د یادې ادارې په وینا؛ اوږدې وچکالۍ، ناڅاپي موسمي سېلابونو او زلزلو د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی و. د اوچا راپور د ۲۰۲۵کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان په خیتځ کې مرګونې زلزلې ته اشاره کړې، چې د همدې زلزلې له امله کلي او کورونه ویجاړ او زرګونه خلک بېکوره او یېځایه شول.
په راپور کې راغلي، چې په همدې کال کې ۲.۷۸ مېلیونه افغانان له ګاونډيو هېوادونو څخه په ناڅاپي او جبري ډول افغانستان ته ستانه شول چې همدې څپې فشار نور هم زیات کړ. د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۴کال پرتله په ۲۰۲۵کال کې د بودجې کمښت یوه بله عمومي ستونزه وه.
راپور کاږي، د ۲۰۲۵کال له جنورۍ تر ډسمبر میاشتې پورې بشري مرستندویه همکارانو ۱۷.۱ مېلیونه کسانو ته مرسته رسولې؛ خو د ۲۰۲۴کال په ورته موده کې دوی له ۲۲.۴ مېلیونه کسانو سره مرسته کړې وه.
اوچا وايي: «ښځو او نجونو ته د مرستو عادلانه لاسرسی او د افغان ښځینه بشري کارکوونکو خوندي او معناداره ګډون په افغانستان کې د بشري مرستو د اغېز زیاتولو لپاره بنسټیز اهمیت لري».
سوړ ژمی او د خلکو پراخې ننګونې
اوچا د خپل راپور په یوه برخه کې وايي، چې د جنورۍ میاشتې درنې واورې، بارانونو، توپانونو او واورې ښویېدنې د افغانستان ۱۵ ولایتونه وځپل. په راپور کې د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې له قوله راغلي، چې د سېلابونو، بارانونو او واورې همدې څپې د ماليزیانونو ترڅنګ شاوخوا ۶۱ کسان مړه او ۱۱۰ نور ټپيان کړل.
اوچا ویلي، چې د ژمي د مرستو پرمهال یې د ۶زره ستانه شويو ماشومانو په ګډون ۲۰زره زدهکوونکو ته مرستې رسولې؛ ترڅو خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
درز لرونکي دېوالونه، سړې شپې: د افغانستان په شمال کې تر زلزلې وروسته بېړنۍ اړتیاوې
اوچا وايي، په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله کورنۍ د سړې څپې په رارسېدو د ژوند تر ټولو سخت حالت سره مخ وو. اوچا د سمنګان د فیروز نخچیر ولسوالۍ د فقیر اباد په کلي کې د عجب خان سره خبرې کړې، هغه وايي: «هوا ډېره سړه ده او ماشومان سخت ځورېږي».
د هغه لور چې په زلزله کې ټپي شوې لا یې هم وېره له زړه نهده وتلې او کله چې زیانمنو کورونو ته نږدې کېږي ژاړي. اوچا ویلي، ورته کیسې د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هم شته.
د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي، چې اغېز ډېر پراخ دی نږدې ۴زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي، کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي، ۹۱ ښوونځي او ۱۸ د اوبو سرچینې تخریب شوې دي. اوچا وایي، چې بشري مرستندویه شریکانو همدې کورنیو ته کمپلې، سون توکي، خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ مرستې ورکړې دي. په راپور کې ویل شوي، چې تر ټولو هغه زیانمنې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې مشري یې ښځې او معلولیت لرونکي کسان کوي.
اوچا د هغو کورنیو په اړه هم اندېښنه ښودلې، چې د زلزلې له کبله په تخریب شويو او زیانمن شویو کورونو کې اوسېږي.