په میدان وردګ کې د یوه دېوال نړېدو له امله یو ماشوم مړ او یو بل ټپي شوی دی

په میدان وردګ کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ اړوند په دېوالک کلي کې د یوه دېوال نړېدو له امله یو ماشوم مړ او یو بل ټپي شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په جغتو ولسوالۍ کې سېلابونو او بارانونو شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
