• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان تحریک انصاف ګوند: د عمران خان د سترګې ستونزه لاهم جدي ده

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۱

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان وکیل سلمان صفدر په اډیاله زندان کې له هغه سره لیدلي دي. سلمان صفدر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې له عمران خان سره یې لیدلي؛ خو د محکمې له امر سره، سره له بشرا بي‌بي سره د ملاقات اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

سلمان صفدر ویلي، چې له عمران خان سره یې ملاقات او خبرې ۴۰ دقیقې روانې وې. نوموړي د عمران خان د روغتیا په اړه کاږلي، چې د هغه د سترګې ستونزه لاهم جدي ده او لږ ښه‌والی په‌کې راغلی.
هغه ویلي، چې عمران‌خان او مېرمن يې په جلا خونو کې ساتل کېږي، دوی د خپلې کورنۍ له غړو سره هم د لیدو اجازه نه‌لري. تر دې وړاندې د عمران خان خویندو په وار، وار ويلي و، چې عمران خان ته د روغتیایي معاینې اجازه نه ورکول کېږي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان تر دې وړاندې له زندانه د نوموړي او د هغه د مېرمنې بشرا بي‌بي د خلاصون لپاره د یاد ګوند پر غړو او پلویانو غږ کړی و، چې د احتجاج لپاره سړکونو ته راووځي.
عليمه خان د تېرې سې‌شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، عمران خان له روغتیايي ستونزو سره مخ دی چې دې مسلې دوی سخت اندېښمن کړي دي. نوموړې ټينګار کړی و، چې د عمران خان درملنه دې په شفا نړۍوال روغتون کې ترسره شي.

ډېر لیدل شوي

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي
۱

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

۲
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۳

له ترکیې د راګرځېدلي طالب پلاوي په راپور کې د ۸ مړه شویو افغانانو یادونه نه‌ده شوې

۴

د درملو پر سر جنجال؛ طالبانو په کندهار کې ۲۲ کسان نیولي او د نورو د نیولو ګواښ هم شته

۵

د عراق پارلمان افغانستان ته د تېلو د قاچاق موضوع څېړي