طالبانو په کندز کې د دمبورې غږولو په تور ۸ کسان نیولي

په کندز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د یاد ولایت د مرکز په څلورمه حوزه کې یې اته کسان د دمبورې غږولو په تور نیولي دي. طالبانو د دمبورې غږول «ناوړه غیرشرعي فعل» بللی دی.

په کندز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د یاد ولایت د مرکز په څلورمه حوزه کې یې اته کسان د دمبورې غږولو په تور نیولي دي. طالبانو د دمبورې غږول «ناوړه غیرشرعي فعل» بللی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له یادو کسانو څخه یوه دمبوره، یوه ارمونیه،، ټابیلټ K او چرس هم نیول شوي دي.
طالبان د موسیقۍ غږول له شرعي پلوه منع بولي او تر دې وړاندې یې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمهییزې موسیقۍ د غږولو او اورېدلو په تور ګڼ شمېر کسان نیولي دي.
په تېرو کلونو کې د طالبانو د امربالمعروف مسوولینو په عام محضر کې د موسیقۍ ګڼ الات راټول کړي او سوځولي هم دي.

د جاپان لومړۍ وزیره سانای تاکایچي د سېشنبې په ورځ ویلي، چې په منځني ختیځ کې د «تاوتریخوالي د کمولو» لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي او د ایران له «مشرانو» سره د خبرو اترو لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړی دی.
نوموړې ویلي، چې چمتو ده له ډونالډ ټرمپ او مسعود پزشکیان سره ټلیفوني خبرې وکړي.
بلخوا، تاکایچي د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې توکیو له ایران سره پر دولتي مسایلو خبرې اترې ترسره کړې دي او که څه هم د مشرانو د لیدنې موضوع تر بحث لاندې ده، خو دوی یې د چمتووالي په حال کې دي.
تاکایچي زیاته کړې، چې د دغو خبرو اصلي موخه «په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګراتګ خوندیتوب» تامینول دي.
د راپورونو لهمخې، نن سېشنبې (د وري ۱۸مه) د سهار شاوخوا درې بجې د تهران په بېلابېلو سیمو کې د نوې څپې چاودنو غږونه او د جنګي الوتکو الوتنې اورېدل شوې دي.
د سهار له ۳:۰۲ تر ۳:۳۰ بجو پورې د تهران په شمالختیځو سیمو لکه لویزان، نارمک، هروي، نیاوران، نوبنیاد، اجودانیه، پاسداران، دروس او تهرانپارس کې پرلهپسې چاودنې اورېدل شوې او په ځینو ځایونو کې د هوايي مدافع ځواکونو فعالیت هم لیدل شوی دی.
د ایران د پلازمېنې په لوېدیځ او شماللوېدیځو برخو کې هم صادقیه، اکباتان، پونک، جنتاباد، ښارک غرب، سعادتاباد، باغفیض، زعفرانیه او د مهراباد هوايي ډګر شاوخوا سیمې د پرلهپسې چاودنو هدف ګرځېدلې دي.
د تهران په لوېدیځ کې د لوګي او اور د لیدل کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.
په مرکزي او جنوبي تهران کې هم د منیریه، ولیعصر، بلوار کشاورز، اسکندري، جوادیه او ښارري په ګډون سیمو کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي او په ځینو ځایونو کې د ودانیو د لړزېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
همداراز، داسې نا تایید شوي راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې په تهرانپارس (د تقينیا کوڅه) کې یو استوګنیز کور او د پردیس ۴م فاز کې څو نور ځایونه په نښه شوي دي.
په دماوند کې هم د سهار له ۳ څخه تر ۳:۱۸ پورې څو پرلهپسې چاودنې راپور شوې دي.
ایرلنډي رسنیو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې دوه افغان وروڼه د کب نیولو پر مهال د دې هېواد په اوبو کې مړه شوي دي.
دایرلنډ ټایمز د راپور له مخې، تاجالدین صافي او صلاحالدین صافي، چې د لیمرک ښار اوسېدونکي وو، د سېشنبې په ورځ د کلر په سیمه کې د کب نیولو پر مهال اوبو ته لوېدلي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
راپور زیاتوي چې د دغو دوو وروڼو جسدونه، چې عمرونه یې ۳۰او ۲۰کاله وو، مازیګر شاوخوا څلور بجې د ساحلي ساتنې د چورلکې له لوري له اوبو راایستل شوي دي.
یاد افغان وروڼه نږدې لس کاله وړاندې ایرلنډ ته تللي وو او د لیمرک په ښار کې یې ژوند کاوه.
د دوراس په نوم د یوه خېریه بنسټ مشر جان لانن ویلي چې دا وروڼه د سیمې او دټولنې د درناوي وړ غړي وو او مړینه یې د ځایي خلکو لپاره لویه ضایعه ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره د هغه لیدنه چې تر دې وړاندې پر ایران د امریکا د پوځي عملیاتو له امله ځنډېدلې وه، اوس د غوايي میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نېټو په بېجینګ کې ترسره کېږي.
ټرمپ زياته کړه، چې دی او مېرمن يې ملانيا ټرمپ به د روان کال په کومه بله نېټه کې بیا د شي جينپينګ او د هغه د مېرمنې مادام پينګ کوربهتوب په واشنګټن ډيسي کې وکړي. د امريکا ولسمشر وويل، چې د دواړو هېوادونو استازي دا مهال د دغو ليدنو د چمتووالي وروستۍ چارې بشپړوي.
ټرمپ دا ناسته «ډېره مهمه او برخليک ټاکونکې» وبلله او ويې ويل، چې له خپل چينايي سيال سره د ليدنې لپاره لېواله دی.
د قطر د ګرځندوی ادارې د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د نړۍ د مشهورې سندرغاړې شکیرا کنسرټ چې ټاکل شوې وه د اپرېل په لومړۍ نېټه په دوحه کې ترسره شي، د «سیمې د اوسني حالت» له امله وځنډول شو.
همدارنګه په ابوظبي کې د موسیقۍ یو بل فیستیوال چې ټاکل شوې وه د شکیرا او د موسیقۍ د یوې ډلې په ګډون ترسره شي، هم بل وخت ته وځنډول شو. هغو کسانو ته چې مخکې یې ټکټونه اخیستي وو خبر ورکړل شوی، چې د دوی ټکټونه به په روان کال کې د نوي ټاکل شوي کنسرټ پر مهال هم اعتبار ولري.
شکیرا یوه مشهوره کولمبیايۍ سندرغاړې، سندرې لیکونکې او نڅاګره ده.
د راپورونو لهمخې، نور کنسرټونه لکه د اپرېل په ۱۰مه د هانس زیمر او د اپرېل په ۱۷مه د جان لېجنډ کنسرټونه به په قطر کې پر خپل وخت ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران له اسراییل او امریکا سره د روانې جګړې په ترڅ کې د سیمې پر ځینو هېوادونو بېپیلوټه الوتکې او توغندي ویشتلي دي.