• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان له بندخونو څه باندې ۸۰ افغان کډوال ازاد شوي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۲:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۸۴ افغان کډوال ازاد او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. د دغه وزارت په وینا، یاد کسان په پاکستان کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نه‌لرلو له امله بندیان شوي وو.

د پاکستان او طالبانو تر منځ د شخړو په زیاتېدو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک شوی او په دې وروستیو کې د کډوالو لپاره د ټاکل شویو پنډغالو په ډکېدو سره یو شمېر افغانان زندانونو ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه کسان په تېره یوه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ازاد او بېرته هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه کسان د قانوني سندونو د نه‌لرلو له امله بندیان وو».

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه کسان د کندهار د سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته اړول شوي دي.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان وايي، غواړي په دغه هېواد کې په قانوني توګه شپې او ورځې تېرې کړي، خو پاکستان له څو میاشتو راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی دی.

دوی د پاکستان له حکومته غواړي، چې د ویزو د تمدیدولو بهیر پیل کړي، څو په قانوني توګه دغه هېواد کې واوسېږي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې له کوم دلیل پرته د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر درولی او په دې سره په دغه هېواد کې مېشت افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۵
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

•
•
•

نور کیسې

متحده عربي اماراتو ۹۶ ټنه طبي مرسته افغانستان ته ولېږله

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۴ GMT+۱

د متحده عربي امارات د بشري مرستو ادارې ویلي چې ۹۶ ټنه درمل او حیاتي طبي تجهیزات یې د یوې بشري الوتنې له لارې افغانستان ته لېږدولي دي.

دغه چوپه د دوبۍ د ال مکتوم هوايي ډګر څخه لېږل شوې او پکې د روغتیا نړیوال سازمان، بې پولې ډاکټرانو او یونیسف مرستې شاملې دي.

د راپورونو له مخې، دا طبي مرستې به په راتلونکو درې میاشتو کې په افغانستان کې له ۲۵۰زره څخه زیاتو کسانو ته د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي او د درملنې اړینې اسانتیاوې به رامنځته کړي.

د دغه ادارې مسوولینو ویلي چې د دې اقدام موخه له زیانمنو ټولنو سره د حیاتي مرستو رسول او په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د زیاتېدو ځواب ویل دي.

همدارنګه ټینګار شوی چې دا هوایي لېږد د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې د مرستو د رسولو لپاره د هوايي او ځمکنيو لارو د اسانتیاوو په برابرولو تمرکز لري.

د سلو چاپ اندازانو په ګډون بدخشان کې د بزکشۍ څلور ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۱

د بدخشان د بزکشۍ فدراسیون د اعلان له مخې، د دې ولایت د خاش په ولسوالۍ کې د څلور ورځنیو بزکشۍ سیالۍ، چې پکې سل چاپ‌اندازانو برخه اخیستې وه، پای ته ورسېدې. په دې سیالیو کې د ارګو، بهارک، جرم او خاش ولسوالیو چاپ‌اندازانو ګډون کړی وو.

د فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه په زړه پورې او له هیجانه ډکې سیالۍ په پای کې د فرهاد مختار په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. د سیالیو په وروستیو «اوغلاقونو» کې، پهلوان نجیب مختار او پهلوان فرهاد مختار وتوانېدل، چې اوغلاق د حلال دایرې ته ورسوي او د سیالیو جایزې خپلې کړي.

نجیب‌الله مختار، چې د هېواد له پېژندل شوو او نومیالیو چاپ‌اندازانو څخه شمېرل کېږي، د «قزیل» په نوم د هغه آس پر مټ، چې د معراج‌بای راغي اړوند و، لومړی مقام خپل کړ او د شلو زرو افغانیو نغدي جایزه یې وګټله.

د راپور له مخې، پهلوان فرهاد مختار، چې له نجیب‌الله مختار وروسته د عبدالعزیز‌بای ارګو اړوند د «سمند» آس په سپرلۍ کې ښه ځلېدلی و، د دغو سیالیو ځانګړې جایزه، چې یو تېزرفتاره موټر و، ترلاسه کړه.

اتحاد هوايي شرکت وایي چې د کابل او ابوظبي ترمنځ الوتنې ورځنۍ کوي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱

اتحاد هوايي شرکت اعلان کړی، چې د کابل او ابوظبي ترمنځ خپلې الوتنې به د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه ورځنۍ کړي.

دغه شرکت د پنجشنبې په ورځ، د وري ۲۰مه، ویلي چې دا پرېکړه د خلکو د پام وړ زیاتې غوښتنې له امله شوې، او دا یوازې څو اوونۍ وروسته له هغې ده چې په دې مسیر کې الوتنې پیل شوې.

اتحاد هوايي شرکت لومړی ځل د ۲۰۲۶کال د مارچ په ۲۰مه د کابل او ابوظبي ترمنځ په اوونۍ کې څلور الوتنې پیل کړې وې.

د شرکت په اعلامیه کې ویل شوي چې ډېر ژر به په دې مسیر کې ورځنۍ الوتنې پیل شي، او دا لاره په چټکۍ سره د افغانستان او متحده عربي امارات ترمنځ له مهمو هوايي اړیکو څخه ګرځي.

د اتحاد چارواکو ویلي چې دا ورځنۍ الوتنې به مسافرو ته دا اسانتیا برابره کړي چې له کابل او ابوظبي څخه نورو نړیوالو ښارونو لکه لندن، فرانکفورت، ټورنټو او واشنګټن ته هم په اسانه سفر وکړي.

دغه شرکت زیاته کړې چې د الوتنو زیاتوالی په داسې حال کې کېږي چې متحده عربي امارات د خلیج په سیمه کې د ګڼ شمېر افغان وګړو کوربه دی.

طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو په یوه ورځ کې نږدې ۵ زره افغانان په زوره هېواد ته استولي دي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د طالبانو د کمېسیون دارالانشاء وايي، پاکستان او ایران یوازې نن له بېلابېلو لارو ۹۰۲ افغان کورنۍ چې شمېر ۴۹۲۱ کېږي، په جبري ډول افغانستان ته اړولي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۷۱۴ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول او له ۵۷۲ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د دغه کمېسیون دارلانشاء د پنجشنبې په ماخوستن (د وري ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۶۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۱۵ کېږي، د سپین بولدک له لارې ۱۸۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷۲ کېږي، د ورېښمو له لارې ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۴ کېږي او ۷۵۷ نور مسافر او همداراز د اسلام کلا له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰ کېږي هېواد ته په جبري توګه را اړول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې شمېر څخه ۷۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹۸۰ ته رسېږي او همداراز له کابل څخه هم ۱۷۵ کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

د یاد کمېسیون مسوولینو ویلي: «راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، د هېواد د حالاتو، د ښوونې او روزنې په برخو کې لازم او ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی».

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د کډوالو او بشري حقونو اړوندو نړۍوالو سازمانونو د ایران او پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو له ناقانونه نیولو، ځورولو او اېستلو ډډه وکړي او په پاکستان کې مېشت افغانان بیا د پاکستان له حکومت څخه بیاځلي غواړي، چې د ویزو د تمدیدیدو بهیر پیل کړي، څو په دغه هېواد کې په قانوني توګه شپې او ورځې تېرې کړي.

د طالبانو د هرات والي: بهرنیانو افغانان د فقر په حالت کې پرېښودل

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۱

د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي نوراحمد اسلام‌جار وايي، په تېر نظام کې بهرنیان د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلي وو. د هغه په وینا، یادو بهرنیانو افغانان د خپل فقر په حال کې پرېښودل او لاړل.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي نوراحمد اسلام‌جار د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) په دغه ولایت کې د کانونو او پټرولیم ریاست له کارکوونکو سره په کتنه د کاري بهیر پرښه‌والي، له طبیعي سرچینو څخه پر اغېزناکې ګټې اخیستنې او د کانونو اړوند پروژو په برخه کې د کارونو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

هغه د خلکو پر وړاندې پر لا زیات مسوولیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «موږ باید ملت پر خپلو پښو ودروو او اړینه ده، چې خلکو ته لا ډېر خدمتونه وړاندې شي او دا هېواد باید موږ په‌خپله جوړ کړو».

هغه همداراز وویل: «پخوا ډېر بهرنیان دې هېواد ته راغلل چې یوازې د خپلو ګټو لپاره یې کار وکړ او ولاړل او زموږ خلک یې په هماغه د فقر حالت کې پرېښودل».

د دغه طالب چارواکي یادې څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د تېر نظام له سقوط کېدو وروسته د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، څه باندې ۲۰ میلیونه افغانان له بې‌وزلۍ سره مخ دي او لسګونه زره کسان د بې‌روزګارۍ او فقر له امله په مرګونو لارو نورو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ځي.