ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو تر ۱۰ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې کړې دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» ویلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې زرګونو کورنیو ته زیان رسولی دی. د دغه بنسټ په وینا، په دې موده کې ۹۳ کسان مړه، ۱۸۱ ټپیان او په زرګونه کورونه، پلونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
