سهیل شاهین د ملګرو ملتونو له دفتر سره د افغان ماشومانو پر خوندیتوب غږېدلی

په دوحه کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي په دفتر کې د تحلیل او عامه پوهاوي مرکز له مشر داود المصري سره په کتنه کې د افغان ماشومانو د خوندیتوب،ننګونو او په دې برخه کې د طالبانو د اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.
