• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو تېره اونۍ په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ۲۴ کسان په دُرو وهلي دي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی محاکمو د روانې وري میاشتې په تېره اونۍ کې ۲۴کسانو باندې د دُرو وهلو حکمونه صادر کړي او دا سزاوې تطبیق شوي هم دي. دغه سزاوې د کابل په ګډون سرپل، فاریاب، خوست او غور کې پلي شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په ټولیز ډول په یوه قضیه کې ۱۵ تورن کسان، په بله کې شپږ او همدارنګه په جلا جلا قضیو کې پر درییو نور کسانو د طالبانو محکمو د درو وهلو پرېکړې کړې وې. طالبانو زیاته کړې چې دغه سزاوې یې د اسلامي شریعت په رڼا کې پر «مجرمینو» عملي کړي دي.

د جزیاتو له مخې، په یوه قضیه کې د طالبانو کابل ولایت لومړنۍ محکمې د نشه‌يي توکو او مسکراتو اړوند قضیو په تړاو پر ۱۵ کسانو د تعزیري سزا حکم صادر او عملي کړی دی. همدارنګه، په سرپل ولایت کې هم ورته حکم پر ۶ تنو تطبیق شوی دی.

طالبانو ویلي چې د دغو حکمونو د پلي کېدو موخه د عدالت ټینګښت، د جرمونو مخنیوی او د ټولنیز نظم ساتنه ده، او ټینګار یې کړی چې د قضیو د څېړنې او ارزونې بهیر به په پرله‌پسې ډول دوام ولري.

د طالبانو پر دغو سزاوو د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو تر دې مخکې سختې نیوکې کړي دي. په دې وروستیو کې ملا هبت الله د جزایي اصول‌نامې په نوم خپلو محکمو ته یوه کړنلاره توشیع کړې چې پکې د بشري حقونو د نقض، د ټولنیز عدالت نا انډولي او همدا راز د طبقاتي نظام د رامنځته کېدو نیوکې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟
۱

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۲

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۳

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مېلیونونه کسان له قحطۍ یوازې یو ګام لرې دي

۵

ملګري ملتونه: د کندوز روغتون په شپږو میاشتو کې ۳۰زره ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې کړي