د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د چت پرېوتو په دوو جلا پېښو کې ۴ ماشومان مړه شوي

د خیبر پښتونخوا ځایي چارواکو ویلي، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله د دغه ایالت په کورمه کې د چت پرېوتو په دوو جلا پېښو کې څلور ماشومان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې؛ لومړۍ پېښه د کورمې په دوراني سیمه کې رامنځته شوې، چې پهکې د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه شوي دي.
