• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په څلورو ولایتونو کې یې ۲۵ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۲:۱۰ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، ۲۵ کسان یې په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي. یاد کسان پر غلا، درغلۍ، قتل او د نشه‌يي توکو پر کاروبار تورن دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر وايي، په هرات، فراه، کندهار او بدخشان ولایتونو کې یې ۲۵ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د مسوولینو په وینا، په هرات کې ۱۲ کسان د غلا او یو تن د درغلۍ په تړاو، په فراه کې ۵ تنه د وسله‌والو غلاوو، په بدخشان کې ۵ تنه د قتل او غلاوو او په کندهار کې دوه کسان د نشه‌‌يي توکو د کاروبار په تړاو نیول شوي دي.

ویل کېږي له یادو کسانو نږدې ۲۹ زره «زیکپ» نشه کوونکي تابلېتونه هم ترلاسه شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

طالبان: پاکستان ته د ډرون کمرو، نغدو پیسو او سپینو زرو له قاچاق کېدو مخنیوی شوی

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو وايي، د کندهار د سپین بولدک له لارې یې پاکستان ته د درېیو ډرون کمرو، ۲ زره میلیونه ایراني تومان او ۱۶۹ کیلوګرامه سپینو زرو له قاچاق کېدو مخنیوی کړی دی. د یادې قول اردو په وینا، د دغو توکو د قاچاق په تړاو ۳ کسان هم نیول شوي دي.

د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، دغه توکي یې تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند پر ډیورند کرښې د ګزمې پر مهال ترلاسه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، د دغو توکو د قاچاق په تړاو ۳ کسان هم نیول شوي او دمګړۍ هم تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.

له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.

سېلابونه او د ماشومانو ژوند؛ د بشري ناورین پر ژورېدو اندېښنې

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۸ GMT+۱

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې وروستیو پراخو سېلابونو د ماشومانو پر ژوند سخت اغېز کړی او د ماشومانو په ګډون څه باندې ۱۰۰کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه بنسټ د وري په ۱۹مه، د چهارشنبې په ورځ، پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې سېلابونه ناڅاپي راځي او کولی شي د ماشومانو ژوند په څو ثانیو کې له جدي ګواښ سره مخ او حتی له منځه یوسي.

د راپور له مخې، یوازې مرګ‌ژوبله نه، بلکې د ماشومانو د خوندیتوب وضعیت هم ورځ تر بلې خرابېږي، ځکه ډېر ماشومان له خپلو کورنیو بې‌ځایه شوي، له زده‌کړو پاتې دي او د لومړنیو خدماتو لکه خوړو، پاکو اوبو او روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی نه لري.

یاد بنسټ خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې د نورو ورښتونو اټکل کېږي او که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، نو د ماشومانو ژوند به لا ډېر له ګواښسره مخ شي. دوی د نړیوالې ټولنې څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې، د د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام هم ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۴.۲میلیونه کسان بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري، چې په کې ماشومان تر ټولو زیان‌منه ډله بلل کېږي.

راپورونه ښيي چې دغه طبیعي ناورین نه یوازې انساني تلفات اړولي، بلکې پراخ مالي زیانونه یې هم رامنځته کړي، او زرګونه کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.

طالبانو په خوست کې یوه ښځه په عام محضر کې په دُرو وهلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په خوست ولایت کې یې یوه ښځه «له کوره د تېښتې» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلې ده.

یادې محکمې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د خوست ولایت د علشېرو ولسوالۍ ابتدایه محکمې د پرېکړې پر بنسټ، یادې ښځې ته د چهارشنبې په ورځ سزا ورکړل شوه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د علشېرو ولسوالۍ ابتدایه محکمې دغه ښځه په دوه کاله بند او ۳۹دُرو محکومه کړې وه. ویل شوي چې دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوې ده.

بل خوا د بشري حقونو بنسټونه وايي، دغه ډول سزاوې له نړۍوالو قوانینو او بنسټیزو بشري حقونو سره په ټکر کې دي او په هېواد کې یې د وېرې فضا خوره کړې ده. ملګرو ملتونو، د بشري حقونو څار سازمان او د بښنې نړۍوال سازمان په وار - وار له طالبانو غوښتي، چې دغه ډول سزاوې ودروي.
د یادولو ده، چې افغانستان د شکنجې پر ضد د کنوانسیون او د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق غړی دی چې دواړه بدني سزاګانې منع کوي. طالبان بیا دغه چاره د «شریعت» تطبیق بولي.

راحله دوستم: ازبک محصل د ازبکي خولۍ په سر کولو له امله د ندا محمد ندیم له لوري توهین شوی

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۱

پخوانۍ سناتورې راحله دوستم د کابل پوهنتون د یوه ازبک محصل د ویډیو په خپرولو سره ویلي، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر یاد محصل د ازبکي خولۍ په سر کولو له امله توهین کړی دی. یاد محصل هم په خپله ویډیو کې وايي، د همدې خولۍ په سر کولو له امله رټل شوی او ان په څپېړه هم وهلی شوی دی.

ازبکي خولۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو خولۍ ته ورته ده او د افغانستان د ازبکانو په منځ کې د «سرپلي» خولۍ په نوم مشهوره ده.

دغه محصل چې هبت‌الله یعقوب اوغلو نومېږي په خپله ویډیو کې زیاتوي، د طالبانو له سپارښتنې وروسته چې ویلي یې وو، هر محصل باید خولۍ او یا هم لونګۍ پر سر ولري، نو د خپل قوم سره خولۍ یا سرپلي خولۍ یې په سر کړې وه او د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د کابل پوهنتون د پاک کولو په اشر کې د ګډون پر مهال د طالبانو له لوړو زده‌کړو له وزیر سره مخ شوی او هغه د همدې خولۍ د په سر کولو له امله رټلی، سپکاوی یې کړی او ان په څپېړه یې وهلی دی.

له دې سره سم، پخوانۍ سناتورې راحلې دوستم د راحلې دوستم د چهارشنبې په ماخوستن (د وري ۱۹مه) د همدغه محصل د ویډیو په خپرولو سره د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر د یاد چلند په تړاو خواشیني څرګنده کړې او د ازبکۍ خولۍ د په سر کولو له امله د یوه محصل سپکاوی یوه «شرمناکه» مساله او د نه‌منلو وړ یې بللی ده.

هغې ویلي: «په افغانستان کې کلتوري ارزښتونو او د اقوامو تنوع ته درناوی، د ملي پیوستون او یووالي د پیاوړتیا بنسټیز عامل دی، خو له بده مرغه دا ډول چلندونه، د دې مهم اصل برعکس، د اوسنیو واکمنانو پر کړنو یوه د اندېښنې وړ داغ پر ځای پرېږدي».

هغې زیاته کړې، افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او د دې تنوع او حرمت ساتنه، یو ملي او ټولیز مسوولیت ګڼل کېږي.

له دې سره سم، یو شمېر نورو ازبکانو هم د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر دغه چلند ته توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې، ندا محمد ندیم د ازبک قوم او ولس له کلتور او دودونو خبر نه‌دی.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت لا تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی. تر دې مخکې هم لوړو زده‌کړو وزارت په ازبک مېشتو سیمو کې له ځینو دولتي لوحو ازبکي ژبه حذف کړې وه.

طالبانو په هرات کې د مانتو اغوستونکو ښځو ځورونه زیاته کړې ده

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۳ GMT+۱

په هرات کې یو شمېر ښځې وايي، چې طالبانو په دې ښار کې پر مانتو اغوستونکو ښځو محدودیتونه زیات کړي او له عامه ټرانسپورټ څخه د هغوی د ګټې اخیستنې مخه نیسي. د سرچینو په وینا، طالبان د ښار په څو مهمو ځایونو په ځانګړې توګه د موټرو په اصلي تمځایونو کې د ښځو د څارنې لپاره حضور لري.

دغو ښځو د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان په کرايي موټرو او بسونو کې د مانتو اغوستونکو ښځو له سپرېدو مخنیوی کوي. د دوی په وینا، طالبانو ښاري موټر چلوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د مانتو لرونکو ښځو له لېږدولو ډډه وکړي. طالبانو په تېر کې له هغو موټر چلوونکو سره چې یادې سپارښتنې ته په نه‌سترګه کتلي وو توند چلند کړی دی.

هغه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د هرات ښار په بلنداب سیمه کې د امربالمعروف د مامورینو حضور ښیي، چې یوې مانتو اغوستونکې ښځې ته په کرایي موټر کې د سپرېدو اجازه نه‌ورکوي. که څه هم مانتو د ښځو ټول بدن پټوي، خو د طالبانو له خوښې وړ حجاب سره توپیر لري چې هغه تر مانتو پراخ دی.

طالبان له دې سربېره د ښځو د مخ پر پټولو هم ټینګار لري.

100%

په هرات کې د بشري حقونو یوې فعالې چې نه‌یې غوشتل نوم یې واخیستل شي وویل، طالبانو له رسنیو د پوښاک په تړاو د ښځو د ځورونې بهیر د پټولو لپاره، د ښار په مرکزي سیمو کې خپل حضور کم کړی، خو پر ځای یې د ښار په څنډو کې خپل حضور پراخ کړی دی.

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په ځینو مواردو کې د امربالمعروف مامورین د هغو ښځو پر وړاندې چې د دوی له امره سرغړونه کوي، له تاوتریخوالي کار اخلي.

طالبانو تېر کال په هرات کې د مانتو اغوستونکو ښځو پر تګ راتګ محدودیتونه پیل کړل. دې ډلې په لومړیو کې دولتي ادارو ته د هغوی د ننوتلو مخه ونیوله. طالبانو همداراز د څو ورځو لپاره د هرات روغتون ته د مانتو لرونکو ښځو د ننوتلو مخنیوی هم وکړ او دغې چارې بیا په ټولنیزو شبکو کې کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف رییس عزیز الرحمن مهاجر ویلي، چې حجاب باید د ښځې ټول ځان پټ کړي او د نورو پام ځان ته وانړوي.