سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په برګمټال ولسوالۍ کې لږ تر لږه درې سرحدي پوستې پرېښودل شوې دي. همدارنګه، د کونړ د ناړي ولسوالۍ اړوند د بریکوټ سیمه او د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې هم طالبان خپلې پوستې پرېښې او د شاوخوا کلیو جوماتونو ته تللي دي.
یو ځايي مشر ویلي: «کله چې جګړه پیل شوه، پاکستاني ځواکونو پر بریکوټ برید وکړ. هم خلک او هم طالبان له سیمې ووتل او اوس پوستې تشې پرتې دي.»
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د طالبانو او پاکستان پوستې یو بل ته نږدې موقعیت لري، خو دا لا څرګنده نه ده چې طالبانو ولې پوستې پرېښې دي او ایا د پاکستان د درندو وسلوډزې په دې پرېکړه کې اغېزمنې وې که نه.
بل لور ته، مرستندویه بنسټونو او د باختر اژانس راپور ورکړی چې د روانو نښتو له امله زرګونه کورنۍ له ناړي ولسوالۍ څخه د کونړ مرکز او ننګرهار ته کډه او بیځایه شوې دي. ځايي مشران وایي چې د کامدېش او برګمټال لارې تړل شوې دي، څو د طالبانو د شا تګ موضوع پټه وساتل شي.
ځینې قومي مشران باور لري چې طالبان د خپلو ځواکونو د لوژستیکي ملاتړ توان نه لري او د پاکستاني بریدونو له وېرې یې شاتګ کړی دی. دوی دا هم ادعا کوي چې طالبان خلکو او رسنیو ته ناسم معلومات ورکوي، لکه دا چې چارواکي د چورلکو له لارې سیمو ته ځي څو وښيي چې لا هم سرحدي حضور لري.
یو بل مشر ویلي: «طالبان اوس حکومت او پوځ لري، خو نه شي کولای لارې خلاصې وساتي او امنیت یې ټینګ کړي.»
تر دې مخکې، د نورستان د طالبانو د والي ویاند، فریدون صمیم، تایید کړې وه چې پاکستاني ځواکونه هغو موټرو باندې بریدونه کوي چې د کامدېش او برګمټال پر لور روان وي، او له همدې امله ځمکنۍ لارې تړل شوې دي.
ځايي اوسېدونکو خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي خلک اړ شي د تګ راتګ او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له پاکستاني ځواکونو مرسته وغواړي.