افغان سوک وهونکې فرشته خاني د سرو زرو یو بل مډال وګاټه

افغان سوک وهونکې فرشته خاني یو ځل بیا وځلېده او د سرو زرو مډال یې وګاټه. هغې د پاکستان د سوک وهنې په ملي لوبو کې اتلولي خپله کړه. په دغه سیالۍ کې د سند، پنجاب او اسلاماباد په ګډون د پاکستان د بېلابېلو ښارونو ورزشکارانو پهکې برخه اخیستې وه.




