• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا: افغانستان کې د روانو سېلابونو له امله ۹۳تنه مړه، ۱۸۱ ټپیان او ۷۳زره کسان زیانمن شوي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۱ GMT+۱

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له امله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی چې ۷۳٬۳۰۰کسان (شاوخوا ۱۰٬۶۳۴ کورنۍ) اغېزمن شوي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۹۳ کسان مړه او ۱۸۱ټپیان او څلور تنه لا هم لادرکه دي.

راپور وایي، دې سېلابونو د مارچ له ۲۶مې څخه تر اپرېل تر ۶مې پورې یې نږدې ټول هېواد تر اغېز لاندې راوستی دی. په ټوله کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۱ ولایتونه، چې ۱۶۵ ولسوالۍ او ۵۴۶ کلي پکې شامل دي، زیانمن شوي؛ دا شمېر د هېواد شاوخوا درېیمه برخه خاوره رانغاړي.

د اوچا د راپور په وینا، تر اوسه د اړتیاوو د ارزونې ګډو ټیمونو د ۱۲٬۹۲۲ کسانو (۱٬۸۴۵ کورنیو) وضعیت ارزولی چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، او دا بهیر لا هم روان دی.

د راپور له مخې، ټولټال ۹زره او ۱۰ کورونه زیانمن شوي دي؛ له دې ډلې ۷٬۶۷۲ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۱٬۳۳۸ نور کورونه نیمه زیانمن شوي دي. همدارنګه شاوخوا ۱۵٬۶۲۷ جریبه کرنیزه ځمکه له‌منځه تللې، ۵۴۳ سر څاروي تلف شوي، نږدې ۲۰۰ کیلومټره سړکونه ویجاړ شوي او ۱۹ پلونه یا ړنګ شوي او یا هم د کار وړ نه دي پاتې.

تر ټولو ډېر زیانونه په ختیځو سیمو، په ځانګړي ډول د ننګرهار په ولایت کې ثبت شوي او ورپسې سویلي او لوېدیځې سیمې په دویم او درېیم مقام کې راځي.

بېړنۍ اړتیاوې د عاجلو سرپناوو برابرول، غیرخوراکي توکي، د کنډوالو پاکول او د سړکونو بېرته پرانیستل، د پاکو اوبو برابرول او د ملاتړیزو خدمتونو وړاندې کول دي، په ځانګړي ډول د ناامنو سرپناوو خطرونه او د ماینونو د بې‌ځایه کېدو مسئله جدي اندېښنه بلل شوې ده.

د اوچا د خبرپاڼې له مخې، د اپرېل تر ۷ نېټې پورې، شاوخوا ۸٬۴۰۰ کسانو (۱٬۲۰۰ کورنیو) ته بشري مرستې رسېدلې دي چې پکې خوراکي توکي، نغدي مرستې، غیرخوراکي مواد، عاجله سرپناه او روغتیايي خدمتونه شامل دي. خو لا هم په سمنګان، کندوز او بغلان ولایتونو او ښايي نورو سیمو کې د څو اړخیزو نغدي مرستو کمښت یوه لویه ستونزه ده، چې د زیانمنو کورنیو د خپلو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره محدوده کړې دي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۴
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۵

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

•
•
•

نور کیسې

یوناما د ښځو د زده کړو پر ارزښت ټینګار کوي؛ محدودیتونه لا هم پر ځای دي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر په داسې حال کې د یوې مسلمانې ښځې د علمي ونډې یادونه کړې، چې په افغانستان کې نجونې او ښځې لا هم له شپږم ټولګي پورته او د لوړو زده کړو څخه محرومې دي.

یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ، د وري ۲۰مه، ویلي چې د القرویین پوهنتون، چې د فارس په ښار کې موقعیت لري، د نړۍ له تر ټولو پخوانیو فعالو تعلیمي بنسټونو څخه دی. د دغه پوهنتون بنسټ په ۸۵۹میلادي کال کې د فاطمه الفهري له خوا اېښودل شوی و.

یوناما زیاته کړې، چې دغه مرکز په پیل کې د دیني مدرسې په توګه فعالیت کاوه، خو وروسته د اسلامي تمدن د زرینې دورې پر مهال په یوه مهم علمي مرکز بدل شو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته، نه یوازې نجونې او ښځې له زده‌کړو محرومې کړې دي، بلکې د هغوی پر ټولنیز حضور یې هم محدودیتونه لګولي او حتا د هغوی غږ او څېره یې هم «عورت» بللې ده.

د ملګرو ملتونو په ټینګار، زده‌کړه یو بنسټیز بشري حق دی، او په افغانستان کې د نجونو اوږدمهاله محرومیت نه یوازې د هغوی راتلونکی، بلکې د هېواد راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

نړیوالو او بشري حقونو بنسټونو څو ځله له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لرې کړي او هغوی ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانېستو زمینه برابره کړي، خو دغه محدودیتونه لا هم پر ځای پاتې دي.

طالبانو د پاکستان بریدونو له امله ۶۰۰ بې‌ځایه شوې کورنۍ له سیند غاړو امن ځایونو ته لېږدولي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۶ GMT+۱

په کونړ کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، د پاکستان د توغندیزو بریدونو له امله د کونړ اړوند ډیورند کرښې ته څېرمه ولسوالیو ۶۰۰ بې‌ځایه شوې کورنۍ له سیند غاړو خوندي ځایونو ته لېږدولي دي. د دوی په وینا، دغه کورنۍ د بارانونو او سېلابونو له امله له جدي ګواښ سره مخ وو.

ډیورند کرښې ته څېرمه ولایتونو او په ځانګړې توګه پر کونړ ولایت د پاکستاني ځواکونو د وروستیو توغندیزو بریدونو له امله شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي او د مرورې او په ځانګړې توګه د اسعداباد د سیند غاړو ته پناه‌ وړې وه.

په کونړ کې د طالبانو د مسوولینو په وینا، د بارانونو له امله په کونړ سیند کې د اوبو کچې په راپورته کېدو سره یادې بې‌ځایه شوې کورنۍ له جدي ګواښونو سره مخ وې او بالاخره د اسعد‌اباد ښار ورزشي جمنازیوم او نورو پناه ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د کونړ ولایت لپاره د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، پر یادو بې‌ځایه شویو کورنیو یې پاخه خواړه وېشلي دي.

له دې سره سم، یو شمېر بې‌ځایه شوي کسان وايي، د پاکستان په بریدونو کې یې کورونه ویجاړ شوي او د بیا ودانولو په برخه کې د مرستو غوښتنه لري.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له‌مخې، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له امله د ډیورند کرښې ته له څېرمه سیمو شاوخوا ۹۴ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

سرچینې؛ طالب ځواکونو په نورستان او کونړ کې ځینې پوستې پرېښي دي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۸ GMT+۱

ځايي سرچینې وایي چې د طالبانو سرحدي ځواکونو په نورستان او کونړ ولایتونو کې له ځینو سرحدي پوستو څخه شا تګ کړی دی. د معلوماتو له مخې، دا اقدام د پاکستان له وروستیو بریدونو وروسته ترسره شوی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په برګمټال ولسوالۍ کې لږ تر لږه درې سرحدي پوستې پرېښودل شوې دي. همدارنګه، د کونړ د ناړي ولسوالۍ اړوند د بریکوټ سیمه او د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې هم طالبان خپلې پوستې پرېښې او د شاوخوا کلیو جوماتونو ته تللي دي.

یو ځايي مشر ویلي: «کله چې جګړه پیل شوه، پاکستاني ځواکونو پر بریکوټ برید وکړ. هم خلک او هم طالبان له سیمې ووتل او اوس پوستې تشې پرتې دي.»

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د طالبانو او پاکستان پوستې یو بل ته نږدې موقعیت لري، خو دا لا څرګنده نه ده چې طالبانو ولې پوستې پرېښې دي او ایا د پاکستان د درندو وسلوډزې په دې پرېکړه کې اغېزمنې وې که نه.

بل لور ته، مرستندویه بنسټونو او د باختر اژانس راپور ورکړی چې د روانو نښتو له امله زرګونه کورنۍ له ناړي ولسوالۍ څخه د کونړ مرکز او ننګرهار ته کډه او بیځایه شوې دي. ځايي مشران وایي چې د کامدېش او برګمټال لارې تړل شوې دي، څو د طالبانو د شا تګ موضوع پټه وساتل شي.

ځینې قومي مشران باور لري چې طالبان د خپلو ځواکونو د لوژستیکي ملاتړ توان نه لري او د پاکستاني بریدونو له وېرې یې شاتګ کړی دی. دوی دا هم ادعا کوي چې طالبان خلکو او رسنیو ته ناسم معلومات ورکوي، لکه دا چې چارواکي د چورلکو له لارې سیمو ته ځي څو وښيي چې لا هم سرحدي حضور لري.

یو بل مشر ویلي: «طالبان اوس حکومت او پوځ لري، خو نه شي کولای لارې خلاصې وساتي او امنیت یې ټینګ کړي.»

تر دې مخکې، د نورستان د طالبانو د والي ویاند، فریدون صمیم، تایید کړې وه چې پاکستاني ځواکونه هغو موټرو باندې بریدونه کوي چې د کامدېش او برګمټال پر لور روان وي، او له همدې امله ځمکنۍ لارې تړل شوې دي.

ځايي اوسېدونکو خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي خلک اړ شي د تګ راتګ او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له پاکستاني ځواکونو مرسته وغواړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ۵۷۰۰ کورنۍ زیانمنې کړې دي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د کډوالۍ نړیوال سازمان (اې او ایم) خبر ورکړی چې په افغانستان کې وروستیو زورورو سېلابونو شاوخوا ۵۷۰۰ کورنۍ زیانمنې کړې دي.

دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ، د وري ۲۰مه، ویلي چې سېلابونه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې راوتلي او د ملګرو ملتونو مرستندویه ډلې په اغېزمنو سیمو کې د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره حضور لري.

د یاد سازمان په وینا، تر اوسه ۵۰۰ کورنیو ته سرپناه او اړین توکي برابر شوي او د مرستو او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو سېلابونو نه یوازې ځاني تلفات اړولي، بلکې پراخ مالي زیانونه یې هم رامنځته کړي، چې له امله یې د بېړنیو بشري مرستو اړتیا نوره هم زیاته شوې ده.

طالبانو په کابل کې هغه کس نیولی چې ادعا یې کوله له پېریانو سره د ټېلیفون له لارې غږيږي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌ المنکر وزارت وايي، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې ادعا یې کوله له پېریانو سره د ټېلیفون له لارې خبرې کوي. دغه کس ادعا کوله، چې له دې لارې له پېریانو د اغېزمنو شویو کسانو درملنه کوي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د دغه وزارت محتسبینو د کابل په سروبي ولسوالۍ کې هغه کس نیولی چې ادعا یې کوله د ټېلیفون له لارې له پيریانو سره په اړیکه کې دی.

دغه کس ادعا درلوده، چې د هغو کسانو درملنه یې کړې چې له پیریانو اغېزمن شوي وو او خلکو ته به یې ویل، چې پیریان د هغه خبرې «درک» کوي او ورسره «مستقیمه اړیکه» لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «دا ډول کړنې او ادعاوې خرافات بلل کېږي او له شرعي اصولو سره په ټکر کې دي او هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي څو د خلکو په باورونو لوبې وکړي او له هغوی څخه په ورته بهانو پیسې واخلي».

د یادونې وړ ده، چې دغه وزارت په تېره اونۍ کې د هېواد له بېلابېلو سیمو ۲۴ کسان د کوډګرۍ په تړاو هم نیولي دي.