سېلابونه او د ماشومانو ژوند؛ د بشري ناورین پر ژورېدو اندېښنې

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې وروستیو پراخو سېلابونو د ماشومانو پر ژوند سخت اغېز کړی او د ماشومانو په ګډون څه باندې ۱۰۰کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې وروستیو پراخو سېلابونو د ماشومانو پر ژوند سخت اغېز کړی او د ماشومانو په ګډون څه باندې ۱۰۰کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه بنسټ د وري په ۱۹مه، د چهارشنبې په ورځ، پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې سېلابونه ناڅاپي راځي او کولی شي د ماشومانو ژوند په څو ثانیو کې له جدي ګواښ سره مخ او حتی له منځه یوسي.
د راپور له مخې، یوازې مرګژوبله نه، بلکې د ماشومانو د خوندیتوب وضعیت هم ورځ تر بلې خرابېږي، ځکه ډېر ماشومان له خپلو کورنیو بېځایه شوي، له زدهکړو پاتې دي او د لومړنیو خدماتو لکه خوړو، پاکو اوبو او روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی نه لري.
یاد بنسټ خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې د نورو ورښتونو اټکل کېږي او که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، نو د ماشومانو ژوند به لا ډېر له ګواښسره مخ شي. دوی د نړیوالې ټولنې څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې، د د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام هم ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۴.۲میلیونه کسان بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري، چې په کې ماشومان تر ټولو زیانمنه ډله بلل کېږي.
راپورونه ښيي چې دغه طبیعي ناورین نه یوازې انساني تلفات اړولي، بلکې پراخ مالي زیانونه یې هم رامنځته کړي، او زرګونه کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.