د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلان وايي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د چارشنبې په ورځ، د وري پر ۱۹مه، د پوهنتون په انګړ کې د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل هبت الله یعقوب اوغلو له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې د وزیر په باور، د منظور پشتین خولۍ یې پر سر کړې وه او محصلان سیاسي حرکت ته هڅوي.
د محصلانو په وینا، د طالبانو لوړو زده کړو وزارت څو ورځې وړاندې پوهنځي ته یو مکتوب ور استولی و، چې محصلان باید خولۍ پر سر کړي او د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلانو ددغه مکتوب پر بنسټ، د ازبکانو د فرهنګ پر اساس خپلې دودیزې خولۍ پر سر کړې.
یعقوب اوغلو په یوه ویډیو کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ویلي، « موږ ټولو دا خولۍ پر سرکړې او له سیمینار وروسته د پسرلي د رارسېدو او د طبیعت د ښکلا په مناسبت مو د پوهنتون د انګړ د کثافاتو پاکولو ته مخه کړه. د همدې فعالیت پر مهال د لوړو زده کړو وزیر سیمې ته راغی او له موږ یې وپوښتل چې څه کوو. موږ هم ورته وویل چې د پوهنتون چاپېریال پاکوو».
دغه محصل وايي، چې وروسته وزیر له دوی نه وپوښتل چې ولې یې دا خولۍ پر سر کړې دي او دوی ورته وویل چې دا خولۍ د ازبکي کلتور یوه برخه ده. ید محصلانو په وینا، « هغه وویل دا د افغانستان له کلتور سره تړاو نه لري. استادانو هڅه وکړه ورته تشریح کړي چې دا خولۍ د ازبکي کلتور ریښه لري او ازبکې ښځې یې اوبي، خو له بده مرغه هغه دې خبرو ته پام ونه کړ او ویې ویل چې دا خولۍ د خلقیانواو منظور پشتین خولۍ ده».
د محصلانو په وینا، دوی د طالبانو وزیر ته وویل، چې له منظور پشتین سره هېڅ اړیکه نه لري او نه یې هم پېژني، خو ندیم دا موضوع سیاسي فعالیت وباله او د یوه محصل له سرنه یې خولۍ لرې کړه او ویې غورځوله.
د ندیم له خوا په څپیړه وهل شوي محصل وویل، « وروسته یې له ما وپوښتل چې د چا په امر مې دا خولۍ پر سر کړې ده. ما ورته وویل چې دا زموږ د کلتور برخه ده، له هېچا مې امر نه دی اخیستی، بلکې له کوچنیوالي راهیسې یې پر سر کوم».
د یاد محصل په وینا، ندیم دا چاره سیاسي فعالیت وباله او له ده یې وغوښتل چې له مخ نه ماسک لرې کړي.
نوموړې زیاتوي، « کله مې چې ماسک لرې کړ، زه یې په مخ په څپېره ووهلم. دا شیبه مې مخ او زړه دواړو درد وکړ او نړۍ تیاره راته وبرېښېده».
نوموړی وايي، چې دوی نن په افغانستان کې یوه خولۍ نه شي پرسر کولای او کله چې په مورنۍ ژبه او خپل کلتوري لباس ځوک دغسې سپکاوی ویني، په دغسې شرایطو کې ژوند کول سخت او بې معنا دي.
د محصلانو په وینا، د طالبانو وزیر ددغو محصلانو تذکرې هم اخېستې او د هغوی مشخصات یې ثبت کړي، خو وروسته د پوهنتون د مرستیال په ضمانت خوشې شوي دي.
د چارو د شنونکو په باور، د افغانستان له ازبکي فرهنګ نه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ناخبري او دودیزه خولۍ د سیاسي سمبول په توګه تعبیرول، ښيي چې نوموړی د افغانستان د بېلابېلو قومونو له کلتوري ارزښتونو سره لازمه اشنایي نه لري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ، چې په پاکستان کې د میشتو پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، په خپلو غونډو کې ورته خولۍ پرسروي، چې د پي ټي ایم او منظور پشتین په خولۍ یې شهرت موندلی دی.
طالبان پي ټي اېم ناسیونالستي غورځنګ بولي او له دې وړاندې یې هم د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې سرې خولۍ سوځولې او ځینې کسان یې ددغو خولیو د پر سر کولو له امله نیولي دي.