• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امسو: په مارچ میاشت کې پر رسنیو او خبریالانو فشارونه په بې‌ساري ډول زیات شوي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۰۲ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د خپلو موندنو پر بنسټ ویلي چې په مارچ میاشت کې پر خبریالانو او رسنیو فشارونه په پراخه کچه ډېر شوي دي. راپور ښيي چې پر رسنیو د سانسور کچه لوړه شوې او خبریالان یوازې د مثبتو او تبلیغاتي مطالبو خپرولو ته اړ اېستل شوي.

امسو په یوه خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ د وري پر ۲۰مه یې خپره کړې ویلي، دا ارزونه په څلورو زونونو کې له خبریالانو سره د مرکو او راټولو شویو معلوماتو له مخې په شپږو اساسي کټګوریو کې ترتیب شوې ده.

د امسو په وینا، ښځینه خبریالانې هم له جدي محدودیتونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو کې له هغوی سره اړیکې او مرکې کول منع شوي او د هغوی د فعالیت ساحه محدوده شوې ده.

راپور زیاتوي چې د محتوا کنټرول سخت شوی، د منفي پوښتنو او د جګړو، چاودنو او بشري حقونو اړوند راپورونو خپرول محدود شوي دي. سربېره پر دې، خبریالان تر استخباراتي څار لاندې دي او د هغوی شخصي حسابونه څارل کېږي.

همداراز، رسنیو ته د ساحوي فعالیتونو اجازه نه ورکول کېږي او خبریالان نه شي کولای پرته له اجازې معلوماتو ته لاسرسی ومومي، چې دا کار د معلوماتو د ازاد جریان مخه نیسي.

امسو په خپله تحلیلي ارزونه کې ویلي چې دا وضعیت ښيي رسنۍ له خپل اصلي خبري او اطلاع‌رسوونکي رول څخه د تبلیغاتي وسیلې پر لور سوق کېږي. د راپور له مخې، سیستماتیک سانسور او د ښځینه خبریالانو محدودول د رسنیو د خپلواکۍ او ټولنیز توازن لپاره جدي ننګونې دي.

رپوټ وايي، پر خبریالانو د خبر او راپور ورکولو په برخه کې سخت محدودیتونه لګول شوي او ځینې اصطلاحات هم په اجباري ډول کارول کېږي.

د یاد سازمان په باور، که دا وضعیت دوام وکړي، نو په هېواد کې به د باوري معلوماتو کچه راټیټه شي او د ولس او حکومت ترمنځ واټن به نور هم زیات شي، چې په پایله کې به د رسنیو مسلکي بنسټونه له جدي زیان سره مخ شي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۳
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۴

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۵

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

•
•
•

نور کیسې

اتمر: د دودیزې خولۍ له امله د محصل سپکاوی د منلو وړ نه دی

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وایي، د کابل پوهنتون د یوه محصل سپکاوی یوازې د هغه د دودیزې خولې د پرسرکولو له امله د اندېښنې وړ دی. د هغه په وینا، دا ډول چلند نه یوازې ناسم دی، بلکې هېڅ ډول توجیه نه لري.

اتمر د پنجشنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د افغانستان او د افغان ملت بنسټ د متقابل درناوي پر ارزښتونو ولاړ دی او هر افغان باید د خپل فرهنګي هویت د څرګندولو حق ولري.

هغه زیاته کړې چې د خلکو ښکلی او بډایه فرهنګ د درناوي او ستاینې وړ دی او باید خوندي وساتل شي.

د نوموړي په وینا، تعلیمي بنسټونه باید د اسلامي، افغاني او مدني ارزښتونو د روزنې مرکزونه وي، نه دا چې د تعصب او تاوتریخوالي فضا پکې حاکمه وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې ازبکي خولۍ یې پر سر کړې وه. ندیم ویلي، چې دا «د خلقیانو او منظور پشتین» خولۍ ده او پر سر کول یې سیاسي فعالیت دی.

د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلان وايي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د چارشنبې په ورځ، د وري پر ۱۹مه، د پوهنتون په انګړ کې د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل هبت الله یعقوب اوغلو له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې د وزیر په باور، د منظور پشتین خولۍ یې پر سر کړې وه او محصلان سیاسي حرکت ته هڅوي.

په هرات کې د طالبانو والي د منارو پر سړک د موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۰ GMT+۱

د هرات لپاره د طالبانو والي مولانا اسلام‌جار د دغه ښار د منارو پر سړک د موټرو پر تګ او راتګ بندیز لګولی دی. د هرات د والي ویاند وايي، چې دغه بندیز ددې سیمې د بیا رغونې او خوندي کولو په موخه لګېدلی دی.

له دې وړاندې د هرات فرهنګي فعالانو ددغه سړک پر پرانېستل کېدو اندېښنه ښودلې وه، چې ښايي دغو تاریخي څلیو ته زیان ورسوي.

پر دې لاره د تګ راتګ د مخنیوي لپاره په تېر حکومت کې یو بدیل سړک جوړ شوی و، خو بیا هم موټرو له دې لارې تګ راتګ کاوه.

په تېره جنوري میاشت کې د هرات ښاروالۍ چارواکو وویل، چې د منارو منځنی سړک له خنډونو پاک شوی او د تګ راتګ لپاره پرانېستل شوی دی.

د هرات ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او سکتوري ریاست رییس احمد رشاد صافي هغه وخت وویل چې دغه سړک د کوچنیو موټرو لپاره پرانیستل شوی او د بدیلو مسیرونو او د تاریخي منارو په شاوخوا سیمو کې د ترافيکي ګڼه ګوڼې په کمولو کې مهم رول لري.

طالبان: د اسیا پراختیايي بانک رییس وايي چې له افغانستان سره خپله همکاري روانه ساتي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت مرستیال محمد نعیم د افغانستان لپاره د اسیا پراختیايي بانک له نوي مشر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي. وزارت د بانک د رییس له قوله ویلي، چې له افغانستان سره همکارۍ روانې ساتي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وزارت مالي او ادارې مرستیال محمد نعیم په افغانستان کې د اسیا پراختیايي بانک له نوي مشر فوجیتمن لوک سره کتلي او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په تړاو یې خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد نعیم په افغانستان کې د اسیا پراختیايي بانک له مشر سره په لیدنه کې د مرستندویه بنسټونو د فعالیتونو پر ملاتړ ټینګار او د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د اسیا پراختیايي بانک مشر په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو او پلانونو په اړه له طالبانو سره معلومات شریک کړل او له افغانستان سره یې د دوامداره همکاریو ډاډ ور کړی دی.

شاکر کارګر: د کلتوري هویت له امله پر محصل وار د لوړو زده‌کړو له ارزښتونو سره په ټکر کې دی

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۱

د تېر نظام د ولسمشر د دفتر رییس محمد شاکر کارګر له یوه محصل سره د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د چلند په غبرګون کې ویلي، که یو محصل د خپل کلتوري هویت د څرګندولو له امله وهل کیږي، دا چاره د لوړو زده‌کړو د نظام له اساسي ارزښتونو سره په څرګند ټکر کې ده.

د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې ازبکي خولۍ یې پر سر کړې وه. ندیم ویلي، چې دا «د خلقیانو او منظور پشتین» خولۍ ده او پر سر کول یې سیاسي فعالیت دی.

محمد شاکر کارګر د پنجشنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي، پوهنتونونه باید د علم، ازاد فکر، زغم او متقابل درناوي مرکزونه وي، نه داسې ځایونه چې محصلین پکې د خپل لباس، ژبې یا کلتوري هویت له امله د وېرې احساس وکړي. د هغه په وینا، هېڅ محصل باید د خپل هویت د څرګندولو په جرم تر فشار لاندې را نه شي.

هغه همداراز زیاته کړې چې افغانستان د بېلابېلو قومونو، ژبو او کلتورونو ګډ کور دی او همدا تنوع د ملي یووالي او ټولنیز پيوستون بنسټ جوړوي. د کارګر په باور، پر نورو د ځانګړو کلتوري ارزښتونو تحمیل کول نه یوازې د زغم فضا له منځه وړي، بلکې د ټولنیزې تفرقې لامل هم ګرځي.

نوموړي له خلکو، علمي بنسټونو او مسوولو ادارو غوښتنه کړې چې د داسې پېښو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او په ګډه د داسې ټولنې د جوړولو لپاره غږ پورته کړي چې پکې انساني کرامت، عدالت او متقابل درناوی خوندي وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ، چې په پاکستان کې د میشتو پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، په خپلو غونډو کې ورته خولۍ پرسروي، چې د پي ټي ایم او منظور پشتین په خولۍ یې شهرت موندلی دی.

طالبان پي ټي اېم ناسیونالستي غورځنګ بولي او له دې وړاندې یې هم د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې سرې خولۍ سوځولې او ځینې کسان یې ددغو خولیو د پر سر کولو له امله نیولي دي.

سهیل اپریدی: د پاکستان اوسنۍ پالیسي دې له افغانستان سره د اړیکو په رغولو کې هم وکارول شي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې د سیمې د امن او ثبات لپاره د پاکستان اوسنۍ ډيپلوماټیکه پالیسې دې د خیبر پښتونخوا د امنیت او له افغانستان سره د اړیکو په رغولو کې هم وکارول شي.

سهیل اپریدي د پنجشنبې په ورځ د یو خبري کنفرانس پرمهال د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په اړه د پاکستان رول ته په اشاره ویلي، د سیمې د امن او ثبات لپاره د پاکستان هغه پالیسې چې اوس په نړۍواله کچه ستایل کېږي، له افغانستان سره دې هم د اړیکو په رغولو کې وکارول شي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان او په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا د امنیت لپاره له افغانستان سره خبرې اترې یوازینۍ حل لاره ده.

سهیل اپري زیاته کړې:«د کومې پالیسۍ له‌مخې، چې اوس په نړۍواله کچه پاکستان ته واه واه ویل کېږي، ایالتي حکومت همدا غواړي، چې د پاکستان او خیبر پښتونخوا د امنیت لپاره دې له افغانستان سره هم خبرې اترې او مذاکرات وشي».

نوموړي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت به له افغانستان سره د مذاکراتو په برخه کې له مرکزي حکومت سره خپله بشپړه همکاري وکړي.

اپریدي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند منځګړیتوب کړی دی او تمه ده، چې د شنبې په ورځ به په اسلام‌اباد کې د پاکستان په منځګړیتوب د واشنګټن او تهران ترمنځ مذاکرات پیل شي.