۳زره او ۵۹۷ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې ده.
