یو کوچني افغان ورزشکار د امریکا د کېکبوکسېنګ ملي لوبډلې ته لار موندلې

یو کوچنی افغان ورزشکار عثمان ملکزاده د کېکبوکسېنګ په بېلابېلو سیالیو کې له کلونو ځلېدو وروسته وتوانېده، چې د امریکا د کېکبوکسېنګ لوبډلې ته لار ومومي. دغه تنکي ځوان د امریکا د بېلابېلو ایالتونو ترمنځ په ۲۱ ملي سیالیو کې د بریا ترلاسه کولو سره دغه لاسته راوړنه خپله کړه.
