په هرات کې د طالبانو والي د منارو پر سړک د موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه

د هرات لپاره د طالبانو والي مولانا اسلامجار د دغه ښار د منارو پر سړک د موټرو پر تګ او راتګ بندیز لګولی دی. د هرات د والي ویاند وايي، چې دغه بندیز ددې سیمې د بیا رغونې او خوندي کولو په موخه لګېدلی دی.
