پاکستان وايي د مذاکراتو پلاوی او خبریالان کولای شي له ویزې پرته اسلاماباد ته سفر وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، ټول هغه پلاوي او خبریالان چې د ایران او امریکا د مذاکراتو د پوښښ لپاره اسلاماباد ته سفر کوي، کولی شي له ویزې پرته پاکستان ته داخل شي.
پاکستان له هوايي شرکتونو غوښتي، چې یادو کسانو ته له ویزې پرته په الوتکو کې د سفر اجازه ورکړي. اسلاماباد همداراز ویلي، چې ګډونوالو او خبریالانو ته به په پاکستان کې له ښکته کېدو وروسته ویزې ورکړل شي.
