• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات کې پر ملکي وګړو ډزې؛ سرچینو د لسګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه ورکړي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۱

سیمه‌ییزو سرچینو د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ناپېژاندو وسله‌والو د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو ډزې کړې دي. د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، په دې پیښه کې لږ تر لږه دولس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

سیمه‌يیزو سرچینو د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا پېښه د انجیل ولسوالۍ په «ده مهري» کلي کې رامنځته شوې ده. سرچینې زیاتوي چې ده مهري د دغې ولسوالۍ یوه له شیعه‌مېشتو سیمو څخه ده او قربانیان د «سید محمد آقا» په نوم د یوه زیارت په څنډه کې راټول شوي وو.

د رپوټونو له مخې، یاد خلک د تفریح لپاره د انجیل او زنده جان ولسوالیو ترمنځ سیمې ته تللي وو، چې د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري پرې ډزې وشوې. د سیمه‌يیز روغتون ډاکټرانو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې تر اوسه لس جسدونه روغتون ته لېږدول شوي، خو یو عیني شاهد وایي چې د پېښې په ځای کې یې لږ تر لږه شل جسدونه لیدلي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او د طالبانو ځايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو تر ۱۰ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې کړې دي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» ویلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې زرګونو کورنیو ته زیان رسولی دی. د دغه بنسټ په وینا، په دې موده کې ۹۳ کسان مړه، ۱۸۱ ټپیان او په زرګونه کورونه، پلونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ، د وري ۲۰مه په یوه راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې بارانونو او سېلابونو په ټولیز ډول ۷۳ زره او ۳۰۰ کسانو ته زیان رسولی دی. د رپوټ له مخې، دغو طبعي پېښو په ۱۶۵ ولسوالیو کې ۱۰ زره او ۶۳۴ کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

اوچا زیاتوي چې د وروستیو بارانونو له امله ۹ زره او ۱۰ کورونه زیانمن شوي، چې له دې ډلې ۱۳۳۸ یې بشپړ ویجاړ او ۷ زره او ۶۷۲ نور په جزيي ډول زیانمن شوي دي. همداراز په دې موده کې ۱۵ زره او ۶۲۷ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې، ۵۴۳ څاروي تلف شوي، ۲۰۰ کیلومتره سړکونه زیانمن شوي او ۱۹ پلونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

یادې اددارې ویلي، چې تر اوسه یې یو ۱۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خواړه، نغدي پیسې، بېړنی سرپناه او روغتیایي خدمتونه برابر کړي دي.

بل خوا، د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې د وري له ۶مې نېټې راهیسې، په ټول هېواد کې د بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسان مړه شوي او ۹ نور لا درکه دي.

د نورستان قومي مشران: طالبان د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو پرانیستلو وړتیا نه لري

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د نورستان ولایت د کامدېش او برګمټال ولسوالیو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چۍ طالبان د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ څخه د نورستان دوو ولسوالیو ته د لارو په پرانیستلو کې پاتې راغلي دي. دوی وايي، د لارو د بندښت له امله په سیمه کې خوراکي توکي او درمل خلاص شوي دي.

د نورستان د کامدېش او پرګمټال ولسوالیو قومي مشرانو نن جمعه، د وري ۲۱مه افغانستان ته انټرنشنل ته وویل، چې د کونړ ناړۍ ولسوالۍ بري کوټ کلي څخه د نورستان کامدېش او پرګمټال ولسوالیو ته غځېدلې لاره د دوه میاشتو راهسې د پاکستاني ځواکونو لوري تړل شوې ده.

د وري پر ۵مه سیمه‌‌یزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې کامدیش، برګمټال او د کونړ ناړۍ ولسوالۍ پر یوه لیکه پرتې دي او د نورستان خلک د اکمالاتو لپاره د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ لار کاروي، خو پاکستاني ځواکونه پر یاده لار تیرېدونکو موټرو باندې ډزې کوي.
د نورستان قومي مشران پر طالبانو په نیوکه کولو وايي، چې یاده ډله نه یوازې دا چې د دغو لارو د پرانیستلو لپاره سیاسي او نظامي وړتیا نه ده ښودلې، بلکې په بري کوټ سیمه کې یې خپلې پوستې هم خالي کړي او اوس په جوماتونو کې اوسیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې «اوچا» هم تایید کړې چې د سیمې اوسېدونکي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري او لاره د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د ډزو له امله د ملکي وګړو او مرستندویه بنسټونو پر مخ تړلې ده. قومي مشران وايي، چې د درملو د نشتوالي له امله یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د مرستو رسېدو لپاره د لنډ مهاله اوربند غوښتنه کوي.

یو قومي مشر وویل:«طالبانو د نورستان خلکو غوښتونو ته پاملرنه نه کوي او یوازې دومره وايي چې پاکستان نه دی راوړاندې شوی او یا هم د پوستو شاتګ نه دی شوی، خو د لارې د خلاصون او برګمټال او کامدیش ولسوالیو کې انساني ناورین ته هېڅ اشاره نه کوي.»

په ورته مهال طالبان د کونړ او نورستان ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه له څرګندونو ډډه کوي او یوازې دومره وايي، چې د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو ته بدیله لاره جوړوي.

خو ځايي مشران د طالبانو دغه ژمنه غیرعملي بولي او وایي، چې د سختو واورو او جغرافیوي ستونزو له امله د پارون لاره د برګمټال او کامدېش لپاره دایمي حل نه شي کېدای.

کامدېش او برګمټال سرحدي ولسوالۍ د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي او اکمالات یې تل د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ څخه کېدل.

د افغان قربانیانو د کورنۍ غړی د پخواني اسټرالیايي سرتېري د سملاسي محاکمې غوښتنه کوي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۱ GMT+۱

د اسټرالیا اېس‌بې‌اېس ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د هغو دوو افغانانو د کورنۍ یو غړي چې ویل کېږي د پخواني اسټرالیايي سرتېري بین رابرټس سمیت له ‌لوري وژل شوي، د هغه د سملاسي محاکمې او قضايي بهیر د ګړندي کېدو غوښتنه کړې ده.

د استرالیا اېس‌بي‌اېس رسنۍ راپور ورکړی، چې د ۲۰۰۹ کال په ترڅ کې د ارزګان ولایت په یوه سیمه کې د اسټرالیايي ځانګړو ځواکونو د برید پر مهال د محمد عیسی او احمدالله په نومونو پلار او زوی وژل شوي وو. عصمت‌الله چې د دغو قربانیانو ورور او زوی دی، له افغانستان څخه د ژباړن په مرسته یادې رسنۍ ته ویلي، چې د دغه تورن سرتېري په نیول کېدو د ارامتیا احساس کوي.

ویل کېږي چې بین رابرتس‌ سمیت د روانې اوونۍ په ترڅ کې د قتل په پنځو جنګي جرمونو تورن شوی دی. د راپورونو له مخې، نوموړي احمدالله چې په مصنوعي پښه ګرځېده، له شا په ډزو ویشتلی او پلار یې هم د ده په امر وژل شوی دی. له دې وړاندې د دغه سرتېري ځینې عکسونه هم خپاره شوي وو او ښکاریدل چې دی او ملګري یې د قرباني له مصنوعي پښې څخه د شرابو څښلو لپاره کار اخلي.

عصمت‌الله چې د پېښې پر مهال لس کلن و، وایي: «طبیعي ده چې خوښ یم د هغه نیول کېدل د زړه تسلي ده. خو د څېړنو لړۍ ډېره اوږده شوه، غواړم له هغه سره مخامخ شم ترڅو حقیقت روښانه او ګناهکار له بې‌ګناه جلا شي.»

بین رابرتس سمیت چې د استرالیا تر ټولو ویاړلی سرتېری ګڼل کېده، د تېرې سې شنبې په ورځ ونیول شو. ټاکل شوې چې د هغه دوسیه د غبرګولي په ۱۴مه په محکمه کې وڅېړل شي. نوموړي تر اوسه د دغو تورونو په اړه رسمي ځواب نه دی ورکړی، خو تر دې وړاندې یې تل د سرغړونو ادعاوې رد کړې دي.

د ملي جنبش ګوند: له ازبک محصل سره د طالبانو د وزیر چلند د انساني کرامت خلاف کړنه ده

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۱

د مارشال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند ویلي، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم له یوه ازبک محصل سره د ازبکي خولۍ د اغوستلو له امله له «سپکاوي» ډک چلند کړی چې دا د انساني او اسلامي کرامت خلاف او د نه زغملو وړ عمل دی.

دغه ګوند د جمعې په ورځ (د وري ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ملتونو د فرهنګ او دودونو سپکاوی د اسلامي اصولو خلاف دی او د هېواد یووالی او همغږي زیانمنوي. په اعلامیه کې راغلي، چې د داسې چلند جبران ستونزمن دی او پایله یې یوازې د ملتونو ترمنځ د کرکې او دښمنۍ زیاتوالی دی.

د هبت‌الله یعقوب‌اوغلو په نامه د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو یو محصل ویلي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی چې ازبکي خولۍ یې پر سر کړې وه.

دغه موضوع د طالبانو د مخالفو سیاست‌والو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د ملي جنبش ګوند په اعلامیه کې ویل شوي: «که طالبان په رښتیا هم د خپلو تاریخي تېروتنو د سمولو په لټه کې وي؛ نو باید د لوړو زده‌کړو وزیر سملاسي له ځوانانو بښنه وغواړي».

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر هم دغه کړنه «ناوړه او نه توجیه کېدونکې» بللې ده. د ښځو د حقونو فعالې فوزیه کوفي ویلي، چې طالبان د افغانستان د خلکو له هر ډول رنګ او ښکلا سره ستونزه لري.

له دې ادعا وروسته، یوشمېر کاروونکو د اعتراض په بڼه له ازبکي خولۍ سره د خپلو انځورونو د خپرولو کمپاین پیل کړی او له طالبانو یې غوښتي، چې د هېواد د بېلابېلو قومونو فرهنګ او ارزښتونو ته درناوی وکړي.

طالبان له کابل وروسته په بلخ کې له زده‌کړیالانو د امربالمعروف قانون د منلو جبري ژمنې اخلي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له کابل وروسته په بلخ ولایت کې هم له زده کړیالانو څخه د یوې ۱۴ ماده‌ییزې ژمنپاڼې له لارې د امربالمعروف قانون د عملي کولو ژمنه اخلي. د دغه ژمنلیک یو کاپي چې افغانستان انرټرنشل ته رسېدلې، زده کړیالان اړ دي چې ږیره پریږدي او د اهل سنتو پیروي وکړي.

په بلخ پوهنتون کې یو شمېر زده‌کړیالانو افغانستان انټرنشنل‌- پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري دغه ژمنلیکونه وېشل شوي او ټول باید په جبري ډول لاسلیک کړي.

د دغې ژمنلیک په لومړی په ماده کې راغلي، چې زده کړیالان به لمونځ په وخت او جمع ادا کوي، ږیرې به د سنتو مطابق پریږدي، د شریعت خلاف ورېښتان به نه جوړي او خولۍ به تل په سر کوي.

د دغه ژمنلیک په نورو مادو کې راغلي چې زده‌کړیالان باید د موسیقۍ له اورېدلو، د نشه يي توکو له کارولو او د ساکښو د انځورونو او ویډیوګانو له اخیستلو، چې د دې ډلې له لوري منع شوي، ډډه کوي. د ژمنپاڼې په وروستیو بندونو کې ټینګار شوی چې زده‌کړیالان باید د امربالمعروف د نوي تصویب شوي قانون په ګډون د طالبانو د ټولو فرمانونو او قوانینو احترام او اطاعت وکړي.

همداراز د ژمنلیک په پنځمه ماده کې یادونه شوې چې زده‌کړیالان به له هېڅ ډول سیاسي ډلې سره تړاو نه ساتي او په شپږمه ماده کې راغلي، چې د امام ابو حنیفه د مذهب پیروي به کوي. د ژمنلیک په پای کې خبرداری ورکړل شوی چې د دغو مادو د سرغړونې په صورت کې به سرغړوونکي مجازات کېږي او د شکایت حق نه لري.

100%

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالمعروف قانون له اعلان وروسته، محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان راګرځوي او د ږیرې، موسیقۍ او ظاهري بڼې په اړه ورته سپارښتنې کوي. د یادونې وړ ده چې د طالبانو د عدلیې وزارت تېر کال د چنګاښ پر ۶مه په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بشپړ بندیز ولګاوه.