• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله د ازبکستان پر وړاندې ماته شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د ملتونو جام (کافا) سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه د درې پر صفر د ازبکستان پر وړاندې وبایلله.

دغه لوبه د پنجشنبې په ورځ، د وري ۲۰مه، په ازبکستان کې ترسره شوې وه، چې پکې د کوربه لوبډلې لوبغاړو دوه ګولونه په لومړۍ نیمایي او یو ګول په دویمه نیمایي کې د افغانستان پر لوبډلې ترسره کړل.

د افغانستان ۱۷کلنې لوبډلې تر دې وړاندې هم خپلې دوه نورې لوبې ترسره کړې وې؛ چې یوه یې دوه پر یو د قرغیزستان پر وړاندې بایللې او بله یې د ترکمنستان سره په بې‌ګوله مساوي پای ته رسولې وه.

ټاکل شوې ده چې افغان ځوانان به د شنبې په ورځ د سیالیو په دوام کې له تاجکستان سره مخ شي.

د کافا د ۱۷کلنو سیالۍ د ازبکستان په کوربه‌توب د افغانستان، ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او قرغیزستان د لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۳
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۴

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۵

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

•
•
•

نور کیسې

افغان سوک وهونکې فرشته خاني د سرو زرو یو بل مډال وګاټه

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۱۶ GMT+۱

افغان سوک وهونکې فرشته خاني یو ځل بیا وځلېده او د سرو زرو مډال یې وګاټه. هغې د پاکستان د سوک وهنې په ملي لوبو کې اتلولي خپله کړه. په دغه سیالۍ کې د سند، پنجاب او اسلام‌اباد په ګډون د پاکستان د بېلابېلو ښارونو ورزشکارانو په‌کې برخه اخیستې وه.

خاني په دغه سیالۍ کې چې د پاکستان د سند ایالت په حیدراباد ښار کې ترسره شوه، د ۵۰ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې خپلو ټولو سیالانو ته ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال یې وګاټه. سره له دې چې د هغې ځینو سیالانو (تر ۵۵ کیلوګرامه پورې) په لوړو وزنونو کې سیالي کوله، فرشته خاني وکولای شول چې د غوره فعالیت سره خپله غوره والی ثابت کړي.

د هغې په وینا؛ دغه سیالۍ نږدې یوه اونۍ دوام وکړ او د پاکستان له ۲۰ څخه د زیاتو ښارونو او سیمو لوبغاړو په‌کې برخه اخیستې وه.

100%

په تخار کې د ۲۰۰ چاپ‌اندازانو په ګډون د وزلوبې درې ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۲ GMT+۱

په تخار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه د ۲۰۰ چاپ‌اندازانو په ګډون د وزلوبې درې ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې. دغه سیالۍ د خلکو او د وزلوبې مینه‌والو له تود هرکلي سره مل وې.

د لوبو تنظیموونکو د راپور له مخې؛ د دغه سیالیو په پای کې یوشمېر چاپ‌اندازان وتوانېدل، چې خپل اهداف په بریالیتوب سره بشپړ او د یادو سیالیو جایزې ترلاسه کړي.
د دغه سیالیو د ګټونکو په نوملړ کې د صلاح‌الدین سمنګاني، ذکرالله تخاري، ذبیح کندوزي، سرور بلخي، شمس‌الله تخاري، سمیع‌الله تخاري، نجیب‌الله سمنګاني، مسعود شېرپور بغلاني، ذبیح‌الله درقدي، ګل محمد تخاري، سلام اېماق، عبدالرشید مطیع‌الله، عطارخش، عبدالرشید تخاري، شاهین، الیاس کندوزی، سمیع‌الله درقد، خالد تخاري او نجیب‌الله سمنګاني شامل دي.
دغه سیالۍ د دودیزو لوبو د ودې، د لوبغاړو ترمنځ د یووالي د پیاوړتیا او د یوې سالمې سیالۍ فضا د رامنځته کولو په موخه ترسره شوې.

100%
100%

محمدعلي عظيمي د هالنډ په «بین‌فلکس» سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړ

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۱

اتریش مېشتی افغان بدنساز محمد علي عظیمي د هالنډ په «بین‌فلکس» سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ او د نړۍ د تر ټولو معتبرې مسلکي بدنسازۍ سیالۍ، «مسټر اولمپیا»کې یې د ګډون جواز ترلاسه کړ.

عظيمي د دوشنبې، د وري۱۷مه، په «کلاسیک فزیک» برخه کې د بې ساري فعالیت په وړاندې کولو سره د قهرمانۍ لوړ مقام ته ورسېد.

په دې سیالیو کې د هسپانیا ورزشکار فران مینا ابانیز دوهم او د هالنډ ورزشکار سییم ګوسنس درېیم مقام ترلاسه کړ.

دا بریا محمدعلي عظيمي د دویم افغان ورزشکار په توګه معرفي کوي چې د «مسټر المپیا» سیالیو لپاره سهمیه ترلاسه کوي، چې دا سیالۍ د نړۍ په کچه د مسلکي بدنسازۍ تر ټولو لوړ معیار ګڼل کېږي.

رپوټونه وايي چې عظيمي د کلونو لپاره دعلي بلال تر لارښوونې لاندې تمرین کړی دی. علی بلال د افغانستان د بدنسازۍ پېژندل شوی څېره ده، چې مخکې یې د «ارنولد کلاسیک» قهرماني او دوه ځله د «مستر المپیا» دوهم مقام ترلاسه کړی دی.

هدایت‌الله کامه‌وال د هنډبال اسیايي فدراسیون د کمېسیون غړی وټاکل شو

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱

د افغانستان د هنډبال د ملي فدراسیون مشر هدایت الله کاموال د هنډبال اسیايي فدراسیون د کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شو.

کامه‌وال رسنیو ته ویلي چې تازه یې دا رسمي موقف د افغانستان د استازیتوب په توګه د اسیايي فدراسیون له خوا ترلاسه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هنډبال ملي ټیم په راتلونکو اوونیو کې د بهرنیو سیالیو په ترڅ کې په بنګله‌دیش کې په لوبو کې برخه اخلي.

د افغان هنډبال د فدراسیون مسؤلین وایي چې د کمېسیون په نوې غړیتوب سره به د افغانستان هنډبال په سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو کې لا پیاوړی شي.

ازبکستان ته تر سفر وروسته؛ د افغانستان د ۱۷کلنو فوټبال ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان شو

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له لوري ازبکستان ته د ۱۷کلنو فوټبال ملي لوبډلې تر لېږلو وروسته، د ۲۰۲۶کال کافا جام سیالیو لپاره د لوبغاړو رسمي نوملړ اعلان شو. په دې نوملړ کې د ۲۰ لوبغاړو نومونه شامل دي، چې ټاکل شوې له دوو ورځو وروسته خپلې سیالۍ پیل کړي.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله به په خپلې لومړۍ لوبه کې د قرغزستان له لوبډلې سره مخ شي.

د لوبغاړو او تخنیکي ټیم بشپړ نوملړ:

ګول ساتونکي:
محمدمصطفی صدیقي، علي‌رضا محمدي، احمد عمران نورزي.

لوبغاړي:
سید حسیب سادات، فردین صادقي، مجیب امیري، حسیب‌الله عثماني، مصطفی سخي‌زاده، جاوید صادقي، ضمیر شجاع، یاسین نورزهي، حسیب‌الله امیري، مهران علي‌خاني، سیدحارث عاشوري، رامش اکبري، سیدجواد رحیمي، مجتبی حیدري، طیب قادري، محمدفهیم حماس، محمد نورزي.

روزونکی:
علي‌احمد یارزاده

د سیالیو مهالوېش:
افغانستان – قرغزستان (دوشنبه، د ۱۴۰۵کال د وري۱۷مه)

افغانستان – ترکمنستان (سې‌شنبه، د ۱۴۰۵کال د وري ۱۸مه)

افغانستان – تاجکستان (پنج‌شنبه، د ۱۴۰۵کال د وري ۲۰مه)

افغانستان – ازبکستان (شنبه، د ۱۴۰۵کال د وري ۲۲مه)

دغه سیالۍ د پنځو لوبډلو په ګډون، د تاشکند ښار د «دوستلیک» په لوبغالي کې ترسره کېږي.