د سوډان په دارفور کې د واده پر مراسمو ډرون برید ۳۰ کسان وژلي دي

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ د سوډان د دارفور سیمې په کوتوم ښار کې د واده پر مراسمو د ډرون برید شوی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ د سوډان د دارفور سیمې په کوتوم ښار کې د واده پر مراسمو د ډرون برید شوی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجارېک ویلي، چې دغه پېښه د واده د مراسمو پرمهال رامنځته شوې او دا یې د ملکي کسانو پر وړاندې یو جدي او د غندلو وړ اقدام ګڼلی.
دغه برید داسې مهال شوی، چې په سوډان کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) په نوم نیمه پوځي ډلې ترمنځ د ډرون جګړې لړۍ مخ په پراخېدو ده. په سوډان کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳کال د اپرېل په ۱۵مه پیل شوه، چې لاهم دوام لري.
په دغه جګړه کې تر ۴۰زرو ډېر کسان وژل شوي دي؛ خو بشري ادارې وایي، چې کره شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي. سیمهییزو حقوقي ډلو او د مقاومت کمېټو د دغه برید پړه د سوډان پر پوځ اچولې؛ خو پوځ تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی.
راپورونه ښیي، په وروستیو میاشتو کې په سوډان کې د ډرون بریدونو لړۍ پراخه شوې چې له امله یې ملکي خلک زیانمن شوي او د بشري مرستو په برخه کې یې هم جدي خنډونه رامنځته کړي دي.
په سوډان کې روانې درې کلنې جګړې شاوخوا ۱۴ مېلیونه خلک بېځایه کړي او او ۲۱ مېلیونه یې له سختې لوږې سره مخ کړي دي. د راپورونو له مخې؛ د جګړې د دوام له امله مرستو ته د اړمنو خلکو لاسرسی خورا محدود شوی دی.