• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو دفاع وزارت: له پاکستان نه افغانستان ته د وسلو او نشه‌یي توکو د راوړلو مخنیوی شوی

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۷ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دوی اړوند ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ۱۳ میله تمانچې، ۱۰ کارټنه پټاقۍ او ۲۰ کلچې تاریاک نیولي دي. یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه وسلې او نشه‌يي توکي له پاکستان نه د ننګرهار له لارې افغانستان ته راوړل کېدل.

د طالبانو دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې نیول شوي توکي یې د کشفي او استخباراتي معلوماتو پربنسټ ترلاسه کړي. طالبانو د یادو توکو په تړاو د کوم چا د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي.

دا په داسي حال کې ده، چې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو پرون ویلي‌ و د کندهار د سپین بولدک له لارې یې پاکستان ته د درېیو ډرون کمرو، ۲زره مېلیونه ایراني تومانو او ۱۶۹ کیلوګرامه سپینو زرو له قاچاق مخنیوی کړی دی. د یادې قول اردو په وینا؛ د دغه توکو د قاچاق په تړاو ۳ کسان هم نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان حکومت د پاکستان د تابعیت په قانون کې بدلون راوستی
۱

د پاکستان حکومت د پاکستان د تابعیت په قانون کې بدلون راوستی

۲

د امریکا د کډوالۍ ادارې په هوايي ډګرونو کې ۸۰۰ بې‌اسناده پناه غوښتونکي نیولي دي

۳

ټرمپ: امریکا به د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ‌راتګ په مدیریت کې مرسته وکړي

۴

د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تیز باران او سیلابونو وړاندوینه شوې

۵

په تېرو ۱۳ ورځو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۴۷ کسان مړه او ۲۱۶ ټپیان دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي تېره اونۍ یې ۲۴ کوډګر نیولي دي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۴ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و. یاد وزارت تېره اونۍ په خپل اوونیز راپور کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۱ کوډګرو له نیولو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۱۱۲ قضیې هم حل کړې چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو د ورکړې، مهر، میراث او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې له سوداګرو سره د بیو د کنټرول، د احتکار او بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په اړه هم ۲۱۸ اصلاحي ناستې لرلې.

تازه له پاکستان او ایران نه نږدې ۳زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، د چهارشنبې په ورځ له پاکستان او ایران نه ۵۴۴ کورنۍ چې د غړو ټولیز شمېر یې ۳زره او ۸۱۹ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه کمېسیون وایي، تر ۲زره ډېر کسان یې خپلو مېنو ته لېږدولي دي.

یاد کمېسیون د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې پرون له پاکستان او ایران نه د ستنو شویو کورنیو له ډلې د ننګرهار د توخم له لارې ۴۶۳ کورنۍ، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۴۶، د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۹ او د نیمروز د ورېښمو پله لارې ۳۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو یاد کمېسیون زیاته کړې، په همدې ورځ ۳۷۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۰۹ ته رسېده؛ خپلو مېنو ته لېږدولې دي. هره ورځ له ګاونډيو هېوادونو څخه په زرګونه کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستنېږي، چې د دوی په خبره نه په ګاونډيو هېوادونو کې خوندي وو او نه هېواد ته په تګ هوسا شوي.

څو ورځي وړاندې د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او ودې بنسټ خبرداری ورکړی و، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او زرګونه کسان له جدي امنیتي او بشري ګواښونو سره مخ دي.

اوچا: په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې ژمي، طبیعي پېښو او محدودو سرچینو بشري کړکېچ پراخ کړی و

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د طبیعي پېښو ناورینونو له امله د بشري مرستو اړتیا زیاته شوې وه او شاوخوا ۲۲.۹ مېلیونه خلکو بشري مرستو ته اړتیا لرله.

د یادې ادارې په وینا؛ اوږدې وچکالۍ، ناڅاپي موسمي سېلابونو او زلزلو د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی و. د اوچا راپور د ۲۰۲۵کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان په خیتځ کې مرګونې زلزلې ته اشاره کړې، چې د همدې زلزلې له امله کلي او کورونه ویجاړ او زرګونه خلک بې‌کوره او یې‌ځایه شول.

په راپور کې راغلي، چې په همدې کال کې ۲.۷۸ مېلیونه افغانان له ګاونډيو هېوادونو څخه په ناڅاپي او جبري ډول افغانستان ته ستانه شول چې همدې څپې فشار نور هم زیات کړ. د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۴کال پرتله په ۲۰۲۵کال کې د بودجې کمښت یوه بله عمومي ستونزه وه.

راپور کاږي، د ۲۰۲۵کال له جنورۍ تر ډسمبر میاشتې پورې بشري مرستندویه همکارانو ۱۷.۱ مېلیونه کسانو ته مرسته رسولې؛ خو د ۲۰۲۴کال په ورته موده کې دوی له ۲۲.۴ مېلیونه کسانو سره مرسته کړې وه.

اوچا وايي: «ښځو او نجونو ته د مرستو عادلانه لاسرسی او د افغان ښځینه بشري کارکوونکو خوندي او معناداره ګډون په افغانستان کې د بشري مرستو د اغېز زیاتولو لپاره بنسټیز اهمیت لري».
سوړ ژمی او د خلکو پراخې ننګونې

اوچا د خپل راپور په یوه برخه کې وايي، چې د جنورۍ میاشتې درنې واورې، بارانونو، توپانونو او واورې ښویېدنې د افغانستان ۱۵ ولایتونه وځپل. په راپور کې د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې له قوله راغلي، چې د سېلابونو، بارانونو او واورې همدې څپې د مالي‌زیانونو ترڅنګ شاوخوا ۶۱ کسان مړه او ۱۱۰ نور ټپيان کړل.

اوچا ویلي، چې د ژمي د مرستو پرمهال یې د ۶زره ستانه شويو ماشومانو په ګډون ۲۰زره زده‌کوونکو ته مرستې رسولې؛ ترڅو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

درز لرونکي دېوالونه، سړې شپې: د افغانستان په شمال کې تر زلزلې وروسته بېړنۍ اړتیاوې

اوچا وايي، په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله کورنۍ د سړې څپې په رارسېدو د ژوند تر ټولو سخت حالت سره مخ وو. اوچا د سمنګان د فیروز نخچیر ولسوالۍ د فقیر اباد په کلي کې د عجب خان سره خبرې کړې، هغه وايي: «هوا ډېره سړه ده او ماشومان سخت ځورېږي».

د هغه لور چې په زلزله کې ټپي شوې لا یې هم وېره له زړه نه‌ده وتلې او کله چې زیانمنو کورونو ته نږدې کېږي ژاړي. اوچا ویلي، ورته کیسې د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هم شته.

د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي، چې اغېز ډېر پراخ دی نږدې ۴زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي، کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي، ۹۱ ښوونځي او ۱۸ د اوبو سرچینې تخریب شوې دي. اوچا وایي، چې بشري مرستندویه شریکانو همدې کورنیو ته کمپلې، سون توکي، خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ مرستې ورکړې دي. په راپور کې ویل شوي، چې تر ټولو هغه زیانمنې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې مشري یې ښځې او معلولیت لرونکي کسان کوي.

اوچا د هغو کورنیو په اړه هم اندېښنه ښودلې، چې د زلزلې له کبله په تخریب شويو او زیانمن شویو کورونو کې اوسېږي.

طالبان وايي په څلورو ولایتونو کې یې ۲۵ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۲:۱۰ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، ۲۵ کسان یې په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي. یاد کسان پر غلا، درغلۍ، قتل او د نشه‌يي توکو پر کاروبار تورن دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر وايي، په هرات، فراه، کندهار او بدخشان ولایتونو کې یې ۲۵ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د مسوولینو په وینا، په هرات کې ۱۲ کسان د غلا او یو تن د درغلۍ په تړاو، په فراه کې ۵ تنه د وسله‌والو غلاوو، په بدخشان کې ۵ تنه د قتل او غلاوو او په کندهار کې دوه کسان د نشه‌‌يي توکو د کاروبار په تړاو نیول شوي دي.

ویل کېږي له یادو کسانو نږدې ۲۹ زره «زیکپ» نشه کوونکي تابلېتونه هم ترلاسه شوي دي.

طالبان: پاکستان ته د ډرون کمرو، نغدو پیسو او سپینو زرو له قاچاق کېدو مخنیوی شوی

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو وايي، د کندهار د سپین بولدک له لارې یې پاکستان ته د درېیو ډرون کمرو، ۲ زره میلیونه ایراني تومان او ۱۶۹ کیلوګرامه سپینو زرو له قاچاق کېدو مخنیوی کړی دی. د یادې قول اردو په وینا، د دغو توکو د قاچاق په تړاو ۳ کسان هم نیول شوي دي.

د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، دغه توکي یې تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند پر ډیورند کرښې د ګزمې پر مهال ترلاسه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، د دغو توکو د قاچاق په تړاو ۳ کسان هم نیول شوي او دمګړۍ هم تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.

له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.