• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مقاومت جبهه: د هرات پېښه د طالبانو د امنیتي خلا پایله ده

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۱

مقاومت جبهې په هرات کې پر اهل تشیع برید غندلی او هغه یې د طالبانو د امنیتي خلا پایله بللې ده. دغې جبهې له بشري حقونو او نړۍوالو سازمانونو غوښتي، چې د یوه حقیقت موندونکي پلاوي په استولو سره دغه «بشري ضد جنایت» تر ارزونې وروسته مستند کړي.

مقاومت جبهې د جمعې په ماخوستن (د وري ۲۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په هرات کې «هدفي وژنې» په کلکه غندلي او دا پېښه یې د ترور او وحشت خپرولو د هغې سیستماتیکې پالیسۍ دوام بللی، چې طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې پرې تکیه کړې او اوس د دوی د ملګرو ترهګرو ډلو پر عادي چلند بدله شوې ده.

دغه جبهه زیاتوي: «د داسې جنایتونو ترسره کېدل، د هغې امنیتي خلا او ژور کړکېچ مستقیمه پایله ده، چې پر هېواد د طالبانو له نامشروع واکمنۍ وروسته خپره شوې ده».

دغې ډلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره له بشري حقونو او نورو نړیوالو سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چې د حقیقت موندونکو پلاوو په استولو سره، د دې «بشري ضد جنایت» د مستندولو لپاره خپلې هر اړخیزې څېړنې سمدستي پیل کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د جمعې په ماسپښین د هرات د انجیل ولسوالۍ په یو تفریحي سیمه کې د ناپېژانو وسله‌ والو په ډزو کې ۷ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. طالبانو ویلي، چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه‌دی منلی.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د پکتیکا اړوند ډیورند کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستان ترمنځ بیا جګړه شوې

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۱

په پکتیکا کې د طالبانو له‌منځه یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، د جمعې ورځې مازیګر یو ځل بیا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اړوند ډیورند کرښه کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې ده. د سرچینو په وینا، په دې نښته کې له بې‌پيلوټه الوتکې هم ګټه اخیستل شوې ده

د سرچینو په وینا، د جمعې ورځې مازیګر په شاوخوا ۵نیمو بجو ډیورند کرښې ته څېرمه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ډنګر لیډ سیمه کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ نښته وشوه.

تر اوسه په دغو نښتو کې د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

همدا راز ویل شوي، چې پاکستاني عسکرو پر یادې ولسوالۍ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه د ډیسي توپ ۷مرمۍ هم توغولي دي.

د سرچینو په وینا، د سهار په شپږ بجو هم د پکتیکا پر شکین ولسوالۍ د پاکستاني عسکرو له لوري د توپ درې مرمۍ توغول شوي چې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د ودانۍ تر څنګ لګېدلي دي.

سرچینو زیاته کړې، چې هم‌مهاله پاکستاني عسکرو د هاوان ۱۲ مرمۍ د همدې ولسوالۍ د انګور اډې پر لوري توغولي دي. په دغو بریدونو کې هم د مرګ ژوبلې او زیان خبر نه دی ورکړل شوی.

سرچینې وایي، چې طالبانو او پاکستاني ځواکونو تېره شپه لس بجې د پکتیکا په تروې ولسوالۍ کې هم سره نښته کړې، خو تلفات نه‌لري. طالبانو همدا راز ویلي، چې د دوی ډرون الوتکو د پاکستاني پوځ ځینې هدفونه هم په نښه کړي دي.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو د موندنو له مخې،پاکستان پر همدې ولسوالۍ د توپ ۱۰مرمۍ هم ویشتي چې دوه دوکانونه او د ملکي‌ وګړو دوه کورونه یې زیانمن کړي دي.

دا بریدونه داسې مهال دي، چې تېره اونۍ د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د چین په ارومچي کې مذاکرات وشول او دواړو لورو یادې خبرې اترې مثبتې وبللې، خو د افغانستان انټرنشنل- پښتو دغه تازه موندنې په ډاګه کوي، چې کړکېچ لا هم روان دی.

په افغانستان کې د طبيعي پېښو له امله د مړو شمېر نږدې ۱۵۰ کسانو ته ورسېد

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې ویاند یوسف حماد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د وري له شپږمې راهیسې لږ تر لږه ۱۴۸ کسان د سختو ورښتونو، سېلابونو او د ځمکې ښوېدنې له امله مړه شوي دي.

تر دې وړاندې، د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي وو، چې سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې ټولټال ۵۷۰۰ کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

پروان ولایت کې د طالبانو د پېښو د مدیریت رییس عبدالعظیم افضلي هم ویلي، د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې شپږ کسان هغه مهال مړه شول چې د دوی د کورونو چتونه پرې راولوېدل.

په افغانستان کې وروستیو مرګونو سېلابونو نه یوازې خلکو ته یې ځاني تلفات اړولي، بلکې پراخ مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

د راپورونو له مخې، د سلګونو کورونو او کرنیزو ځمکو د بشپړې او جزوي ویجاړېدو تر څنګ، لسګونه کیلومتره سړکونه هم زیانمن شوي او د تګ راتګ لارې یې هم تړلې دي.

یوه طالب چارواکي په هرات کې پر ملکي وګړو برید «ترهګریز» بللی دی

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۱

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي ویلي، چې د انجیل ولسوالۍ په ده‌مهري سیمه کې پر ملکي وګړو ډزې یو «ترهګریز برید» وو. نوموړي پرته له دې چې کومه ځانګړې ډله یاده کړي ویلي، چې د دې پېښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې د دې ډلې امنیتي ځواکونه سملاسي د نورو عاملینو د پېژندنې او نیولو هڅې پیل کړې دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې مرګوني برید مسوولیت نه‌دی منلی او طالبانو هم په دې اړه نور وضاحت نه‌دی ورکړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۳ نور ټپیان دي. خو په هرات کې د ولایتي روغتون سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تر دې دمه لږ تر لږه د لسو کسانو جسدونه دغه روغتون ته انتقال شوي او ښايي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.

هرات کې د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار د پېښې له رامنځته کېدو سره سم موضوع له نږدې څېړلې او د هرات حوزوي روغتون ته تللی، هلته یې د ټپیانو حالت له نږدې کتلی او روغتیايي مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې د ټپیانو د درملنې په بهیر کې له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه‌کړي.

نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ له څرګندولو سربېره ویلي، چې د دې پېښې عاملان به تر موندنې وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي. هغه همداراز زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونه د پېښې د ټولو اړخونو د روښانولو لپاره پراخې پلټنې پیل کړې دي او هڅه کېږي چې نور ښکېل کسان هم ژر تر ژره ونیول شي.

اسلام جار ټینګار وکړ، چې د هېڅ یوه هېوادوال وینه به ضایع نه‌شي او عاملان به د خپلو کړنو سزا وګوري.

له نجونو فارغانو پرته د طب له ۷ زره فارغانو اېګزېټ ازموینه واخیستل شوه

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱

د طالبانو عامې روغتیا وزات وايي، د ۱۴۰۴ کال په دویم پړاو ازموینه کې د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو له شاوخوا ۷ زره فارغانو د فعالیت جواز یا اېګزېټ ازموینه د جمعې په ورځ په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه. په دې ازموینه کې هم نجونو فارغانو ته د ګډون اجازه‌ نه‌وه ورکړل شوې.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په دې مراسمو کې له طب پوهنځیو د نجونو فارغانو د برخلیک په تړاو له یادونې پرته وویل: «طبابت یوه مقدسه دنده او مسوولیت دی» او هڅه یې دا ده، چې ځوانانو ته په ښه ځای کې د خپل ولس لپاره د خدمت زمینه مساعده کړي.

نور جلال جلالي له دغو فارغانو وغوښتل چې ولس ته خدمت کول خپل اساسي هدف وګرځوي او زیاته یې کړه: «د طبابت په برخه کې د طبي اخلاقو عملي کول خورا مهم دي چې ډاکتران باید له ناروغانو سره د انساني او طبي اخلاقو له‌مخې ښه چلند وکړي».

د طالبانو د ازموینو ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال رحیم‌الله حقاني هم په دې مراسمو کې د ازموینې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: «تاسو خپله نظري دوره بشپړه کړې او اوس عملي مرحلې ته داخلېږئ»

هغه د ډاکټرۍ مسلک مقدس او د انسانانو خدمت کول عبادت وبلل او همداراز یې ډاډ ورکړ، چې د دوی حق به په هېڅ صورت ضایع نه‌شي او هر ګډونوال ته به د هغه د وړتیاوو پر بنسټ خپل حق ورکړل شي.

په تېرو څو دورو ایګزېټ ازموینو کې هم یوازې نارینه فارغانو ګډون درلود او نجونو فارغانو ته په‌کې د ګډون اجازه نه‌وه ورکړل شوې.

د څارونکو په باور، ښايي طالبانو ته اوس د نجونو له زده‌کړو محرومیت یوه عادي چاره ګرځېدلې وي، نو ځکه یې په دغه ډول ازموینو کې د ګډون او یا هم نه‌ګډون یادونه ضروري نه‌ګڼي.

طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې بندیز ولګاوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا د نړۍوالو ادارو په وینا، افغانستان دمګړۍ هم د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی او په باور یې که دغه بهیر همداسې دوام وکړي، نو ښايي په څو راتلونکو کلونو کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو له جدي کمښت سره مخ شي.

هر څوک چې د جګړې د مهار لپاره ګام اخلي، د ستاینې وړ دی

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر محمد محقق له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د ستاینې لیک په اړه وضاحت ورکړ. نوموړي ویلي، د پاکستان ستاینه یې ځکه کړې چې د اوربند لپاره یې هڅې کړې دي.

محمد محقق په خپلو څرګندونو کې وویل، د ایران جګړې نه یوازې سیمه، بلکې ټوله نړۍ اغېزمنه کړې او په دغه هېواد کې مېشت پنځه میلیونه افغان کډوال یې هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. نوموړي ادعا وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍوالو افکارو تر فشار لاندې د ایران لس ماده‌ییز وړاندیز منلی او هغه یې «تر ټولو غوره وړاندیز» بللی دی.

محقق زیاته کړه، که څه هم ایران د لسو مادو ترڅنګ ۱۹ نورې مادې هم یادې کړي چې جزییات یې لا نه دي روښانه شوي، خو دی په خپله د امریکا او ایران ترمنځ وروستي توافق ته ډېر هیله‌من نه دی. د هغه په وینا، د جګړې د کنټرول واک تر ډېره د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په لاس کې دی.

محمد محقق د وري په ۱۹مه د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته په یوه لیک کې د ورور خطاب کړی او د اسلام‌اباد په منځګړیتوب یې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند هڅې ستایلې وې.

نوموړي ویلي و، پاکستان په دې اقدام سره ثابته کړه، چې په سیمه کې د سولې او ثبات مدافع دی.

په لیک کې راغلي:« په دغه تاریخي ګام سره چې تاسو اخیستی دی، تاسې نه یوازې د پاکستان د ملت سر لوړ کړی، بلکې تاسې سیمه او نړۍ له لوی انساني ناورین څخه هم ژغورله».

نوموړي په دغه لیک کې د افغانستان وضعیت ته هم اشاره کړې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت او لا نږدېوالي د ټینګار ترڅنګ یې هیله ښودلې چې افغانستان د ترهګرو ډلو له شر څخه خلاص او په انساني ارزښتونو ولاړ یو نظام رامنځته شي.