د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له کابل وروسته په بلخ ولایت کې هم له زده کړیالانو څخه د یوې ۱۴ مادهییزې ژمنپاڼې له لارې د امربالمعروف قانون د عملي کولو ژمنه اخلي. د دغه ژمنلیک یو کاپي چې افغانستان انرټرنشل ته رسېدلې، زده کړیالان اړ دي چې ږیره پریږدي او د اهل سنتو پیروي وکړي.
په بلخ پوهنتون کې یو شمېر زدهکړیالانو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري دغه ژمنلیکونه وېشل شوي او ټول باید په جبري ډول لاسلیک کړي.
د دغې ژمنلیک په لومړی په ماده کې راغلي، چې زده کړیالان به لمونځ په وخت او جمع ادا کوي، ږیرې به د سنتو مطابق پریږدي، د شریعت خلاف ورېښتان به نه جوړي او خولۍ به تل په سر کوي.
د دغه ژمنلیک په نورو مادو کې راغلي چې زدهکړیالان باید د موسیقۍ له اورېدلو، د نشه يي توکو له کارولو او د ساکښو د انځورونو او ویډیوګانو له اخیستلو، چې د دې ډلې له لوري منع شوي، ډډه کوي. د ژمنپاڼې په وروستیو بندونو کې ټینګار شوی چې زدهکړیالان باید د امربالمعروف د نوي تصویب شوي قانون په ګډون د طالبانو د ټولو فرمانونو او قوانینو احترام او اطاعت وکړي.
همداراز د ژمنلیک په پنځمه ماده کې یادونه شوې چې زدهکړیالان به له هېڅ ډول سیاسي ډلې سره تړاو نه ساتي او په شپږمه ماده کې راغلي، چې د امام ابو حنیفه د مذهب پیروي به کوي. د ژمنلیک په پای کې خبرداری ورکړل شوی چې د دغو مادو د سرغړونې په صورت کې به سرغړوونکي مجازات کېږي او د شکایت حق نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالمعروف قانون له اعلان وروسته، محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان راګرځوي او د ږیرې، موسیقۍ او ظاهري بڼې په اړه ورته سپارښتنې کوي. د یادونې وړ ده چې د طالبانو د عدلیې وزارت تېر کال د چنګاښ پر ۶مه په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بشپړ بندیز ولګاوه.
نوموړی له ۲۰۲۳کال راهيسې په پاکستان کې اوسېده. اخګر تر دې وړاندې په ۲۰۲۱کال کې د ۴۹ ورځو لپاره طالبانو زنداني کړی و. هغه ته نږدې کسان وایي، چې افغانستان ته په ستنېدو به یو ځل بیا هغه او کورنۍ یې د طالبانو لهخوا له جدي ګواښ سره مخ شي.
له بل پلوه په اسلاماباد کې یوشمېر افغان فعالانو له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له ملاتړو ادارو غوښتي، چې له ګواښ سره د مخ افغان فعالانو د جبري اېستلو او نیونو مخه ونیسه.
ځینو افغان مدني فعالانو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: «اوس تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده چې د نقیبالله اخگر غږ واورېدل شي؛ هغه غږ چې کلونه یې د نورو لپاره پورته کاوه، نن خپله ملاتړ، یووالي او بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري».
کندهار کې درې میاشتې وړاندې طالبانو د کندهار- هرات پر لویه لار په میوند ولسوالۍ کې ټولپلازه جوړه کړه، چې له کوچنيو موټرونو له ۵۰ تر ۱۰۰ او له باوروړنکو موټرو د ټاير په سر ۱۰۰ افغانۍ اخلي. موټر چلوونکي شکایت کوي، چې دغه عواید دولتي خزانې ته نهځي، حساب نهشته او خدمات هم صفر دي.
د معلوماتو له مخې؛ هره ورځ پر دغه لاره شاوخوا ۵۰۰ لوی او واړه موټرونه تګراتګ کوي. له کوچنیو موټرونو له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ پورې اخیستل کېږي؛ خو له باروړونکو لویو موټرونو بیا د هر ټایر په سر ۱۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.
دا په دې معنا چې یو لس ټایره موټر باید لږ تر لږه ۱۰۰۰ افغانۍ ورکړي، حال دا چې ډېری باروړونکي موټرونه تر دې هم زیات ټایرونه لري. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د محاسبې له مخې؛ که له دواړو لوریو د تګراتګ موټرونه په نظر کې ونیول شي؛ نو هره ورځ د یادې ټولپلازې عاید له شاوخوا ۶۵۰زره تر ۷۰۰زره افغانیو پورې رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د درېیو میاشتو په موده کې دغه عاید نږدې ۵۷ مېلیونه افغانیو ته رسېدلي او د یو کال په حساب سره دغه شمېر تر ۲۳۰ مېلیونه افغانیو پورې رسېږي. په ورته وخت کې موټر چلوونکي د سړک له خرابوالي شکایت کوي او ټينګار کوي، چې د سړک جوړونې او خدماتو وړاندې کولو په نوم اخیستل شوې پيسې باید پر وخت او ځای ولګول شي.
عبدالحمید چې د کندهار- هرات پر لویه لار باروړونکی موټر چلوي وايي: «موږ ته یوازې دومره ویل شوي، چې دغه پیسې د سړک لپاره اخیستل کېږي؛ خو هېڅوک موږ ته نه وایي، چې دغه پیسې چېرته ځي. هره ورځ موږ له خپل جېب نه دغه پيسې ورکوو او موږ ته یې د بار مالک نه راکوي».
په کندهار کې طالب مسوولین د دغه سړک د لومړۍ برخې د جوړولو لګښت شاوخوا ۹۰۰ مېلیونه افغانۍ ښودلی دی. رحمت الله هم پر همدې لار باروړونکی موټر چلوي، هغه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «که رښتیا هم دغه پیسې د سړک لپاره وي؛ نو باید حساب یې خلکو ته ښکاره شي، دومره پیسې په سړک نه لګېږي لکه څومره چې ټولېږي، سړک به جوړ شي؛ خو دغه پيسې به دایمي وي».
د یو باروړنکي ترانسپورټي شرکت مسوول د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د ترانسپورټ کمېسيون تر څنګ ټولپلازه د فساد په يوې بلې سرچینې بدله شوې او ډېر کله د ټولپلازې مسوولين له موټر چلوونکو څخه د جوړجاړي پربنسټ پيسې اخلي او پارچې نه ورکوي.