• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو پر لبنان د اسراییل بریدونه وغندل او د جګړې د سملاسي درولو غوښتنه یې وکړه

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۲۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي، چې انتونیو ګوترېش «په څرګنده توګه» د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) پر لبنان د اسراییل پراخ بریدونه وغندل. په اعلامیه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په لبنان کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي له امله «ژوره اندېښنه» څرګنده کړې.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اعلان شوي اوربند په لړ کې په لبنان کې د پوځي عملیاتو دوام کولای شي اوربند په جدي توګه له ګواښ سره مخ کړي او په سیمه کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو هڅې زیانمنې کړي.
ګوترېش یو ځل بیا په ټولو خواوو غږ کړی، چې سملاسي جګړه پای ته ورسوي. هغه ټینګار کړی، چې پر ملکي وګړو او ملکي اهدافو بریدونه د منلو وړ نه‌دي. هغه زیاته کړې، چې دغه کړکېچ «پوځي حل نه‌لري» او دواړه خواوې باید له ډیپلوماټیکو لارو کار واخلي.

تر دې وړاندې د لبنان د روغتیا وزارت ویاند رویټرز ته ویلي و، چې د چهارشنبې په ورځ په ټول لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې ۸۹ کسان وژل شوي او ۷۰۰ نور ټپیان دي. هغه زیاته کړې وه، چې پر سویلي لبنان په بریدونو کې ۱۲ روغتیایي کارکوونکي هم وژل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي
۱

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

۲
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۳

له ترکیې د راګرځېدلي طالب پلاوي په راپور کې د ۸ مړه شویو افغانانو یادونه نه‌ده شوې

۴

د درملو پر سر جنجال؛ طالبانو په کندهار کې ۲۲ کسان نیولي او د نورو د نیولو ګواښ هم شته

۵

د عراق پارلمان افغانستان ته د تېلو د قاچاق موضوع څېړي