• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هر څوک چې د جګړې د مهار لپاره ګام اخلي، د ستاینې وړ دی

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۱

د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر محمد محقق له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د ستاینې لیک په اړه وضاحت ورکړ. نوموړي ویلي، د پاکستان ستاینه یې ځکه کړې چې د اوربند لپاره یې هڅې کړې دي.

محمد محقق په خپلو څرګندونو کې وویل، د ایران جګړې نه یوازې سیمه، بلکې ټوله نړۍ اغېزمنه کړې او په دغه هېواد کې مېشت پنځه میلیونه افغان کډوال یې هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. نوموړي ادعا وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍوالو افکارو تر فشار لاندې د ایران لس ماده‌ییز وړاندیز منلی او هغه یې «تر ټولو غوره وړاندیز» بللی دی.

محقق زیاته کړه، که څه هم ایران د لسو مادو ترڅنګ ۱۹ نورې مادې هم یادې کړي چې جزییات یې لا نه دي روښانه شوي، خو دی په خپله د امریکا او ایران ترمنځ وروستي توافق ته ډېر هیله‌من نه دی. د هغه په وینا، د جګړې د کنټرول واک تر ډېره د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په لاس کې دی.

محمد محقق د وري په ۱۹مه د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته په یوه لیک کې د ورور خطاب کړی او د اسلام‌اباد په منځګړیتوب یې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند هڅې ستایلې وې.

نوموړي ویلي و، پاکستان په دې اقدام سره ثابته کړه، چې په سیمه کې د سولې او ثبات مدافع دی.

په لیک کې راغلي:« په دغه تاریخي ګام سره چې تاسو اخیستی دی، تاسې نه یوازې د پاکستان د ملت سر لوړ کړی، بلکې تاسې سیمه او نړۍ له لوی انساني ناورین څخه هم ژغورله».

نوموړي په دغه لیک کې د افغانستان وضعیت ته هم اشاره کړې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت او لا نږدېوالي د ټینګار ترڅنګ یې هیله ښودلې چې افغانستان د ترهګرو ډلو له شر څخه خلاص او په انساني ارزښتونو ولاړ یو نظام رامنځته شي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

په نورستان کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې لسګونه څاروي تلف شوي دي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱

په نورستان کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کامدېش ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د تېرې ورځې په بریدونو کې ۲۵ څاروي وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان دي. په دغو بریدونو کې یوه مېرمن هم ټپي شوې ده.

سیمه‌ییزو سرچینو د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یاد بریدونه په مستقیم ډول پر ملکي سیمو ترسره شوي چې له امله یې د خلکو شتمنیو ته زیان اوښتی دی. تر اوسه د پاکستاني لوري له خوا د دغو بریدونو د علت او په اړه یې رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

د سیمې اوسېدونکي او سرچینې له اړوندو ادارو غوښتنه کوي، چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ملکي وګړو ژوند او شتمني خوندي کړي.

عبدالله عبدالله له طالبانو وغوښتل چې په هرات کې پر ملکي وګړو د برید عاملینو ته سزا ورکړي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۱

تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله په هرات کې پر ملکي وګړو برید غندلی. نوموړي پر ملکي وګړو برید «غیرانساني» بللی او له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې د یادې پیښې د عاملینو د پېژندلو او سزا ورکولو لپاره جدي او عملي اقدام وکړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وسله والو د جمعې په ورځ، له غرمې وروسته د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر شیعه ملکي وګړو ډزې وکړې چې په پایله کې یې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښتل.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې برید نا پېژاندو وسله وال کړی او په دغه پېښه کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی.

په هرات کې د ناپېژادو وسله‌والو په ډزو کې ۷ کسان مړه او ۱۳ ټپیان دي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د جمعې په ماسپښین د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په یو تفریحي سیمه کې د ناپېژانو وسله‌ والو په ډزو کې ۷ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. طالبانو ویلي، چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې موټر سایکل سپرو وسله والو د انجیل ولسوالۍ په یو تفریحي سیمه کې پر میله‌والو ډزې کړي او په پایله کې یې ۷ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

ځینو سرچینو د ډزو په پایله کې د مړو شمیره له ۳۰ څخه زیات ښودلی دی

د طالبانو له‌خوا د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
وړاندې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وسله والو د جمعې په ورځ د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر شیعه ګانو ډزې کړي دي. د هرات ولایتي روغتون سرچینو ویلي چې تر اوسه پورې د لسو کسانو جسدونه روغتون ته لیږدول شوي دي. د سرچینو په وینا، په دې پیښه کې لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په هرات کې پر ملکي وګړو ډزې؛ سرچینو د لسګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه ورکړي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۶ GMT+۱

سیمه‌ییزو سرچینو د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ناپېژاندو وسله‌والو د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو ډزې کړې دي. د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، په دې پیښه کې لږ تر لږه دولس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

سیمه‌يیزو سرچینو د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا پېښه د انجیل ولسوالۍ په «ده مهري» کلي کې رامنځته شوې ده. سرچینې زیاتوي چې ده مهري د دغې ولسوالۍ یوه له شیعه‌مېشتو سیمو څخه ده او قربانیان د «سید محمد آقا» په نوم د یوه زیارت په څنډه کې راټول شوي وو.

د رپوټونو له مخې، یاد خلک د تفریح لپاره د انجیل او زنده جان ولسوالیو ترمنځ سیمې ته تللي وو، چې د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري پرې ډزې وشوې. د سیمه‌يیز روغتون ډاکټرانو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې تر اوسه لس جسدونه روغتون ته لېږدول شوي، خو یو عیني شاهد وایي چې د پېښې په ځای کې یې لږ تر لږه شل جسدونه لیدلي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او د طالبانو ځايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو تر ۱۰ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې کړې دي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» ویلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې زرګونو کورنیو ته زیان رسولی دی. د دغه بنسټ په وینا، په دې موده کې ۹۳ کسان مړه، ۱۸۱ ټپیان او په زرګونه کورونه، پلونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ، د وري ۲۰مه په یوه راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې بارانونو او سېلابونو په ټولیز ډول ۷۳ زره او ۳۰۰ کسانو ته زیان رسولی دی. د رپوټ له مخې، دغو طبعي پېښو په ۱۶۵ ولسوالیو کې ۱۰ زره او ۶۳۴ کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

اوچا زیاتوي چې د وروستیو بارانونو له امله ۹ زره او ۱۰ کورونه زیانمن شوي، چې له دې ډلې ۱۳۳۸ یې بشپړ ویجاړ او ۷ زره او ۶۷۲ نور په جزيي ډول زیانمن شوي دي. همداراز په دې موده کې ۱۵ زره او ۶۲۷ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې، ۵۴۳ څاروي تلف شوي، ۲۰۰ کیلومتره سړکونه زیانمن شوي او ۱۹ پلونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

یادې اددارې ویلي، چې تر اوسه یې یو ۱۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خواړه، نغدي پیسې، بېړنی سرپناه او روغتیایي خدمتونه برابر کړي دي.

بل خوا، د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې د وري له ۶مې نېټې راهیسې، په ټول هېواد کې د بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسان مړه شوي او ۹ نور لا درکه دي.