کندهار کې درې میاشتې وړاندې طالبانو د کندهار- هرات پر لویه لار په میوند ولسوالۍ کې ټولپلازه جوړه کړه، چې له کوچنيو موټرونو له ۵۰ تر ۱۰۰ او له باوروړنکو موټرو د ټاير په سر ۱۰۰ افغانۍ اخلي. موټر چلوونکي شکایت کوي، چې دغه عواید دولتي خزانې ته نهځي، حساب نهشته او خدمات هم صفر دي.
د معلوماتو له مخې؛ هره ورځ پر دغه لاره شاوخوا ۵۰۰ لوی او واړه موټرونه تګراتګ کوي. له کوچنیو موټرونو له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ پورې اخیستل کېږي؛ خو له باروړونکو لویو موټرونو بیا د هر ټایر په سر ۱۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.
دا په دې معنا چې یو لس ټایره موټر باید لږ تر لږه ۱۰۰۰ افغانۍ ورکړي، حال دا چې ډېری باروړونکي موټرونه تر دې هم زیات ټایرونه لري. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د محاسبې له مخې؛ که له دواړو لوریو د تګراتګ موټرونه په نظر کې ونیول شي؛ نو هره ورځ د یادې ټولپلازې عاید له شاوخوا ۶۵۰زره تر ۷۰۰زره افغانیو پورې رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د درېیو میاشتو په موده کې دغه عاید نږدې ۵۷ مېلیونه افغانیو ته رسېدلي او د یو کال په حساب سره دغه شمېر تر ۲۳۰ مېلیونه افغانیو پورې رسېږي. په ورته وخت کې موټر چلوونکي د سړک له خرابوالي شکایت کوي او ټينګار کوي، چې د سړک جوړونې او خدماتو وړاندې کولو په نوم اخیستل شوې پيسې باید پر وخت او ځای ولګول شي.
عبدالحمید چې د کندهار- هرات پر لویه لار باروړونکی موټر چلوي وايي: «موږ ته یوازې دومره ویل شوي، چې دغه پیسې د سړک لپاره اخیستل کېږي؛ خو هېڅوک موږ ته نه وایي، چې دغه پیسې چېرته ځي. هره ورځ موږ له خپل جېب نه دغه پيسې ورکوو او موږ ته یې د بار مالک نه راکوي».
په کندهار کې طالب مسوولین د دغه سړک د لومړۍ برخې د جوړولو لګښت شاوخوا ۹۰۰ مېلیونه افغانۍ ښودلی دی. رحمت الله هم پر همدې لار باروړونکی موټر چلوي، هغه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «که رښتیا هم دغه پیسې د سړک لپاره وي؛ نو باید حساب یې خلکو ته ښکاره شي، دومره پیسې په سړک نه لګېږي لکه څومره چې ټولېږي، سړک به جوړ شي؛ خو دغه پيسې به دایمي وي».
د یو باروړنکي ترانسپورټي شرکت مسوول د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د ترانسپورټ کمېسيون تر څنګ ټولپلازه د فساد په يوې بلې سرچینې بدله شوې او ډېر کله د ټولپلازې مسوولين له موټر چلوونکو څخه د جوړجاړي پربنسټ پيسې اخلي او پارچې نه ورکوي.